د بریتانیا د لېنکن‌شایر ښار یوه پنډغالي ته د لسګونو افغانانو د لېږد پلان

افغان کډوال
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بریتانیا حکومت په څو راتلونکو اونیو کې د افغانانو بیا مېشتېدنې پروګرام په چوکاټ کې لېنکن‌شایر ښار ته د لسګونو افغانانو له لېږدولو مخکې د یوه ځايي کلي خلکو ته په دې تړاو مالومات ورکړي دي.

ټاکل شوې چې دغه افغانان لنډمهال لپاره د لېنکن‌شایر د بکېنګهم کلي په پنډغالي کې ځای پر ځای شي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، په بکېنګهم کمپ کې به شاوخوا ۲۰۰ افغانان چې کورنۍ هم پکې دي، ځای پر ځای شي.

چارشنبه (د نومبر شپږمه) د بکېنګهم کلي په تالار کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې چارواکي په کې ځايي اوسېدونکو ته په دې اړه نور معلومات او توضیحات ورکړي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، د افغانانو لومړۍ جوپه به د نومبر نیمایي کې دغه کمپ ته ورتګ پیل کړي.

دوی زیاتوي، دغه پنډغالی به د لنډمهاله مېشتېدو او نور ځایونو د لېږد ځای وي.

هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی، د دې لپاره بریتانیا ته لېږدول کېږي چې د طالبانو لخوا د احتمالي ځورونې له خطره خوندي شي.

په لېنکن‌شایر کې د بکېنګهم کلي یوه اوسېدونکي "پاول مک ګریګور" چې دغه پنډغالي ته نږدې ژوند کوي، چارواکو سره له غونډې مخکې ویلي، چې دی په خپل کلي کې د ځان د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.

ګریګور زیاتوي: "زما اندېښنه دا وه چې که چېرې کوم احتمالي حالت رامنځ ته شي، نو ایا موږ به یې سمولو لپاره د اړیکې کومه شمېره ولرو ؟"

دی زیاتوي چې له غونډې بېرته راضي ګرځېدلی دي.

مارک ایلس، چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له پوځ سره دنده ترسره کوله وویل، دی غونډې ته د دې لپاره تللی و، چې په جګړه کې د افغان ژباړونکو په تړاو خپلې تجربې شریکې کړي.

هغه وویل: "زه احساسوم چې موږ له دوی د مننې پور ورکوو."

ایلس زیاتوي، "ما هلته د ژباړونکي له مرستې پرته کار نه شو کولی او فکر کوم ډېر سرتېري به چې هلته یې دنده ترسره کوله، ورته خبر وکړي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په دوو وروستیو اونیو کې له ۱۵۰۰۰ ډېر کسان د افغانستان له پلازمینې کابل بریتانیا ته ولېږدول شول.

دوی کې پر هغو کسانو سربېره چې د بریتانیا له ځواکونو سره یې کار کړی و، یو شمېر بریتانوي وګړي هم شامل وو.

همد راز د ښځینه سیاستوالو، د ښځو د حقونو فعالانو او قاضیانو په ګډون تر ۶ زرو ډېر نور افغانان هم چې د طالبانو لخوا ورته د خطر پېښېدو اندېښنه وه، بریتانیا ته وایستل شول.