تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې درېنیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېدونکي دي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیواېفپي' ویلي، په دې هېواد کې درېنیم میلیونه ماشومان په روان کال کې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په وینا یې لامل یې د خوړو له اړخه له افغان ماشومانو سره د نړیوالو مرستو او تمویل کمېدل دي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیاله مشرې ویلي، دوی اوسمهال په افغانستان کې د ماشومانو له شدیدې خوارځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.
موټینټا چیموکا پر ټوېټر یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "موږ اوسمهال په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ یو چې دا په هېواد کې د خوړو د کمښت تاریخ کې لوی کړکېچ دی. سږ کال به درېنیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي".
ډبلیواېفپي وايي، په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ له کبله په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي او هغو میندو چې د راتلونکي نسل خپلو ماشومانو ته یې باید پۍ ورکړې وای، خپله هم په خوارځواکۍ اخته دي.
د خوړو دغه نړیواله اداره وايي، دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې دا د وخت پر وړاندې سیالي ده چې موږ یې د درولو توان لرلی شو.
"له کافي بسپنې سره، موږ دا توان لرو چې د ماشومانو او د هغوی د مېندو خوارځواکي راکمه کړو. دا کار یوازې یوه ورځ کې نه کېږي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره اوږدمهال ته اړتیا لري".
د خوړو نړیوال سازمان په وینا، دوی تېر کال له څه باندې نهه میلیون افغانانو سره د ژوند ژغورلو برخه کې مرسته کړې ده.
دغې ادارې د تېرې مارچ میاشتې وروستیو کې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې له درې میلیون ډېر تنکي ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېدونکي دي.
د خوړو په برخه کې دغه اداره وايي، د افغانستان د نفوس نژدې درېیمه برخه (تر ۱۵ میلیونه وګړي) د ژوندي پاتېدو لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. په هرو څلورو کورنیو کې درې یې باید د بنسټیزو خوړو د اخیستلو لپاره پیسې پور کړي.
د افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام د تغذیې مشرې مونا شیخ ویلي: "خلک په خورا سخت وضعیت کې دي."
"موږ زښتې ډېرې ښځې او ماشومان وینو چې کلینیکونو ته راځي. په دوی کې ګڼې یې ځوانې مېندې دي."
د ډبلیواېفپي خوراکي مرسته تر ډېره هغو ښځو لپاره وروستۍ مرستې دي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د بنسټیزو مغذي او اړینو خوړو پېرلو پخ برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
خو له محدودیتونو سربېره، دا د افغانستان په ټولنه کې ښځې لا نورې ګواښي او اړې کېږي چې خپلو ماشومانو ته د تغذیې لپاره ناممکنې پرېکړې وکړي.
مغذي هغو خوراکي توکو ته ویل کېږي چې د بدن لپاره ضروري مواد لري او د انرژۍ، ودې او صحي فعالیتونو لپاره مهم دي، لکه ویټامینونه، منرالونه، پروټینونه، غوړي او کاربوهایډریټونه.
اغلې شیخ زیاتوي: "هر کال، زموږ له اټکل ډېرې ښځې وینو چې روغتونونو ته راځي. که مېندې د تغذیې کمی ولري، ماشومان یې هم زیانمنېږي."
"تېر کال، ډبلیواېفپي د افغانستان په ټولو فعالیتونو کې نژدې ۱۰ میلیونه ښځو او ماشومانو ته رسیدګي کړې، چې په دې کې د یو میلیون مېندو او یو عشاریه څلور میلیون ماشومانو، چې ۸۲۹,۰۰۰ یې نجونې وې، د مغذي رژیم درملنه شاملېده خو لا زیاتې هڅې ته اړتیا ده. د ښځو په مشرۍ کورنۍ دوه ثلثه نه شي کولی اړین خواړه برابر کړي، چې دا د نارینه مشرتابه کورنیو پرتله ۲۰ سلنه زیات دی".
نوموړې زیاتوي، په روان ۲۰۲۵ کال کې، تمه کېږي چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ځوان ماشومان د تغذیې کمی ولري.
دا خورا لویه ستونزه ده. موږ په تېرو څلورو کلونو کې داسې څه نه دي لیدلي.
سربېره پر دې، ۱،۲ میلیونه مېندوارې او پۍ ورکوونکې مېرمنې د تغذیې کمی لري او بېړني درملنې او تغذیې ملاتړ ته اړتیا لري.
مونا شیخ زیاتوي: "کله چې ماشوم یا ښځه د تغذیې کمی ولري، موږ باید مرسته ورسره وکړو، که نه نو دا وضعیت د تغذیې پر شدید کمښت بدلېږي چې ژوند ته ګواښ پېښوي. د منځنۍ درجې د تغذیې کمي لرونکو ماشومانو لپاره د مرګ خطر خورا لوړ دی - د هغو ماشومانو پرتله چې د تغذیې کمی نه لري درې برابره لوړ دی.
په افغانستان کې ښځې او ماشومان په ځانګړې توګه د د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخېږي خو د مالي مرستو کمښت په دې مانا کېدی شي چې ډبلیواېفپي یوازې له دوو کلونو د ټیټ عمره ماشومانو لاسنیوی کولی شي، چې په وینا یې تی ورکوونکې مېندې د تغذیې د کمښت مخنیوي لپاره یوازې نیمه اندازه خواړه ترلاسه کولی شي.
افغانستان غوندې هېواد کې د روغتیايي رضاکارانو رول مهم دی.
دا یو غرنی هېواد دی، که څه هم روغتیايي بنسټونه او مرکزونه شته، خو د ترانسپورتي اسانتیاوو د کمښت له کبله ښځو او ماشومانو ته ګرانه ده چې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت ورسېږي.
ډبلیواېفپي وايي، دوی اوس په دې کړکېچن حالت کې یوازې د شپږو میلینو خلکو لپاره بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کولی شي