چین کې ځمکې ښویېدنې لږ تر لږه ۴۷ کسان تر خاورو لاندې کړي

د خپرېدو وخت

د چین حکومتي رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ یونن ولایت کې په ځايي وخت نن ګهیځ د ځمکې ښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۷ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

په ژاوتونګ ښار کې د تودوخې تر صفر ښکته درجه کې د ژغورنې هڅې روانې دي.

په ځايي رسنیو کې خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې مرستندویان د راولوېدلو ودانیو او کورونو په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شویو خلکو د ژغورنې چارې مخته وړي.

د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ د رپوټ له مخې، له پې‍ښې وروسته د خطر له سیمې له ۵۰۰ ډېر کسان ایستل شوي دي.

دا پېښه په ځايي وخت ګهیځ ۵:۵۱ بجې شوې ده او د چین دولتي تلوېزیون ویلي، تر خټو لاندې د ځینو کورني غړي ایسار پاتې دي.‌

سیمه ییزو چارواکو د ځمکې ښویېدنې د لامل موندلو کار پیل کړی دی.

په دې لیرې غرونو کې بنده سیمه کې د ځمکې ښویېدو نورې پېښې هم رامنځ ته شوې دي.

د ۲۰۱۳ کال جنورۍ کې هم د ژاوتونګ ولایت په ژنشیونګ کې د ځمکې ښویېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي وو.