د سبا تاریخ

د لرغوني یونان هاتفان به لکه زموږ د ټولنې مجذوبان واضح نه غږېدل او د خبرو په سبک کې ابهام ورسره مرسته کوله چې خبرې یې ډول، ډول تعبیر او بازار یې تود پاته شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لرغوني یونان هاتفان به لکه زموږ د ټولنې مجذوبان واضح نه غږېدل او د خبرو په سبک کې ابهام ورسره مرسته کوله چې خبرې یې ډول، ډول تعبیر او بازار یې تود پاته شي.
    • Author, اسدالله غضنفر
    • دنده, لیکوال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

په تېرو زمانو کې به پاچهانو په خپلو دربارونو کې تاریخپوهان ساتل چې دوی د ماضي له حاله خبر کړي او منجمان یې ساتل چې له راتلونکې هم یو مخ ناخبره پاته نه وي.

د ستورپيژندونکو یا منجمانو د کار یوه برخه، مثلا د نوروز د پیل دقیق ساعت معلومول، علمي چاره وه خو څرنګه چې د ستوریو او تقدیر د رابطې تصور موجود و نو له منجمانو د غیبو په اړه د معلوماتو توقع هم کېدله. دوی به مثلا پاچا ته مشوره ورکوله چې د سفر لپاره ورته کوم ساعت سعد (نېکمرغه) او کوم نحس (بدمرغه) دی؟ د کار دغه برخه یې طبعا غیرعلمي وه.

د آیندې اټکلول زموږ ډېره لویه ارزو ده او بلکې د تاریخ د لوستلو یو مقصد همدا دی چې د سبا د اټکلولو لپاره استفاده ورنه وکړو.

څرنګه چې له راتلونکې څخه د خبرېدو تنده ډېره زوروره ده او عقل په دې برخه کې پوره مرسته نه شي کولای نو انسان چي د آیندي د اټکل په اړه بله لاره ونه ویني، خرافاتو ته شاید مخ واړوي او د وهم لمن ټینګه ونیسي. زموږ په ټولنه کې ملنګان، مجذوبان، فالبینان، کوډګر، تعویذګر، منجمان، د خوبونو تعبیرکوونکي او ځينې نور کسان له خوبونو، ستوریو، د وګړیو له ظاهري بڼې، د لاس له کرښو، د ګوتو له نوکانو، د کسانو له نومونو، د چایو د پیالې له ډکو او ډېرو نورو نخښو د آیندې او رازونو د معلومولو لپاره استفاده کوي. کاشکې څېړونکي زموږ د ټولنې د فالونو جدي او غیرجدي بڼې معرفي کړي. د بخت او راز معلومولو د خرافاتي طریقو راسپړل د فولکلور او ټولنپوهنې له نظره خپل اهمیت لري. دغه راز فالنامې او د هغو ډولونه زموږ د مکتوب ادب یو جالب ژانر دی.

فال

د عکس سرچینه، Getty Images

په لرغوني یونان کې به د دلفي معبد د هاتفانو وړاندوینو ته ډېر خلک غوږ، غوږ وو. هغوی به لکه زموږ د ټولنې مجذوبان واضح نه غږېدل او د خبرو په سبک کې ابهام ورسره مرسته کوله چې خبرې یې ډول، ډول تعبیر او بازار یې تود پاته شي. د فال د لیدلو لپاره له شاعري څخه هم د استفادې یو دلیل دا بللای شو چې د شعر ژبه معمولا غیرمستقیمه وي او د مختلفو تعبیرونو امکان یې موجود دی.

په بشري ټولنو کې د ځینو کسانو وړاندوینې ډېرې مشهورې شوې دي. د فرانسې د شپاړلسمې پېړۍ نجومي نوستراداموس همدغسې یو څوک دی چې په مبهم سبک یې د آیندې په باره کې ډېر څه وویل او هغوی چې د ده خبرې بې څه نه ګڼي، د ده په خبرو کې د راتلونکو پېښو په اړه اشارې ویني.

نوستراداموس، مثلا، وړاندوینه وکړه چې: ''په لویدیځ کې به بوږنوونکې جګړه ونښلي، بې شمېره کسان به ووژل شي، ورپسې به وبا راشي او ډېر نور انسانان او ځناور به ومري.''

هغوی چې د نوستراداموس خبرې ورته هوایي نه ښکاري، وایي چې دا د لومړي نړیوال جنګ وړاندوینه ده.

البته، که لومړۍ نړیواله جګړه بېخي پېښه شوې هم نه وای، د نوستراداموس معتقدانو به ویل: ''د هغه خبرې بې څه نه دي، اخر به یو وخت رشتیا شي.''

حکایت دی چې یوې ښځې او مېړه به وړاندوینې کولې. ښځې به پیش ګویي وکړه چې سبا باران اوري، او مېړه به پیش ګویي وکړه چې سبا باران نه اوري. یو چا چې د دوی چل ته وکتل، ویې ویل: ''باران که اوري، که نه اوري، خو بزرګي د دوی له کوره نه وځي.''

اسیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوستراداموس او داسې نورو کسانو د پیش ګویانو مبهم سبک له دوی سره مرسته کړې ده چې بزرګي د دوی له کوره ونه وځي او یو شمېر کسان یې د آیندې په اړه خبرو ته د غیبي رازونو په سترګه وګوري.

په بشري تاریخ کې که د خرافاتو تیارې لور په لور خپرې وې، د عقل مشالونه هم ځای، ځای بل وو او بشر ته یې د وړاندې تلو لاره ښودله.

ستراتېژیست هغه څوک دی چې د راتلونکو لرې هدفونو لپاره جامع پلانونه جوړوي. د آیندې دغه ډول تصور طبعا د عقل کار دی.

د لرغوني روم تمدن د حقوقو د علم، د معماري، د پوځي ستراتیژي او ځینو نورو پوهنو له نظره ډېر د کار کسان لرل.

رومي ستراتیژستانو به د لویې او اوږد مهالې جګړې جامع نقشه جوړوله. دوی به دې ته کتل چې د جګړې مالي امکانات له کومه کېږي؟ د جګړو د سیمو جغرافیا څنګه ده؟ دا جګړه په څو پړاوونو وېشل کېدای شي؟ که پېښې له اټکل سره سمې روانې نه وې، بیا باید څه وشي؟ د خپل لوري او د د ښمن د لوري روحیه څنګه ده؟ دښمن څومره امکانات لري؟ کلتوري ځانګړنې یې کومې دي؟ دواړه لوري له کومو او څومره وسلو استفاده کولای شي؟ پخوا چې دې ته ورته جګړې شوې وې، انجام یې څه و؟ د خپلو خلکو او د غلیمانو تاریخ څه راته وایي؟ ... ستراتیژستانو به دغسې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کول. په اوسنۍ زمانه کې یوازې نظامي چارو ته نه بلکې د اقتصاد، کلتور او سیاست په مختلفو ساحو کې ستراتیژي جوړېږي، مثلا یوه کمپنۍ د دې هدف لپاره چې په راتلونکو لسو کلونو کې خپله ګټه څنګه دوه برابره کولای شي، جامع او دقیق پلان برابروي. موږ ویلای شو چې ستراتیژستان هغه کسان دي چې د آیندې د جوړولو او عقلاني اټکل په برخه کې کار کوي او دغسې کسان په لرغونو زمانو کې هم وو.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

په تېرو وختونو کې د تاریخ د فلسفې ځينو مفکرانو هم کوښښ کړی دی چې د آیندې په اړه اټکلونه وکړي. په دغو کې یو مشهور کس د نولسمې پېړۍ جرمن لیکوال او فیلسوف کارل مارکس دی چې د تېرو زمانو او خپل عصر د تحولاتو د مطالعې په بنیاد یې اټکل وکړ چې په آینده کې سوسیالستي نظام غلبه مومي.

کارل مارکس چې له صنعتي انقلابه وروسته ژوند کاوه، وایی، بشري ټولنه د تغییر او تکامل په حال کې ده او دغه تغییر خپل اصول لري. داسې چې د تولید وسایل انکشاف کوي، د وسایلو له انکشاف سره د تولید طریقه بدلېږي او ورسره د ټولنې د منځ روابط بدلون مومي او د خلکو په سیاسی او اجتماعي نظام کې تغییرات راځي. دی چې د تاریخ د یون لوری د تولیدي وسایلو تر ټاکونکي اثر لاندې ویني، اټکل کوي چې په صنعتي دوران کې تاریخ د سوسیالیزم لور ته روان دی. د مارکس په اټکلونو باندې ځینو کسانو دومره زیات باور وکړ چې په خپلو ټولنو کې یې سوسیالستي انقلابونه راوستل او دغو انقلابونو دومره زیات لېوال پیدا کړل چې یو وخت د نړۍ تر څلورمې برخې زیاتو خلکو په هغسې نظامونو کې ژوند کاوه چې د مارکس د اټکلونو اثر ورباندې ډېر ژور و.

تجربو وښوده چې د مارکس وړاندوینې دقیقې نه وې. البته، د تاریخ ځینو نورو مفکرانو هم وړاندوینې وکړې چې ځینې یې د مارکس د نظریو په شان، په یوه محدوده اندازه رشتیا وختې او ځينې نورې نظریې تر اوسه پورې یوازې په کتابونو کې اوسي.

یوه بله ساحه چې حیرانوونکې وړاندوینې پکې شوې دي، د ساینس فیشکن او د علم آیندې ته په پام سره لیکل شویو داستانونو ژانر دی. د فرانسې د نولسمې پېړۍ لیکوال ژول وېرن د ساینسي داستانونو په برخه کې یو لوی نوم دی. د هغه په داستانونو کې ګڼ بیان شوي تصورات په راتلونکو زمانو کې رشتیا شول. مثلا ده سپوږمۍ ته د ختلو خیالي کیسه وکړه چې په شلمه پېړۍ کې رشتیا شوه، او یا یې یو داسې ماشین تصور کړ چې هلي کوپتر ته ورته و. د وېرن په زمانه کې به خلکو خبرونه په اخبارونو کې لوستل. وېرن داسې آینده انځور کړه چې خلک د خبرونو لپاره د اوسنۍ زمانې تلویزیون ته ورته وسیله استعمالوي. د وېرن ځينې ناولونه په افغانستان کې په لومړي ځل د شلمې پېړۍ په سر کې علامه محمود طرزي وژباړل او خپاره کړل.

فالبین

د عکس سرچینه، Getty Images

په اوسني وخت کې چې د تاریخ حرکت تر بل هر وخت چټک دی، دغه پوښتنه لا زیاته راولاړېږي چې کومې خوا ته روان یوو؟ دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره د سباګانو مطالعه (Futures studies) د یوې مستقلې تحقیقي څانګې په بڼه راڅرګنده شوې ده چې یوازې له تاریخ څخه نه بلکې له ساینس او نورو علومو هم د احتمالي سبا د اټکلولو لپاره استفاده کوي. دا څېړنې د ټولنې، اقتصاد،علم، چاپېریال او نورو برخو د آیندې په اړه تر سره کېږي او نهایي مقصد پکې دا دی چې تر وسه، وسه داسې سبا یا سباګانې ولرو چې زموږ له غوښتنو سره اړخ ولګوي. د سبا د کلمې له جمع کولو منظور دا دی چې آینده مختلفې بڼې لرلای شي او ټولو احتمالاتو ته یې تر وسه وسه بندوبست پکار دی.

د سباګانو د مطالعې په ساحه کې یو ډېر مشهور کس مورخ او مفکر نوح هیراري دی چې کتابونه یې نن سبا ډېر زیات لوستونکي لري. ما د خپلې دې لیکنې نوم هم د هغه له یوه کتابه Homo Deus: A Brief History) of Tomorrow)) را پور کړ. دغه کتاب ډاکتر محمد عیسی ستانکزي (د بشر د راتلونکې تاریخ) په نامه پښتو کړی او په آنلاین بڼه خپور شوی دی.

هیراري په داسې وخت کې چې بشر د یوه نوي تخنیکي انقلاب یعنې د مصنوعي ذهانت (اې، آی) د خپرېدو په درشل کې دی، د دغه رانژدې کېدونکي اوښتون په اړه ډېر غور کړی دی. دی ټینګار کوي چې مصنوعي ذهانت د بشر له ټولو پخوانو اختراعاتو بېل ماهیت لري.

هیراري وایي، مصنوعی ذهانت د بشر د نورو ټولو اختراعاتو برخلاف، په خپل سر هم فیصلې کولی او تصمیم نیولی شي. اتوم بم ډېره خطرناکه وسله ده خو خپله فیصله نه کوي چې څه وکړي. بل ټکی دا دی چې مصنوعي ذهانت نوي فکرونه ایجادولای شي. راډیو یا کتاب یا تلویزیون یوازې زموږ نظریې خپروي خو مصنوعي ذهانت به دا وړتیا لري چې خپلې نظریې هم وړاندې کړي. هیراري وایي، تر اوسه پورې موږ له خپلو اختراعاتو استفاده کوله او له دې وروسته داسې مرحلې ته داخلېږو چې زموږ نوې اختراع یعنې مصنوعي ذهانت به له موږ څخه هم د استفادې وړتیا لري، نو ډېر احتیاط پکار دی. د هیراري په نظر، لکه څنګه چې انسانان د خپلو مقصدونو لپاره څاروي ساتي، د مصنوعي ذهانت په زمانه کې دا امکان شته چې انسان د هغه د مقصدونو لپاره وساتل شي او د دې احتمالاتو د کمېدو او مخنیوي په خاطر پکار ده د اې، آی په رامنځ ته کېدونکې او خپرېدونکې ټکنالوژي باندې له مختلفو جهتونو غور وشي.

