د هلک په لټه کراچۍ ته رسېدلې امریکایۍ ولې له ملنډو سره مخامخ شوه؟‌

اونیجا

د عکس سرچینه، CHHIPA WELFARE

د عکس تشریح، اونیجا ادعا کړې چې کراچۍ کې له یوه پاکستاني ځوان سره د مینې په لټه کې راغلې وه چې هغه ومومي.
    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، کراچۍ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ميرزا غالب دا شعر (عشق نې پکړا نه تها غالب ابهي وحشت کا رنګ، ره ګيا تها دل مې جو کچھ ذوق خواري های های) د راحت فتح علي خان په غږ کې کراچۍ ته د رسېدلې امريکايۍ اونيجا اينډریو په ټېک ټاک پاڼه خپور شوی دی.

په ټېک ټاک کې اپلوډ شوې دې وېډیو کې هغې سپین پړونی پر سر کړی او په لاسونو یې نکریزې لګولې دي.

په پاکستان کې سیمه‌ییزو او خواله رسنیو کې د اونيجا دا ویډیو ډېره لاس په لاس شوې ده او زرګونه ځله شریکه شوې ده.

اونیجا اینډریو رابنس نومې دغه امریکایۍ ښځه چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان تر ټولو لوی کراچۍ ښار کې ده، د خبرونو او تبصرو توده مسله ګرځېدلې ده.

د وېزې د مودې له بشپړېدو او د پاکستاني او امریکایي چارواکو له څو هڅو سره سره، هغه بیا هم د امریکا ته له ستنېدو انکار کوي. هغې ادعا کړې چې کراچۍ کې له یوه پاکستاني ځوان سره د مینې په لټه کې راغلې وه چې هغه ومومي.

د کراچۍ پولیسو په وینا کوم ځوان چې دغه ښځه یې یادوي، له خپلې کورنۍ سره یو نامعلوم ځای ته لېږدېدلی دی.

خو دا کیسه څنګه پیل شوه؟

اونیجا

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، کلیم خان بي بي سي ته ویلي هغه نه پوهېده چې دغه ښځه له څه مودې راهیسې دلته اوسېږي، خو کله چې ښځې ته دده پام شو، نو والي یې پرې خبر کړ.

د کراچۍ پولیس چارواکو په وینا، نیویارک کې اوسېدونکې اونیجا اینډریو د سیاحتي وېزې پر بنسټ پاکستان ته راغلې وه. د وېزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته، هغه د کراچۍ هوایي ډګر کې پاتې شوې وه. څو ورځې وړاندې، کله چې د سند ګورنر کامران ټیسوري هوایي ډګر ته تللی و، د هوايي ډګر مشر کلیم خان ورته ویلي چې یوه امریکایي ښځه دلته اوسېده او له هغې سره د بېرته ستنېدو ټکټ نه و.

د پولیسو چارواکو په وینا، د دې وروسته اونیجا کیسه په عامه توګه په ډاګه شوه.

کلیم خان بي بي سي ته ویلي هغه نه پوهېده چې دغه ښځه له څه مودې راهیسې دلته اوسېږي، خو کله چې ښځې ته دده پام شو، نو والي یې پرې خبر کړ.

د ګورنر کامران ټیسوري ویاند فیصل فاروقي بي بي سي ته وویل، ګورنر له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ښځې وېزه تمدید کړي او د هغې د بېرته ستنېدو د ټکټ ډاډ ورکړي.

د ټولنیزې پالنې سازمان 'جې‌ډي‌سي' د اونیجا د بېرته ستنېدو د ټکټ غم خوړلی دی. دغه سازمان یوه ویډیو پیغام هم خپور کړی چې په کې د ټکټ ورسپارلو پراساس ایس ایچ او ته د ټکټ سپارلو پروسه ښودل شوې ده. په دې وېډیو کې اونیجا هم شته چې په لاس کې یې د سا اخیستو یوه اله هم نیولې ده.

