تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوداګر وايي، د غلام خان بندر بندښت زیانمن کړي، خو پاکستاني چارواکي وايي افغانستان ته يې صادرات ډېر شوي
افغان سوداګر او ځايي چارواکي وايي، په خوست کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوه مهمه لاره - غلامخان بندر - له دوو اونیو راهیسې تړلې او لسګونه بار وړونکې لارۍ منتظرې دي.
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي بي بي سي ته وویل، دا لاره پاکستان د افغانستان د اړخ له خبرولو پرته لس ورځې وړاندې په ناڅاپي ډول تړلې چې په مېلیونونو افغانیو یې په دواړو اړخونو کې سوداګرو ته زیان اړولی.
که څه هم پاکستاني چارواکو يې د تړل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، ښاغلی امیرزی وايي، پاکستاني چارواکو دا لاره په میرعلي کې له برید وروسته تړلې.
ښاغلي امیرزي غوښتنه وکړه چې د ترانزيتي او نړیوالو قوانینو له مخې باید دوی ته میاشت مخکې خبر ورکړل شوی وای.
لارۍ چلوونکو او سوداګرو ځايي رسنیو ته سر شکایتونه کړي، چې د سبزیو او تازه مېوو په ګډون له افغانستانه پر صادراتي توکو بار لسګونه لارۍ تر نامعلومې نېټې د تړلې دروازې شاته منتظرې دي او دوی يې درانه زیانونه ګالي.
ځايي کاروباریان هم د خپلو کاروبارونو له اغېزمنېدو سر ټکوي.
سوداګرو او لارۍ چلوونکو ځايي رسنیو ته ویلي، د پکتیا خرلاڅۍ بندر کې هم په تګ راتګ کې ستونزې دي او په شهر نو او نورو بندرونو کې هم د اسنادو غوښتلو په څېر ګڼې ستونزې دي.
دروازه پاکستاني لوري تړلې
د خوست د والي ویاند مستغفر ګوربز وايي، لاره پاکستاني اړخ افغانستان ته د کوم دلیل له وړاندې کولو پرته تړلې، خو زیاتوي چې "پاکستاني لوري یې علت په خپله خاوره کې ناامني ښودلې".
ښاغلي ګوربز بي بي سي ته وویل، "شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې غلام خان لاره پاکستاني لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې او معلومه نه ده چې تر کله به تړلې وي".
ښاغلي ګوربز زیاته کړې "بار بار د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې تجارت له سیاست څخه لیرې وساتي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه کړي".
پاکستاني چارواکو که څه هم تازه څه نه دي ویلي خو د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې له یوه برید وروسته یې دغه لاره وتړله.
په هغه ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځ پر کاروان ورغلی و اولږ تر لږه ۱۳ پوځیان یې وژلي وو.
نورو بندرونو کې څنګه وضعیت دی؟
په افغانستان کې د تازه مېوې سوداګر وایي پاکستان ته يې صادرات نه یوازې په ناڅاپي ډول د لارو بندېدل اغېزمنوي بلکه په ګمرکي پالیسیو کې بدلونونو او د تعرفو څو برابره لوړېدو سخت اغېزمن کړي.
په کندهار کې د تازه مېوې سوداګر حاجي عبدالله خان بي بي سي ته وویل، سږ کال د انار او انګورو حاصلات ښه دي او دوی ورته هیلهمن دي خو پر دولت غږ کوي چې د مالیاتو په برخه کې د سوداګرو ستونزې حل کړي.
په کندهار کې د تازه مېوې بل سوداګر وايي، یوازې یوه جالۍ انګور چې په باغ کې یوه کروندګر ته په ۱۵۰۰ کلدارې پراته وي تر پاکستانه دوه زره کلدارې لګښت پرې راځي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د پاکستان له حکومت سره یو ځای دغو ستونزو ته حل ولټوي او په تېره بیا د انګورو او انارو په ګډون د افغانستان په تازه مېوو ''د پاکستان لوړې ناعادلانه مالیې'' راټيټې کړي.
خو دا په داسې حال کې دي چې پاکستان سږ کال له مې میاشتې راهیسې افغانستان او له دې لارې منځنۍ آسیا ته د ام په ګډون د تازه مېوو صادرات روان دي او چارواکو ویلي چې له دې لارې به په سږني فصل کې لسګونه زره ټنه پاکستاني ام صادر کړي.
پاکستان واګه لاره هم لا تړلې
د افغانستان د تازه مېوې په ګډون هند ته د صادروونکو سوداګرو اندېښنې د پاکستاني حکومت له خوا د واګه بندر له تړلي پاتې کېدو سره هم ډېرې شوې.
واګه بندر د پاکستان او هند تر منځ شاوخوا درې میاشتې وړاندې له سیاسي شخړې وروسته تړل شوی او لا هم تړلی پاتې.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو چې دوی هڅې کوي چې واګه بندر افغان سوداګرو ته بېرته پرانیستل شي.
د هند او پاکستان بازارونه د افغانستان د مېوو لپاره مهم ګڼل کېږي خو سوداګر نیوکه کوي چې د افغانستان د مېوو په فصلونو کې دغه لاره د افغان سوداګرو پر مخ تړل کېږي.
اټاري-واګه بندر د هند او پاکستان تر پوځي شخړې وروسته، د مې میاشتې پر نهمه د شاوخوا ۱۶۲ افغان بار وړونکو موټرو پر مخ موقت پرانیستل شوی و خو بېرته تړل شوی.
له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو ډېرېدل
په داسې حال کې چې افغان سوداګر سرټکوي چې پاکستاني چارواکي يې د صادراتو په لاره کې خنډ اچوي او غلام خان بندر يې هم په یو اړخیز ډول تړلی، خو پاکستان وايي، افغانستان ته يې صادرات ډېر شوي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په تېر ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ۲۵ سلنه ښه شوې او تر شاوخوا ۲ مېلیارده ډالرو رسېدلې.
پاکستانۍ نېشن ورځپاڼې د چارواکو له قوله ليکلي چې د تېر کال ۱.۶۰۳ مېلیاردو ډالرو په ارزښت له دوه اړخیزې سوداګرۍ سږ کال دا کچه څه کم دوه مېلیاردو ډالرو ته رسېدلې چې ډېره برخه يې افغانستان ته د پاکستان صادرات دي.
پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان ته يې په تېر یوه کال کې نږې ۱.۴ مېلیارده ډالره صادرات کړي چې ۳۱ سلنه لوړوالی ښئي او د افغانستان صادرات هغه هېواد ته ۱۳ سلنه ډېر شوي.
پاکستانۍ نېشن ورځپاڼې د منابعو له قوله ليکلي چې د دغې سوداګرۍ ښه کېدو ډېره برخه افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ډېرېدل دي چې یوازې په تېره جون میاشت کې له پاکستانه افغانستان ته صادرات د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې پرتله ۹۰ سلنه ډېروالی ښيي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري نږدې یوه مېلیارد ډالرو ته رسېدلې چې افغانستان ته د پاکستان صادرات یې ډېره برخه جوړوي چې له ۷۱۲ مېلیونو ډالرو اوښتې او پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۷۷ مېلیون ډالره دي.