د بلوچستان په ګوادر کې ځانمرګی برید؛ چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو درې کسان وژل شوي

ګوادر بندر ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ګوادر بندر ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو پر یوه کمپ ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په کوټه کې یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط دا پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې دا برید د جمعې په ماښام د جیواني په پانوان سیمه کې شوی دی.

تر اوسه د بلوچستان ایالتي حکومت یا پاکستاني پوځ له لوري په دې هکله څه نه دي ویل شوي. د بلوڅانو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي ایل اې) وسله وايي، دا برید دوی کړی.

بل لور په کوټه کې حکومتي چارواکی وايي، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو کمپ دی، چې له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې اووه بجې له باروتو ډک ګاډی ورسره ټکر شوی دی.

یاده سرچینه وايي، د چاودنې له کبله د کمپ ځینې برخې نړېدلې دي او دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپیان دي.

سرچینې وايي، له پېښې وروسته پولیس او د نورو امنیتي ځواکونو کسان د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې په هکله ثبوتونه راټول شوي.

پانوان د ګوادر ضلعې (ولسوالۍ) د جیواني سیمې یوه برخه ده. په دې سیمه کې له دې مخکې هم پر پاکستاني امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه شوي دي.