متقي د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون لپاره روسیې ته تللی

taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزیر یې د روسیې په رسمي بلنه هغه هیواد ته تللی دی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزیر یې د روسیې په رسمي بلنه هغه هیواد ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا تکل وایي "ښاغلی متقي به د اکټوبر پر ۴مه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره هم پر دوو اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري."

د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې بڼه ده چې پنځمه ناسته یې تېر کال په همدې ورځو شپو کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

د مسکو فارمټ د 2016 کال په ډیسمبر کې پیل شو چې تېر کال یې د غړو شمېر په تدریجي ډول یوولسو ته لوړ شو چې دا د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د زیاتېدونکې اجماع ښکارندویي کوي.

په دغه فارمټ کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي شته. دغه هېوادونه هڅه کوي چې له دغه فلټ فورم څخه په افغانستان کې د کړکېچ د مدیریت لپاره استفاده وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په ګډون د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې استازو هم د تېر کال په غونډه کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

طالبان

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1

د تېر کال په ناسته کې د سیمې هېوادونو د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه وښوده، د طالبانو د حکومت له چارواکو یې د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې له امله مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې یو شان چلند وکړي.

دا لومړی ځل و چې د سیمې هېوادونو د داعش پر وړاندې د طالبانو د کړنو ستاینه وکړه او د نورو بنسټپالو ډلو پر وړاندې یې د اغېزناکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د بنسټپالو ډلو شتون اوس هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو، روسیې، پاکستان، چین او ایران یوه لویه اندېښنه ده.

دغه هېوادونه د طالبانو حکومت تورنوي چې د دغو ډلو غړو ته پناه ورکوي، خو طالبان ټینګار کوي چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ونه ګواښل شي.

پاکستان، په ځانګړې توګه، په مکرر ډول هڅه کړې چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا TTP جنګیالیو ته په پټنځای ورکولو تورن کړي، هغه ډله چې پاکستانيان وايي په تیر کال کې یې د امنیتي ځواکونو په وړاندې ډیر بریدونه کړي دي. دا لا څرګنده نه ده چې د مسکو په اوسنۍ غونډه کې به د پاکستان د استازي دریځ په دې برخه کې څه وي خو طالبانو تل د اسلام آباد دا دریځ بې بنسټه ادعاوې بللي دي.

د مسکو فارمټ په تېره غونډه کې د غړو هېوادونو استازو ويلي وو چې د قومونو او سياسي ډلو په استازيتوب د يوه واقعي ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

او یو ځل بیا یې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د سیاسي او قومي ډلو له استازو سره عملي او نتیجه لرونکي خبرې وکړي، خو طالبان تل ټینګار کوي چې د دوی په حکومت کې د افغانستان د اکثرو قومي ډلو استازي شامل دي.

د غونډې ګډونوالو همداراز د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د لګېدلیو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کولو غوښتنه هم کړې وه، خو ظاهراً د طالبانو حکومت د دغې غونډې له جوړېدو یو کال وروسته د یادې غونډې هیڅ وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.