النبي پل: اسرائيل لوېدیځې غاړې ته غځېدلې دا مهمه لار څنګه کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له تاوتریخوالي او ناامنۍ سره سره النبي پل یا دروازه د خلکو د تګ راتګ او د توکو د وړلو راوړلو لپاره که یو خوا ډېره مهمه لار ده نو بلخوا د ګاونډي اردن او د اسرائيلو له لوري د نیول شوې لوېدیځې غاړې تر منځ یو خورا سمبولیک مسیر هم دی.
دا د فلسطینیانو لپاره له لوېدیځې غاړې اردن ته د ځمکې له لارې د سفر کولو یوازېنۍ او همداراز د توکو د لېږد رالېږد بنسټيزه لار ده.
اسرائیلي چارواکو د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وروسته له هغه په لنډمهاله توګه دا پوله وتړله چې غزې ته د بشري مرستو د لېږدونکي لارۍ یوه چلوونکي پولې ته څېرمه یو اسرائیلی عسکر او یو افسر په ډزو ووژل. که څه هم تر هغې پېښې وروسته دا لاره بیا پرانیستل شوه خو اسرائيل د سپتمبر په ۲۴مه په بشپړ ډول وتړله.
دوه ورځې وروسته یې بیا د خلکو پر مخ پرانیستله خو د توکو لېږد رالېږد لپاره لا هم تړلې پاتې شوه.
فلسطینی ادم بدوان چې د خلکو پرمخ د دې دروازې له خلاصېدو خبر شو نو د ارام ساه یې واخیسته ځکه چې اردن ته د لور واده ته د تلو په تمه پولې ته څېرمه په تمه و.
هغه وايي، "نن ماښام اووه بجې مې په [اردن] کې د لور واده دی. له دوشنبې راهیسې هڅه کوو چې هاخوا واوړو خو نه پرېښودل کېدو. غواړم نن یې واده ته ځان ورسوم.

د عکس سرچینه، Reuters
د لنډ وخت لپاره د دې لارې تړل کېدو تر دوه ملیونه ډېر فلسطینیان له بهرنۍ نړۍ جلا کړل. که دا دروازه همداسې تړلې پاتې وای نو له دې سیمې وتلي زرګونه خلک به بهر بند پاتې وای او خپلو کورونو ته د بېرته ورستنېدو لار به یې نه لرلای.

النبي پل یا پر پوله د اوښتو راوښتو دروازه څه ډول لار ده؟
فلسطینیان د النبي پله لار د الکرامه لارې په نوم پېژني.اردنیان یې د پاچا حسین پل بولي.
درې برخې لري؛ یوه د فلسطیني چارواکو له لوري کنټرولېږي، بله د اسرائيل له خوا او درېیمه هم د اردنیانو له لوري.

نږدې نیمايي برخه یې د اردن پلازمینې عمان او د بیت المقدس ترمنځ پرته ده.
النبي پل د لوېدیځې غاړې او اردن ترمنځ د تګ راتګ یوازېنۍ رسمي لار ده.
دا لوېدیځې غاړې ته د ننوتلو یوازېنۍ داسې نقطه هم ده چې د اسرائيلو خاورې نه نه تېرېږي.
د دې پل نوم د بریتانوي جنرال ايډمنډ النبي له نومه اخیستل شوی؛ هغه کس چې په ۱۹۱۷ کې یې پر فلسطین د کنټرول ترلاسه کولو لپاره عثماني امپراتورۍ ته ماته ورکړه.
دا دروازه یا پل په ورپسې کال جوړ کړل شو.

د عکس سرچینه، Topical Press Agency / Getty Images
ولې د النبي پل لار تړل شوې وه؟
چارواکو په دې وروستیو کې هله دا دروازه وتړله چې دوه اسرائیلي سرتېري هلته د یوې لارۍ چلوونکي لخوا ووژل شول. د رپوټونو له مخې، هغه کس اردنی و او غزې ته یې بشري مرستې لېږدولې.
دغه لار تر بندښت څو ورځې وروسته د لنډ وخت لپاره بیا پرانیستل شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي چارواکو د دې اوونۍ په پیل کې د دې لارې د تړلو د لاملونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
خو د فلسطیني چارواکو یوې سرچینې بيبيسي ته وویل چې هغه شک لري چې اسرائيل دا کار د بریتانیا، فرانسې او نورو لوېدیځو هیوادونو له لوري په رسمیت د فلسطین دولت تر پیژندلو وروسته فلسطینیانو ته د "سزا" ورکولو لپار وکړ.

