د جګړې له پیله د حماس پر ضد تر ټولو لوی لاریون کې د سلګونو کسانو ګډون

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، محمد دیاب، چې د بیت لاهیا اوسېدونکی دی، په دې لاریون کې ګډون وکړ. د جګړې پر مهال یې کور ویجاړ شوی او ورور یې د اسرائیلي هوایي برید په پایله کې وژل شوی و.
    • Author, رشدي ابوالعوف او الکس بویډ
    • دنده, بي‌بي‌‌سي نیوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په غزه کې د فلسطین فتح غورځنګ ویاند منذر الحایک له حماس غوښتي چې "د خلکو غږ واوري" او له واکه ګوښه شي، چې په دې سره به غزه کې ملي اداره او د ازادۍ سازمان خپل مسؤولیتونه ترسره کړای شي.

الحایک ټینګار وکړ چې "د حماس شتون د فلسطین د قضیې لپاره خطرناک شوی" او دا ډله باید خپلې تګلارې بیا وارزوي او د ټولو هغو خلکو غږونه واوري چې په غزه کې د خپل ویجاړ شوي ولس د ژغورلو لپاره راوتلي دي.

سلګونه کسانو په غزه کې له اسرائیل سره د جګړې له پیل راهیسې د حماس پر ضد تر ټولو ستر لاریون وکړ او د دې ډلې د بې‌واکه کېدو غوښتنه یې وکړه.‌

د حماس پوزپټو جنګیالیو چې ځینو یې ټوپکونه او ځینو یې ډنډې لرلې، هڅه وکړه چې مظاهره‌چیان په زور تیت او پرک کړي او پر ځینو یې بریدونه وکړل.

هغه ویډیوګانې چې د حماس ډېری ګوتنیوونکو فعالانو خپرې کړې او پر خواله رسنیو یې پراخ غبرګونونه راپارولي، ښيي چې ځوانان د غزې په شمال د بیت لاهیا په کوڅو کې لاریون کوي او د "ووځه، ووځه، حماسه ووځه" نارې وهي.

د حماس پلویانو د دې ډلې دفاع وکړه او دا لاریون یې کم‌اهمیته وګاڼه. هغوی مظاهره‌چیان په خیانت تورن کړل. خو حماس لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

وسله‌ والو پر اسرائیل توغندي وتوغول. دا برید ددې لامل شو چې اسرائیل د بیت لاهیا له لویو برخو خلک وباسي، چې دې کار د سیمې د خلکو پراخ غبرګون را وپاروه.

اسرائیلو له نژدې دوه میاشتې اوربند وروسته په غزه کې پوځي عملیات بیا پیل کړل. تل ابیب حماس د اوربند غځولو په موخه د امریکا د نوي وړاندیز په ردولو تورن کړ. په مقابل کې، حماس پر اسرائیل تور پورې کړ چې په جنورۍ کې له لومړۍ هوکړې یې سرغړونه کړې ده.

د اسرائیل د عملیاتو له پیل راهیسې، په تېره یوه اونۍ کې سلګونه فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بې‌ کوره شوي دي.

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سې شنبې ورځې مظاهره د حماس پر ضد تر ټولو ستره مظاهره وه چې د اکتوبر په ۷مه په اسرائیلو د حماس له برید وروسته د جګړې له پیل راهیسې وشوه.

محمد دیاب، چې د بیت لاهیا اوسېدونکی دی، په دې مظاهره کې ګډون وکړ. د جګړې پر مهال یې کور ویجاړ شوی او ورور یې د اسرائیلي هوایي برید په پایله کې وژل شوی و.

هغه وویل: "موږ نه غواړو د بل چا لپاره ووژل شو، د کومې ډلې د اجنډا یا د بهرنیو هېوادونو د ګټو قرباني شو."

"حماس باید له واکه ګوښه شي او د غمجنو خلکو غږ واوري، هغه غږ چې له کنډوالو پورته کېږي او دا تر ټولو ریښتینی غږ دی."

په بیت لاهیا کې ویډیويي صحنې هم مظاهره‌چیان ښيي چې نارې وهي: "د حماس پر حکومت مرګ، د اخوان‌المسلمین پر حکومت مرګ."

حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزه یوازېنی واکمن ځواک دی. دا ډله یو کال وړاندې د فلسطیني انتخاباتو ګټونکې وه، خو وروسته یې سیالان په تاوتریخوالي له واکه لرې کړل.

په غزه کې هم پر واټونو او هم پر خواله رسنیو د حماس پر ضد ښکاره نیوکې د جګړې له پیله زیاتې شوې دي. خو لا هم داسې کسان شته چې دې ډلې ته سخت ژمن دي او دا ارزول اسانه نه دي چې د دې ډلې ملاتړ څومره بدل شوی دی.

د حماس پر ضد مخالفت له جګړې ډېر مخکې هم موجود و، خو ډېری خلکو یې د غچ اخیستو له وېرې په پټه مخالفت کاوه.

د غزې تړانګې له شمال بیت لاهیا فلسطینیان سوېل ته کوچول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غزې تړانګې له شمال بیت لاهیا فلسطینیان سوېل ته کوچول شوي

محمد النجار، چې د غزې اوسېدونکی دی، پر فېسبوک لیکلي: "بښنه غواړم، خو حماس دقیقاً څه شرط ږدي؟ زموږ په وینو، پر هغو وینو چې د نړۍ لپاره یوازې یو شمېر دی."

"موږ حتی د حماس لپاره هم یوازې شمېرې یو. له واکه لېرې شئ او موږ ته فرصت راکړئ چې خپلو زخمونو ته پام وکړو."

جګړه د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیل د حماس په برید پیل شوه، چې په ترڅ کې یې نژدې ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

تر دې برید وروسته، اسرائیلو عملیات پیل کړل چې هدف یې د حماس له منځه وړل وو. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه له ۵۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې له ۲،۱ میلیون وګړو ډېری یې بې‌کوره شوي دي.

اټکل کېږي چې د غزې ۷۰ سلنه ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي. د دې سیمې د عامې روغتیا، د اوبو او فاضلاب سیستمونه له منځه تللي او خلک د خوراکي او سونتوکو، درملو او د سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي.