د هند تحصیلي بورسونه او د افغان محصلینو نامالوم برخلیک او هیلې

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

هند وايي هغه افغان محصلين چې د هند تحصیلي بوروسونه ورکړل شوي او اوس په افغانستان کې پاتې دي، کولای شي راتلونکی کال په ورکړل شویو بورسونو هند کې زده کړې وکړي.

څه باندې ۵۰۰ افغان محصلین په افغانستان کې د بدلونونو او د ويزو د نشتوالي له امله هند ته د زده کړو لپاره نشي تللی.

دا یوازې هغه محصلين دي چې آی سي سي ار یا د هند د کلتوري اړیکو شورا تحصیلي بوروسونه ورکړي دي.

په دې سلګونو محصلينو کې هغه کسان شامل دي چې د لسانس، ماسټرۍ او د دوکتورا بورسونه یې تر لاسه کړې دي.

د هغو محصلینو شمېر نه دي مالوم چې په شخصي ډول یې د هند په پوهنتونو کې داخلې موندلې خو د ويزو او هند ته د الوتنو د نشتوالي له امله له زدکړو پاتې دي.

د تحصیلي بورسونو تر څنګ هر کال ګڼ شمېر افغانان هند ته په شخصي لګښتونو د لوړو زدکړو لپاره ځي.

د هند د کولتوري شورا یا اي سي سي ار د عمومي مشر دفتر بي بي سي پښتو ته وویل ''هڅه کوو افغان محصلينو ته د ويزو فرصت برابر کړو، په افغانستان کې حالات روښانه نه دي، نه پوهېږو څه به کېږي خو که محصلين سږ کال له زدکړو بې برخې شي، ښايي راتلونکی کال خپلې زدکړې مخ بوځي. ''

ښايي همدا ځینو زدکوونکو ته یو څه د ارام ساه ورکړي، خو وېره دا ده هغه سلګونه افغان محصلين چې د روان کال لپاره یې تحصیلي بوروسونه تر لاسه کړي، ښايي په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو او د ويزو د نشتوالي له امله له زدکړو پاتې شي.

شمس الرحمان د هند په سکالرشیفونو کې د لکنهو پوهنتون د لسانس لپاره بریالی شوی دی، خو په افغانستان بې برخلیکه پاتې دی او نه پوهېږي څه به کېږي.

نوموړی وايي: ''درسونه مو د روانې میاشتې [سيپټمبر] په پیل کې شروع شوي، خو زه نه پاسپورټ لرم او نه هم د هند ویزه. د نوي حکومت له راتګ وروسته موږ بې برخلیکه یوو. ''

د اګسټ پر ۱۵ وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې او مالومه نه ده چې کله به یې بېرته پیلوي.

ځینې محصلين له همدې کبله پاسپورټونه هم نه لري.

په افغانستان کې د نظام له بدلون ورهاخوا، کورونا بل داسې څه و چې له امله یې ګڼ شمېر افغان محصلين په افغانستان کې بند پاتې دي او هند ته نشي تلای.

د ننګرهار پوهنتون استاد الهام ساپی چې هند کې د دوکتورا زدکړې کوي، له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې ايسار دی.

ښاغلی ساپي وايي: ''د کورونا له محدویتونو وروسته تمه دا کېده چې هند ته ولاړ شو، خو اوس نه سفارت شته، نه ويزې شته او نه هم پروازونه. د طالبانو له نظامه هیله لرو چې د حل لار ورته پيدا کړي. ''

هند په نړۍ کې تر بل هر هېواد ډېر تحصیلي بورسونه افغانستان ته ورکړي دي.

دغه هېواد تېرو دوو لسیزو کې یې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې څه باندې ۱۰۰۰۰ تحصیلي بورسونه افغان محصلينو ته ورکړې دي.

له همدې بوروسونو فارغ شوي زدکوونکي له لویه سره د افغانستان په نظام کې کار کوي.

اوس چې نظام بدل شوی، روښانه نه چې د طالبانو حکومت د هند د تحصیلي بوروسونه په اړه څه ډول تګلاره غوره کوي.

خو د لوړو زدکړو لپاره د طالبانو د لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې به افغان محصلينو ته چې هند ته د تلو ستونزه لري، حل لار پیدا کوي.

ښاغلی حقاني وايي: ''یوازې هند ته تلونکي محصلين نه دي، بلکې د نورو هېوادونو په تګ کې هم ستونزې شته چې پر حل لار یې کار روان دی. ''

خو دې ته په پام چې تر اوسه د طالبانو حکومت د هند په کډون د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، روښانه نه ده چې طالبان به یې له کومې لارې حل مومي.

د هند د کولتوري اړیکو شورا یا آی سي سي ار چې د بورسونو د وېش مسوولیت لري بیا وايي: ''هڅه کوو په افغانستان کې ايسارو محصلينو سره د مرستې لار پیدا کړو. موږ دا مسله جدي ګڼو او افغان محصلين چې د اي سي سي ار سکالرشفونه ورکړل شوي، په نیمه لار کې نه پرېږدو. ''

په افغانستان کې د هند سفارت له تړل کېدو وروسته د ویزو چارې هم تړل شوې دي.

خو د هند سفارت په انلاین بڼه د ویزو د وېش لړۍ پیل کړې ده، خو هغه زدکوونکي چې د هند ویزې ته په انلاین بڼه وړاندیز کړی وايي، وخت ډېر اخلي او آن ځینې خو وايي چې ''له لویه سره ځواب نه تر لاسه کوي. ''

اوس که زدکوونکي ويزې تر لاسه هم کړي، د الوتنو د نشتوالي له امله هند ته سفر شونی نه دی. له پاکستان پرته نور هېوادونه افغانستان ته الوتنې نه لري.

اوس چې له هند نه کابل ته الوتنې نشته، ګڼ شمېر افغان محصلين چې زدکړې یې په هند کې بشپړې شوي، وطن ته نه شي ستنېدلی.

خو آي سي سي ار بیا وايي: ''هغوی چې زده کړې یې بشپړې شوې، ضرور نه ده چې په دې سختو حالاتو کې وطن ته ستانه شي. دا ډول محصلينو ته د ماسټرۍ او دوکتورا نور بورسونه ورکول کېږي. ''

په هند کې ځینو محصلينو بیا بي سي سي ته ویلي چې د زدکړو له بشپړېدو وروسته ''د نویو بورسونو تر لاسه کولو بهیر ډېر روښانه نه دی. ''

دا رنګه د هغو محصلينو برخلیک هم مالوم نه دی چې هند ته په شخصي لګښت تللي او زدکړې بشپړې شوې او یا یې د روان کال لپاره په شخصي لګښتونو د هند په پوهنتونو کې داخلې کړې دي.

له لویه سره تر هغې چې نړۍ له طالبانو سره رسمي اړيکي نه وي پیل کړې، ښايي د ډېرو نورو هغو زدکوونکو برخلیک هم ناڅرگند پاتې شي چې د بورسونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د زدکړو لپاره د تلو نیت لري.