تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان محصلین: هند دې زموږ وېزې وغځوي او سکالرشپونه بېرته پیل کړي
هند یو له هغو هېوادونو وو چې د طالبانو له بیا واکمنېد وړاندې یې لوی شمېر افغان محصلینو ته د وړیا زدکړو اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو د طالبانو واک ته رسېدو سره دا بهیر ګډوډ شو او ډېر محصلین هند کې بې برخلیک پاتې دي.
تېر کال فارغ شویو محصلینو ته د نورو زدکړو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې او سکالرشیپونه یې د یوې بلې دورې لپاره هم وغځول شول، خو د سږ کال فارغ محصلین چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي او نجونې هم په کې شاملې دي، لا بې برخلیکه دي.
د دوی یوه استازي بي بي سي ته ویلي وو د هند د حکومت اړونده ادارې دوی ته ویلي چې انتظار دې وکړي.
هند کې د نوي تحصیلي کال له پيل سره سم پرون دې محصلینو نوي ډیلي کې لاریون وکړ. دوی وايي د یو لړ ستونزو له امله افغانستان ته نه شي ستنېدلی او غواړي هند کې زدکړو ته دوام ورکړي.
د دې لاریون یوه ګډونوال او د افغان محصلینو استازي اسحاق سروري بي بي سي ته وویل چې لا هم د دوی د برخلیک په اړه دوی ته ښکاره ځواب نه دی ورکړل شوی.
"موږ څو ځله د کلتوري اړیکو دفتر ورغلو، خو دوی روان تحصیلي کال کې د افغان محصلینو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړي. نو موږ یو زیات شمېر محصلینو د دې دفتر مخې ته مظاهره وکړه. د دې دفتر له مشر سره مو وکتل، خو دوی بیا هم موږ ته قانع کوونکی ځواب رانکړ. افغان محصلین له اقتصادي او نورو ګنو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري اړیکو دفتر د افغان محصلینو لپاره د سکالرشیپونو برخه کې هېڅ پرېکړه نه ده کړې. له بده مرغه چې له دې لاریون وروسته هم موږ دقیق ځواب را نکړل شو".
"هېڅ افغان محصل اړ نه دی چې له هنده ووځي"
خو د هند د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري اړیکو شورا مشر کومار ټوین رویټرز ته ویلي چې د افغان محصلینو په ستونزو خبر دي او حکومت په جدیت هڅه کوي د دوی ستونزې هوارې کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې هېڅ افغان محصل به اړ نه کړي چې له هنده ووځي او د بهرنیو چارو وزارت به د سکالرشیپونو په اړه نږدې راتلونکې کې پرېکړه وکړي.
له بلې خوا د طالبانو حکومت کې د لوړ زدکړو چارسمبالي وزیر مولوي ندا محمد ندیم یوه تازه مرکه کې ویلي هند کې د افغان محصلینو د وېزو ستونزو د حل لپاره د دوی هڅې دوام لري.
"په کومو هېوادونو کې چې د افغان محصلینو د وېزو ستونزه وه هغه حل شوې، یوازې په هندوستان کې دا ستونزه پاتې ده، پر هغې هم خبرې روانې دي هیله ډېره شته چې دا ستونزه حل شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ډاډ راکړی چې دا ستونزه به ژر حل شي".
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالې تولنې حضور کمېدو سره بې کاري ډېره شوې او د ګومارنو برخه کې د طالبانو کړنلارې هم د بې کارۍ کچه لا لوړه کړې ده.
نیوکه کوونکي وايي چې طالبانو په دولتي ادارو کې د لوی شمېر مسلکي او لوستو کسانو پر ځای د خپلې ډلې کسان ګومارلي، دوی وايي د طالبانو دې کړنلارې له امله بهر کې میشت محصلین هېواد ته بېرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي.
طالبان که څه هم رسما په دې اړه څه نه وايي خو طالبانو ته ځینې منسوب کسان د غیرمسلکي او د ملګرتیا پر بنسټ ګومارنې د یوې ستونزې او نیمګړتیا په توګه مني.
له بلې خوا شمېرې ښيي چې تېرو دوه کلونو کې یو زیات شمېر لوستي کسان بهر ته تلي. بي بي سي پښتو پاڼې ته مالومه شوې د کابل پوهنتون د هغو استادانو شمېر چې له افغانستان وتلي، اوس له ۴۰۰ اوښتی.
په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له هېواده وتلي دي.