هند کې موټر یوه ښځه یو میل پسې کش کړې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په هند کې وروسته تر هغه د خلکو غوسه راوپارېده، چې ډیلي ښار کې یوه ښځه موټر ووهله.‌

رپوټونه وايي ښځه د نوي کال لومړیو ساعتونو کې له خپل کاره کور ته پر بایسکل روانه وه چې ګاډي ووهله.

پولیس وايي، ګاډي چلوونکي سره څلور نور کسان سپاره وو او ښځه یې کابو یو میل پر ځان پسې کشوله.

د څار کامرو ځینې انځورونه خپاره شوي چې ښځه تر موټر لاندې پکې ښکاري.

په هند کې د موټرو مرګونې پېښې کېږي، چې هر کال زرګونه کسان پکې مري، خو دا ډول پېښې بیا د هېواد په لر و بر کې د خلکو غوسه او پام وراړوي او تر ډېره د رسنیو د سر خبر هم ګرځي.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د "ده انډین اېکسپرېس" ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ښځې جسد کابو یو ساعت پر لار کشول شوی او عیني شاهدانو له پولیسو سره د موټر درولو تر وخته لږ تر لږه پنځه ځله اړیکه نیولې ده.

دا پېښه د نوي ۲۰۲۳ کال پر لومړۍ ورځ داسې مهال شوې ده، چې پر سړکونو زرګونه پولیس ګومارل شوي وو.‌

په ګاډي کې پنځه واړه سپاره کسان نیول شوي دي.

د ښځې کورنۍ ویلي، دې پې‍ښې بوږنولي دي. د کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې سم‌لاسي څېړنې امر کړی.

د قرباني شوې ښځې مور بي بي سي سي ته ویلي "لور مې خوشاله وه او پر انسټاګرام یې د وېډیوګانو خپرول خوښېدل".

دا په یاده کورنۍ کې یوازېنۍ روزي ګټونکې وه، پلار یې څو کاله مخکې مړ شوی او مور یې د ناروغۍ له کبله خپله دنده پرېښې وه.

"سیاسي انګیزه"

هند

مور یې وايي اوس د خپلې لور د جنازې او مړي د سمبالولو لګښت تر عهدې هم نه شي وتلی.‌

د وژل شوې نجلۍ کورنۍ وايي، چې پر هغې جنسي تېری شوی، ځکه چې د موندل کېدو پر مهال یې پر تن جامې نه وې، ‌خو پولیس وايي، جنايي رپوټونو دا ادعا لا نه ده تایید کړې.

له یادې پېښې وروسته ډیلي کې پر ډیلي واکمن ګوند امي ادامي د حکومت ضد مظاهرې کړې دي او د ښار امنیت یې خراب بللی دی.

ددغه ګوند غړو د پولیسو مرکز مخې ته لاریون کړی او د پولیسو د مشر د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

د ګوند ویاند سوراپ بهاردواج رسنیو ته ویلي پنځه واړه تورن کسان د واکمن بهارتیا جناتا ګوند غړي دي.