د 'جې‌ډي‌سي' ظفر عباس په دې ویډیو کې وایي، دغه ښځه له اوه ورځو راهیسې دلته ده او د هوایي ډګر په هوټل کې اوسېدله. "د هغې وېزه هم له وخت تېره شوې وه. له امریکا نه یو ۱۹ کلن ځوان بلنه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو چې واده به ورسره وکړي. خو کله چې دغه ښځه کراچۍ ته راغله، ځوان ترې منکر شو او وویل چې کورنۍ یې دی له دې کاره منع کړی دی."

'د هلک د کور مخې ته پرلت'

کراچۍ ښار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پولیسو په وینا، له هوایي ډګره له وتلو وروسته، اونیجا ټیکسي ونیوه او هغې ودانۍ ته ولاړه چې ویل کېږي د دغه ځوان کور دی. هلته رسنۍ هم راغونډې شوې وې.

څو ورځې وړاندې، اونیجا ته د واپس تګ لپاره انتظامات بشپړ شوي وو. د پولیسو چارواکو په وینا، د قطر هوايي شرکت د بېرته ستنېدو د الوتکې ټکټ هم ورکړی و او د بورډنګ پروسه یې بشپړه شوې وه، خو هغې بیا د بېرته د نه ستنېدو پرېکړه وکړه.

د پولیسو په وینا، له هوایي ډګره له وتلو وروسته، هغې ټیکسي ونیوه او هغې ودانۍ ته ولاړه چې ویل کېږي د دغه ځوان کور دی. هلته رسنۍ هم راغونډې شوې وې.

په پیل کې، د کراچۍ پولیس چارواکې فائزې سوډهړ د دې ښځې لیدو ته ولېږل شوه، خو خبرو کې بریالۍ نه شوه. فائزې بي بي سي ته وویل، هلته ډېر خلک وو او ښځه هم په ډېره اندېښنه کې وه.

"هغه ځوان هلته نه و، د هغه ټولې کورنۍ کور پرېښی و او نامعلوم ځای ته تللي وو. نو له همدې امله بشپړ حقایق مخې ته نه دي راغلي."

د کراچۍ مشر خبریال ثمر عباس وایي، د پولیسو د څېړنو له مخې، هغه ځوان چې ښځه یې یادونه کوي، شاوخوا ۲۲ کلن دی او د ټیلیفوني اړیکو یوه سیمه‌ییز مرکز کې کار کوي.

د اونیجا غوښتنې څه دي؟

اونیجا له پولیسو او چارواکو سره په یوه غونډه کې په ډاګه کړې چې هغه له خپل ادعا شوي 'مېړه' پرته امریکا ته نه ځي، خو وروسته یې له محلي رسنیو سره خبرې څو مالي غوښتنې هم کړې دي.

د ځوان د کور مخې ته له رسنیو سره په خبرو هغې وویل چې د پاکستان حکومت باید هغې ته هره اونۍ پنځه زره ډالر ورکړي، سربېره پر دې هغې ته ځمکه او محلي تابعیت هم ورکړل شي.

د هغې ادعا ده چې هغې په نیویارک کې خپله دنده او د کاليو سوداګري پرېښې ده، اوس هغه پاکستانی ده. هغه غواړي چې د دې هېواد رغونه کې ونډه واخلي. "حکومت باید دلته سړکونه جوړ کړي او د برېښنا رسولو ډاډ ورکړي."

د پولیسو چارواکو له مخې، په تېرو څو ورځو کې اونیجا د ټولنیز پالنځي ادارې 'چھیپا' ته سپارل شوې ده.

له بلې خوا، د امریکايي ښځې له خوا تراوسه پولیسو ته د ځوان پر ضد کوم لیکلې شکایت نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د امریکا کونسلګري وایي دوی له دې ټول وضعیت خبر دي، خو د محرمیت د قوانینو له مخې یې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

اونیجا

د عکس سرچینه، CHHIPA WELFARE

د عکس تشریح، اونیجا ویلي، د پاکستان له حکومته سل زره ډالر غواړي، شل زره یې یوه اونۍ کې نغد غواړي.

پر یوې ښځې ملنډې وهل د شرم وړ چلن دی"

د اونيجا کیسه نه یوازې د پاکستان پر ټولنیزو رسنیو بحثونه جوړ کړي، بلکې سیاستوال هم په دې اړه ځینې "غیرحساسې" خبرې کوي.

د سند ګورنر کامران ټیسوري په تېرو ورځو کې په یوه مراسمو کې د دې موضوع په اړه په طنزیه ډول خبرې کړې. هغه د کراچۍ هلک ته په اشاره ویل: "دا استعداد دی. ټول ښار غواړي چې موږ هغه هلک وروښیو چې امریکايي ښځه یې بللې وه. وګورئ، دا د استعداد خبره ده. خلک د امریکايي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره هلته ځي او زموږ دې استعداد ته وګورئ چې هغه له امریکايي پاسپورټ سره راوغوښتله او په وچ ډاګ یې پرېښوده."

په همدې ډول، بل ځای د کراچۍ ښاروال مرتضیٰ وهاب وویل: "د کراچۍ خلک زړور دي، ماشاءالله، دلته زموږ خلک امریکا ته ځي او هغوی له امریکا نه ښځه دلته راوستې..."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

خو د دې ډول تبصرو په اړه ګڼ شمېر کاروونکو خپلې غوسې ښودلې دي. د خواله رسنیو ډېری کاروونکي، یوه ښځه چې په پردي وطن کې ده او له ستونزو سره مخ ده، د هغې د ستونزې حلولو پرځای د هغې پر حالت ملنډې وهل کېږي.

خبریاله عالیه چغتايي په دې اړه خپلې څرګندونې لیکلي دي چې "ځایي یوټیوبران او میډیا ادارې باید په داسې نندارې جوړولو کې واقعا وشرمېږي. د دې ښځې حالت د ملنډو پر وېډیوګانو اوښتی، دا ډېره د افسوس خبره ده. هېڅوک نه پوښتي چې د دې د حالت مسؤل ۱۹ کلن ځوان څوک دی؟ ولې د دې ښځې مخ په هر ځای کې ښودل کېږي؟ باید وشرمېږئ."

یو بل کاروونکي د دې موضوع په اړه خپل نظر داسې ویلی: "نه پوهېږم چې ولې ټول خلک له دې امریکايي ښځې سره ټوکې کوي. ایا تاسو لېونیان شوي یاست؟ ښايي هغه ستاسې د ښکلا له معیار سره سمه نه وي، خو هغې هڅه کړې چې د پوستکي له رنګ مخکې لاړه شي؟

"زه پر هغې غمجن او خواشینی یم، خو د هغې په عزم حیران هم یم. هغه وایي چې هغې له هلک سره واده وکړ او دلته راغله!"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

خو مرتضی وهاب له بي بي سي سره په دې اړه وویل: "په دې غونډه کې د دې موضوع په اړه د بحث پرمهال ما دا هم ویلي چې الله تعالی دې د ښځې ستونزې اسانه کړي... رسنۍ باید په کراچۍ او هیواد کې د نورو مسلو په اړه هم بحث وکړي".

له بلې خوا، د والي کامران ټیسوري له ویاند سره د ښځې په اړه د هغه د څرګندونو په تړاو اړیکه ونیول شوه، خو کوم ځواب یې ترلاسه نه شو.

د عکس ریسرچ بنسټګر او ډایریکټر تسنیم احمد وایي، د میډیا او سیاستوالو له خوا د ښځې د مسلې په اړه د رسنیو او سیاستوالو لخوا غوره شوی چلن خورا غیر حساس دی.

"دا رویه ډېره غیرحساسه ده او پر ښځې له ملنډو وهلو سره یوشان ده او کله چې دا ډول تبصرې د مسؤلو چارواکو لخوا راځي، چې لوړ مقامونه لري، دا عامو خلکو ته دا پیغام لېږي چې ښځې، چې د هر هېواد وي ډېر اسانه هدف ګرځېدلی شي."

هغه وویل دا د غندنې وړ رویه ده چې باید ډډه ترې وشي.