په لوېدیځه غاړه کې مېشت فلسطینیان څنګه بهر سفر کوي؟
د لوېدیځې غاړې ډېری فلسطینیان د اسرائيل له هوايي ډګرونو او یا د اسرائيل د نورو پولو له لارې د سفر اجازه نه لري.
دوی مجبور دي چې اردن ته د تلو او له هغه ځایه د بهرنیو سفرونو لپاره له همدې النبي پله تېر شي.
د فلسطین د سرحدونو عمومي ادارې په وینا، تیره اوونۍ له ۳۸۰۰۰ ډېر خلک پر دې پوله اوښتي او په ۲۰۲۳ کال کې تر درو میلیونو زیاتو کسانو له دې لارې سفر کړی و.

دا پوله د خوراکي توکو او د جامو په څېر د ځينو شیانو د واردولو او صادرولو لپاره کارول کېږي.
هره ورځ لسګونه لارۍ له اردن تېرېږي چې لوېدیځې غاړې او د اسرائيل بازارونو ته توکي ورسوي او غزې ته کومکونه ولېږدوي.
اسرائيل په ۱۹۶۷ کې له هغې شپږ ورځنۍ جګړې راهیسې چې څو عربي دولتونه یې مات کړل، د دغه پله خپله غاړه کنټرولوي.
اسرائيل همداراز په تېر کې د خپلو ځينو مذهبي ورځو پر مهال هم د امنیتي لاملونو له کبله دا لار تړلې ده.
اردن په درو رسمي سرحدي سیمو کې له اسرائيل سره نښلېدلی:
- د اردن په شمال کې د شیخ حسین - اردن سیند لاره چې د سېلانیانو لپاره ځانګړې شوې ده.
- په جنوب کې د وادي عربه لار چې په سره سمندر کې العقبه او ایلات سره نښلوي او په عمومي ډول دا لار اسرائيل ډېره کاروي.
- د پاچا حسین - النبي پل لار؛ هغه یوازېنۍ لاره چې فلسطینیان یې کارولی شي.
د دې پولې تړل کېدو د لوېدیځې غاړې فلسطینیانو باندې څه اغېز کړی؟

د جیریکو ښار او د لوېدیځې غاړې د اردن درې والي حسین حمایل د دې لارې د تړلو پرېکړې له کبله پر اسرائيل سختې نیوکې کوي.
هغه بيبيسي ته وویل، "موږ نن د دې شاهدان یو چې د اسرائيل حکومت د خپلو تازه اقداماتو په ترڅ کې په لوېدیځې غاړې کې د بېثباتۍ رامنځته کول غواړي."
هغه مهال چې پوله په بشپړه توګه تړل شوې وه، ښاغلي حمایل ویلي وو چې، "د فلسطین خلک په عملي توګه په یوه لوی زندان کې ژوند کوي ځکه چې د فلسطین دولت یوازې یوه د تګ راتګ لار لري چې تړلې ده – داسې یو دولت چې نړیولې ټولنې په رسمیت پېژندلی دی."
د سپتمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ځينو هېوادونو اعلان وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. خو امریکا چې په سیمه کې د پام وړ نفوذ لري، دا کار ونه کړ.

د دې لارې یا پولې بندښت هغه عادي فلسطینیان هم اغېزمن کړي دي چې بهر ته پلان شوي سفرونه یې وځنډېدل او ځينې نور بهر تللي بیا بهر بند پاتې شول او خپلو کورونو ته نه شوای ستنېدلی.
فلسطينالاصله فرانسوی اکاډمیک ځوان امیر عزایزه دوه ځلې هڅه کړې چې له لوېدیځې غاړې ووځي، اردن ته سفر وکړي او له هغه ځایه فرانسې ته الوتنې ته ځان ورسوي.
دی وايي، "که مالي اړخ ته یې ګورو نو دا یو ناورین دی. دا د دوو الوتنو د ټېکټ خبره ده. ما په یوازې یوه اوونۍ کې درې ځلې ټېکټ اخیستی. هېڅوک به په نړۍ کې پيدا نه کړې چې په یکي یوه اوونۍ کې درې ځلې د الوتکې ټېکټ وکړي...
"دویم، که انساني اړخ وسنجوو نو دا ډېر ستونزمن حالت دی. د یکشنبې او جمعې په ورځو کې زرګونه فلسطینیان دغه پله ته څېرمه راټول شوي وو. کله چې هغه صحنې سړی ویني نو بیا خپلې ستونزې وړې ورته وبرېښي."






















