د اوکرایین استخباراتو یوه ښځه د زېلېنسکی وژلو لپاره د توطیې په تړاو نیولې

د خپرېدو وخت

د اوکرایین استخبارات وايي د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وژلو لپاره یې د روسیې د توطیې په تړاو یوه ښځه نیولې ده.

دوی ویلي دې ښځې په جون میاشت کې سیلاب ځپلي مایکولایف ته د ښاغلي زېلېنسکي د سفر په درشل هڅه کړې چې د لیدنو کتنو د پروګرام په اړه یې مالومات ترلاسه کړي.

اوکرایین معمولا هغه ځايي اوسېدونکي چې د روسیې ملاتړ کوي، مسکو ته د اطلاعاتو په ورکولو تورنوي.

د اوکرایین ولسمشر تایید کړې چې د استخباراتو مشر یې په دې قضیه کې د یوه کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوکرایین د امنیتي خدماتو ادارې 'اېس‌بي‌یو' یوه اعلامیه کې ویلي دغه ښځه یې روسانو ته د استخباراتي مالوماتو د ورکولو د هڅې پر مهال "لاس په لاس" نېولې ده.

دوی ادعا کړې چې ګوندې هغې د اوکرایین په سویل کې مایکولایف سیمې ته د ولسمشر زېلېنسکي تر تګ مخکې د دې هڅه کړې چې د هغه د سفر د پلانونو په اړه مالومات راټول کړي.

دوی د دې ښځې یو عکس هم خپور کړی چې د اوکرایین د دوو امنیتي مامورانو ترمنځ ولاړه ده خو د درې واوړو مخونه پټ شوي دي.

ښاغلی زېلېنسکي په جون کې د کاخوفکا اوبو بند د ماتېدو او جولای کې د روسي ځواکونو سختو راکټي بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو کتلو لپاره مایکولایف ته تللی و.

د اوکرایین استخبارات وايي دوی تر دغو سفرونو مخکې له دې دسیسې خبر او اضافي امنیتي تدابیر یې نیولي وو.

دوی ادعا کوي چې روسي ځواکونو پر مایکولایف د پراخ هوايي برید هوډ درلود او دې مشکوکې ښځې غوښتل چې هغوی ته د بریښنايي جګړې سیستمونو د ځای ځایګي او د تجهیزاتو د زېرمتونونو په اړه مالومات ورکړي چې د روسیې پوځ یې په نښه کړای شي.

اېس‌بي‌يو وايي دې ښځې د اوچاکیف په نوم د مایکولایف سیمې د یوه کوچني ښار د پوځي اډې په یوه دوکان کې کار کاوه.

ښاغلی زېلېنسکي په جولای کې همدغه ځای ته ورغلی و.

دا مالومه شوې چې د اوکرایین استخباراتو دا ښځه د دغه سفر په وخت کې نه ده نیولې، بلکې پر ولسمشر زېلېنسکي یې د احتمالي برید مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي دی.

اېس‌بي‌یو ویلي د دوی مامورانو تر دغه سفر وروسته د دې مشکوکې ښځې څارلو ته مخه کړه چې پر کړنو او د روسیې لخوا پر ورسپارل شویو کارونو یې ځان خبر کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دې ښځې وروسته له خپل موټره د اوکراییني ځواکونو عکسونه اخیستل او د هغوی د پوځي تاسیساتو ویډیوګانې یې کولې.

تمه دا ده چې دا ښځه به له اجازې پرته د وسلو او ځواکونو د تحرک او ځای پر ځای په اړه د مالوماتو په راټولولو تورنه شي او که ګرمه پېژندل کېږي نو ښايي تر ۱۲ کالو بند تېر کړي.

د اوکرایین استخباراتو وړاندې هم د یو شمېر مشکوکو روسي استخباراتي مامورانو د نیولو ادعا کړې چې د دوی په وینا روسي ځواکونو ته یې د هوايي بریدونو اهداف او ځایونه ورپه ګوته کول.