جيمي کارټر: هغه بزګر چې د امریکا ولسمشر شو
د امريکا پخوانی ولسمشر جيمي کارټر چې د سلو کالو په عمر ومړ، واک ته له رسېدو سره يې ژمنه کړې وه چې هېڅکله به د امریکا خلکو ته دروغ نه وایي.
د امریکا په جورجيا کې زيږېدلي د مومپليو پخواني کروندګر د رېچارډ نېکسن له استعفا وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. د خپلې ولسمشرۍ پر مهال يې د مصر او اسرائيلو تر منځ د سولې تاريخي تړون په منځګړيتوب کې مهم رول درلود.
خو جيمي کارټر د خپلې ولسمشرۍ دورې پر مهال په کور دننه له یو لړ اقتصادي ستونزو او بهر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او په ايران کې د امریکايي ډيپلوماتانو د يرغمل کېدو په څېر له کړکېچونو سره مخ شو. څلور کاله وروسته په ۱۹۸۰ کې رونالډ رېګن هغه ته ماته ورکړه.
د نوموړي د حکومتولۍ نه برياليتوب له دې هم جوتېدلی شي چې د دويمې دورې د نوماندۍ پر مهال يې يوازې په شپږو ايالتونو کې ټاکنې وګټلې.
خو د ولسمشرۍ له دورې وروسته د ښاغلي کارټر شهرت او اعتبار ډېر زيات شو. نوموړی د سولې، بشري حقونو او د چاپېريال خونديتوب په څېر مسئلو جدي ملاتړی و.
پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل او د امریکا د دریځ بدلېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او امریکا اړیکې د جیمي کارټر د واکمنۍ پیل کې کړکېچنې شوې. د کارټر ادارې د یورانیمو د بډایولو په اړه د اندېښنو له امله پاکستان ته د پوځي مرستو کمولو پرېکړه وکړه.
خو ډېر ژر حالات بدل شول. د دې بدلون سبب د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان یرغل و. هغه مهال امریکا پر پاکستان بندیزونه لګولي وو، ځکه پاکستان د اټومي محدودیتونو سره مخ و. خو د ۱۹۷۹ د ډسمبر پر ۲۴ مه هر څه په چټکۍ بدل شول.
د اسنادو له مخې، د جیمي کارټر ادارې د پاکستان لپاره د پوځي او اقتصادي مرستو پلان په بیړه جوړ کړ. کارټر پاکستان ته د پوځي او اقتصادي مرستو ترڅنګ لاندې اضافي مرستې هم ومنلې:
- د PL-480 مرستو کې ۱۰-۲۰ میلیونه ډالر زیاتوالی
- د پوځي روزنې لپاره ۶ لکه ډالر
- د افغان کډوالو لپاره ۶ میلیونه ډالر اضافي مرسته
د جیمي کارټر له واکمنۍ وروسته، د رونالډ ریګن ادارې نه یوازې دا مرستې جاري وساتلې، بلکې په هغه کې یې زیاتوالی هم راوست.
د مدني حقونو فعال

د عکس سرچینه، Getty Images
جېمز ارل کارټر جونير د ۱۹۲۴ کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د جورجيا ايالت په يوه کوچني کلي کې زيږېدلی و. دی د څلورو وروڼو په منځ کې تر ټولو مشر و.
د نوموړي پلار چې د سپين پوستانو او تورپوستانو د توکميز بېلتون پلوی و په بزګرۍ او سوداګرۍ بوخت و. مور يې ليلين نومېده او نرسه وه.
جيمي کارټر په يوه کوچني ښار کې رالوی شوی. دې، پر دين د هغه قوی باور او دا چې د يوه بزګر زوی و د هغه په راتلونکي سياسي ژوند جوت اغېز درلود.