د اوسني وخت د ساینس فیکشن په ګڼو کیسو کې مصنوعي ذهانت په ژوندي موجود بدلېږي او احساس پېدا کوي. هیراري وایي، د اې، آی د فکر تولیدولو یا مثلا تصمیم نیولو وړتیا له دې سره تعلق نه لري چې هغه دې د ژوندي موجود غوندې احساس ولري. دی ټینګار کوي چې که د پوځي یا اقتصادي برلاسي د موجود هوس په نشه کې اې، آی ته بې کنټروله مخه ورکړه شي نو دا خطر شته چې بشر د خپل تاریخ انجام ته ورسوي.

زموږ په هېواد کې چې لا ګڼ خلک د بېګا ډوډۍ ته حیران دي، د اې آی موضوع او د بشر د راتلونکي په اړه ډېر ګڼ نور موضوعات ممکن د مړې ګېډې خوبونه واېسي، خو آینده راروانه ده. ښه مې یادېږي چې په ۱۹۷۶ کال کې مې په یوه مجله کې ولوستل چې د شلم قرن تر پایه که څوک له کمپیوټر سره بلد نه وي، داسې به وي لکه نالوستی. په هغه وخت کې راته د کمپیوټر او د هغه د دومره مهم کېدلو خبره هېښوونکې وه. وخت تېر شو. شلمه پېړۍ پای ته ورسېده او د سر په سترګو مو ولیدل چې په هغه تشبیه کې مبالغه نه وه.

که غواړو داسې سبا ولرو چې زموږ خوښې ته پکې کتل شوي وي، د سبا په اړه فکر کول او د هغې لپاره بندوبست کول ډېر اړین دي. وروسته پاته ټولنې معمولا د اوسنو ستونزو د شدت په وجه او د خرافاتو د غلبې په علت یا د سبا فکر نه کوي او یا سبا ته د تعصب، احساساتو او وهم له عینکو ګوري.

فالونه

د عکس سرچینه، Getty Images

موږ، چې د فکر د لټۍ په رنځ اخته یوو، نه د وګړیو او کورنیو په کچه او نه د ټولنې او ادارو په کچه، د راتلونکي لپاره پروګرام او بندوبست ته کافي وخت ورکوو، مثلا په دې موضوع باندې له بحث کولو سره چندان دلچسپي نه لرو چې روانه اقتصادي وده مو د نفوسو د زیاتوالي له اوسنۍ کچې سره څومره سمون خوري او که دغسې روان یوو، آینده به څنګه وي؟ کابل او ځینې نور ښارونه په وروستیو لسیزو کې څو برابره پراخ شول او د دې پراختیا یوه لویه برخه بې نقشې وه، خو نه د کورونو جوړوونکو او نه ښاروالیو ته دا پوښتنه پیدا شوه چې د بې نقشې ښارونو او کوڅو آینده به څنګه وي؟

زموږ په ټولنه کې به ډېر داسې کسان ووینئ چې د تنخواه یا د عاید د بلې منبع له موندلو سره سم به د دویم واده په فکر کې شي. دوی دې ته نه ګوري چې د دوو میندو اولاد یا دوې بنې به په خپل منځ کې څنګه سره خوشحاله وي او یا یو لښکر اولاد به یې سبا ډوډۍ له کومه کوي؟ زلمی به د کانکور په پاڼه کې یو پوهنځی انتخاب کړي خو په دې به چندان فکر نه کوي چې سبا ته په دغه ساحه کې د کار امکان څومره دی؟ څو پنځوس کلن سړی به په مالګه او غوړو او خوږو کې هغومره بې احتیاطه وي لکه پنځلس کلن زلمکی. ده ته که ډاکتر ووایي چې اوس زلمی نه یې، احتیاط کوه، د ده ځواب شاید دا وي چې تقدیر نه بدلېږي.

زموږ تقدیر له ستوریو سره نه بلکې تر ډېره حده زموږ له فکر، تکل او عمل سره غوټه دی. رحمان بابا فرمایي:

فال یې څه ګورې رحمانه

خپل افعال د سړي فال شي