تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز کابل کې ومړ
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال وزیر، لیکوال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز یکشنبه (۷ اپرېل) د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.
د هغه لور نیلاب مبارزه د خپل پلار مړینه تایید کړې ده.
ښاغلی مبارز د يکشنبې ماسپښېن د کابل په قول اب چکان سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی د افغانستان کې د ګڼو نورو رسنیزو او کلتوري فعالیتونو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه او د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مشر هم پاتې شوی و.
د افغانستان ګڼو ليکوالانو او سياسي څېرو د ښاغلي مبارز پر مړينه خواشیني څرګنده کړې ده.
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد په فرهنګي برخه کې یې د هغه هڅې ستایلي دي.
ښاغلي غني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "الهي رحمت ته رسېدلی مبارز د خپل اوږد او ارزښتناکه ژوندانه ډېره برخه د افغانستان د ملي ګټو، ملي او انساني ارزښتونو او کلتوري میراثونو په خوندي کولو او ننګه تېر کړل، نوم به یې زمونږ فرهنګي تاریخ په پاڼو کې تلپاتې وي."
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۹ کال کې د خبریالانو په ملي ورځ مطبوعاتو برخه کې د هڅو د ستایني له امله نوموړي ته د میر مسجدي خان مډال هم ورکړی و.
د محمد اشرف غني تر څنګ د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ښاغلي مبارز پر مړينه خواشیني څرګنده کړې او د ليکوالۍ تر څنګ يې د بيان ازداۍ په برخه کې د ده کړنې او مبارزه د ستاينې وړ بللې ده.
عبدالحمد مبارز په ۱۹۳۲ کال کې زېږېدلی او د ثور له کودتاه وروسته فرانسې ته کډوال شوې و.
هغه په ۲۰۰۲ کال کې بېرته هېواد ته ستون شو او په بېلابېلو برخو کې يې دندې ترسره کړې.
نوموړی تکړه لیکوال هم و، د اتو چاپ شویو کتابونو تر څنګ یې په سلګونه مقالې لیکلي او چاپ شوي دي.
ښاغلی مبارز د انيس ورځپاڼې مرستيال، د باختر خبري اژانس مسوول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي اړيکو عمومي مدير او د باميانو، نيمروز او لوګر ولايتونو کې يې د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.