ښاغلي کارټر خپلې زدکړې د اناپوليس کالج کې بشپړې کړې او بيا يې اووه کاله د امریکا په سمندري ځواک کې دنده ترسره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۳۵ کې يې د پلار له مړینې وروسته دنده پرېښوده او خپل کور ته ستون شو. هلته يې د بزګرۍ چارې پر مخ وړې چې وضعيت يې ښه نه و خو دی وتوانېد چې کورنی کاروبار کامياب کړي او له دې لارې شتمن شي.
ښاغلي کارټر سياست له لومړيو پړاوونو پيل کړ. په لومړي ګام کې د څو ښوونځيو د شورا او د کتابتونونو د هئيت غړی شو. ورپسې دوه دورې د جورجيا ايالت د سنا غړی وټاکل شو.
په ۱۹۶۶ کې يې د خپل ايالت د مشرۍ لپاره ځان نوماند کړ خو د خپل ګوند د ملاتړ په ترلاسه کولو ونتوانېد. په پايله کې لېسټر ماډوکس چې د سپين پوستانو او تور پوستانو د توکميز بېلتون پلوی و بريالی شو.
خو د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ښاغلي کارټر کړنې د دې باعث شوې چې د جورجيا ايالت د خلکو تر منځ يې شهرت زيات او مقام لوړ شي. په همدې اساس د يوې منظمې ټاکنيزې مبارزې په پايله کې بالاخره په ۱۹۷۰ کې د جورجيا والي شو.
کارټر د ايالت د مشر په توګه په څلور کلنه دوره کې د مدني حقونو يو جدي ملاتړی و. هغه ټينګار کاوه چې د سپين پوستانو او تور پوستانو تر منځ د توکميز جلاوالي وخت پایته رسېدلی او په دولتي دندو يې د افريقايي نژاده امریکايانو ګومارلو کې مهم رول درلود.
خو د جنين سقط په قانون کې د خپلو سختو مذهبي باورونو او لېبرالتوب تر منځ انډول ساتل ورته ګران و. خو له دې سره يې د جنين سقط په اړه د مېرمنو له حق څخه ملاتړ وکړ خو د اسانتيا لپاره يې د بوديجې له زياتوالي سره مخالفت څرګند کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي په ۱۹۷۴ کال د ولسمشرۍ لپاره خپلې هلې ځلې پيل کړې.
دا د کارټر لپاره تر ټولو وخت ښه و. امریکايان د يوه نوي کس غوښتونکي وو او ده هم ځان له سيستمه بهر معرفي کړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې هېڅ دروغ به نه وايي او له رايه ورکوونکو سره به داسې ژمنې نه کوي چې نه يې شي عملي کولی.
د ۱۹۷۶ په پیل کې نظرپوښتنو وښودله چې يوازې ۴ سلنه ډيموکراتان يې ملاتړ کوي خو نهه مياشتې وروسته نوموړي د هغه مهال ولسمشر جېرالډ فورډ ته ماته ورکړه او لومړنی کس شو چې له ۱۸۴۸ کال وروسته له سوېلي ايالتونو د ولسمشرۍ څوکۍ ګټي.
کارټر يو پېچلی شخصيت درلود او یو غير روايتي ولسمشر و. د هغه پېژندل اسانه چاره نه وه، که څه هم هغه په عامه توګه خوشحاله، نرم څرګندېده او په شونډو به يې موسکا خپروه وه.
منځنی ختيځ او د ژغورنې ماموريت

د عکس سرچینه، Getty Images
جيمي کارټر ته د ولسمشرۍ پر مهال د بې روزګارۍ، انفلاسيون او د انرژۍ د بيو لوړېدو په څېر ستونزې راولاړې شوې اوله دې سره يې په خلکو محبویت په تدريجي ډول کم شو.
نوموړي هڅه وکړه چې خپل وګړي قانع کړي ترڅو د انرژۍ د بحران د حل لپاره سخت تدابير ومني خو په کانګرېس کې له کلک مخالفت سره مخ شو. د ټولنيز روغتيايي سيستم په جوړولو هم په پارلمان کې کامياب نشو. خو کارټر په منځني ختيځ کې د سولې راوستلو په ګډون په یو شمېر برخو کې برياليتوب درلود.
په ۱۹۷۸ کې د هغه مهال د مصر د ولسمشر انور سادات او د اسرائيلو د لومړي وزير مناخيم بګين تر منځ د کمپ ډېوېډ سولې تړون لاسليکول د هغه شخصي لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د ۱۹۷۹ کال په جون کې ويانا ته ولاړ او له شوروي اتحاد سره يې د وسلو د محدويت په اړه تړون لاسليک کړ. هلته يې په لومړي ځل د شوروي اتحاد د هغه وخت له مشر ليويند برژنېف سره وکتل خو په بهرنيو چارو کې د نوموړي برياوې لنډمهاله وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ايران کې د شاهي حکومت نسکورېدل، په تهران کې د امریکايي ډيپلوماتانو يرغمل کېدل او پر افغانستان د روسانو يرغل د کارټر پر وړاندې سختې ازموينې وې.
د ۱۹۸۰ کال په اپرېل کې د يوې هڅې په توګه د يرغمل شويو د خوشي کولو په موخه يې له ايران سره ډيپلوماتيکي اړيکې پرې کړې او پر دغه هېواد يې بنديزونه ولګول.
د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو لپاره د عملياتو ناکامي له سختو نيوکو سره مخ شوه او د هغه مهال د بهرنيو چارو د وزير سايروس وېسن د استعفا لامل وګرځېده. دې پېښو د بيا ځلې ولسمشر کېدو لپاره د کارټر د نوماندۍ هيلي ورېژولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
کارټر د ۱۹۸۰ کال په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د ملاتړ لپاره د سناتور اډوارډ کېنیډي له جدي ننګونې سره مخ شو او د ګوند د نوماند په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۴۱ سلنه رایې وګټلې. د رایو دا شمېره د خپل جمهوري غوښتونکي سیال رونالډ رېګن د ماتولو لپاره کافي نه وه، او ریګن پرته له شپږو ایالتونو ټول وګټل او د امریکا ولسمشر شو.
کارټر د خپلې ولسمشرۍ په وروستۍ ورځ په تهران کې د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د خبرو اترو د بريا اعلان وکړ، خو ایران د رېګن د لوړې تر مراسمو پورې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول وځنډول. د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د کارټر د هڅو د ستايلو له کبله، رېګن ترې وغوښتل چې د هغوی د هرکلي لپاره جرمني ته ورشي.
د سولې نوبل جايزه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشرۍ د دورې په پای کې کارټر يو له هغو امریکايي ولسمشرانو و چې د خلکو په منځ کې يې د ملاتړ کچه ټيټه وه. خو په وروستيو کلونو کې يې ډېر کار وکړ چې خپل اعتبار او شهرت بېرته ترلاسه کړي.
نوموړی د امریکا د حکومت په استازيتوب شمالي کوريا ته د سولې ماموريت لپاره تللی و چې د شمالي کوريا د اټومي پروګرام د بندولو په موخه د يوه تړون د لاسليکېدو لامل شو.
ښاغلي کارټر په ۱۹۹۴ کې له پوځي کودتا وروسته د هېټي د ټاکل شوي ولسمشر بېرته راوستلو کې هم رول درلود. دی په چين، بوسنيا او اېتوپيا کې په ډپيلوماټيکو فعاليتونو کې ښکېل و.
کارټر په ۲۰۰۲ کال کې، له تیوډور روزوېلټ او ووډرو وېلسن وروسته د امریکا درېیم ولسمشر شو چې د نوبل د سولې جایزه ګټي. دی یوازینی کس دی چې د ولسمشرۍ له دورې وروسته یې دغه جایزه ترلاسه کړې ده.






















