لغمان کې د کډوالو بار وړونکی ټیلر سیند ته لوېدلی؛ ۲۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لغمان

د عکس سرچینه، @M_Qasim_Azzam

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یو ټېلر لغمان ولایت کې سېند ته لوېدلی چې لږ تر لږه ‍۱۲ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.‌

د طالبانو حکومت د لغمان والي ویاند ویلي، پېښه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان سرخکان ولسوالۍ خیرو خېلو سیمه کې تېره شپه ناوخته دوولس بجې شوې ده.

ددغه ولایت ویاند عبدالمالک نیازي رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي "د ژغورنې ځواکونه او مسلکي پرسونل له درنو نظامي وسایلو سره سیمې ته استول شوي دي او تر اوسه یې ۴ جسدونه او ۸ ټپیان له سینده را ایستلي، خو ۱۰ کسان لا هم ورک دي".

ښاغلي نیازي ویلي د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

په یاد ټیلر کې ۲۲ تنه سپاره وو.‌

د طالبانو حکومت د 'خالد بن ولید قول اردو' هم پېښه تایید کړې ده.

ددغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، موټر ټېلر هم له سینده را ایستل شوی او خوندي سیمې ته لېږدول شوی دی.

د ویډیو تشریح، لغمان کې د کډوالو بار وړونکی ټیلر سیند ته لوېدلی

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري چې کابو هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته ستنېږي.

وړاندې، ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره له ایران او پاکستانه څه د پاسه شپږ میلیونه افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان د نړیوالې ټولنې سختې پاملرنې ته اړتیا لري.

کار او سرپناه د ستنو شویو کورنیو یو له پام وړ ننګونو دي چې ډېر ترې شکایت کوي او وايي بې کاري او د کور نشتوالی د دوی د مېشتېدا او عادي ژوند پر وړاندې چارې ستونزمنوي.

که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هېواد بېلابېلو برخو کې د تازه ستنو شویو افغانانو لپاره د کور ځمکې وېشې او هېواد ته له رارسېدو سره لومړنۍ مرستې هم ترلاسه کوي، خو د هویت او پېژندګلوۍ خبره یوازې تر ستنېدونکو کورنیو نه پاتې کېږي.

مخکې د ناروې د کډوالو شورا ویلي وو، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د جګړې له امله تر ډېره 'پټ' او 'هېر شوي' قربانیان ګڼل کېږي.

ددغې شورا عومي‌ منشي جان ایګلنډ پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي وو، کله چې جګړه پیل شوه، بې‌شمېره افغانان په ودانیزو (ساختماني) چارو او نورو غیر رسمي کارونو کې بوخت وو. اوس چې عاید کم شوی او انفلاسیون زیات شوی، هغوی خپلو کورنیو ته خواړه او اړتیا وړ شیان نه شي چمتو کولی او نه هم د کور کرایه ورکولی شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای