امريکا کې يو چينایی وګړی د جاسوسۍ په تورن نيول شوی

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د امريکا څارنوالانو يو چينایی وکړی چين ته په جاسوسۍ تورن کړی دی. د امريکا د عدليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه کس چې يوانجون تانګ نومېږي د چارشنبې په ورځ په نيويارک ښار کې نيول شوی دی.
ښاغلی تانګ چې له اره چينایی دی امریکایی تابعيت هم لري. نوموړی د امریکا استخباراتيادراې (اېف بي ای) ته د ناسمو معلوماتو په ورکولو هم تورن دی.
د امریکا د عدليې وزارت په اعلاميه کې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوې دا هم راغلي چې "دغه کس له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ کال پورې د چين د یوه مامور په توګه د دغه هېواد د امنيت وزارت لپاره فعالیت کاوه."
ښاغلی تانګ تورن شوی چې د "برېښناليک، مخفي چټونو او نورو لارو یې د چين ملکي استخباراتو ادارې له خوا لارښونې ترلاسه کولې."
د امريکا د عدليې وزارت دا هم ويلي چې دغه کس "لږ تر لږه دری ځله د چين ملکي استخباراتو د ادارې له غړو سره د مخامخ ليدنې لپاره سفر کړی دی."
سي بي اېس خبري شبکې د امریکايي څارنوالانو له خولې ويلي چې ښاغلي تانګ له دې کبله د چینايي استخباراتيادارو لپاره د کار کولو لپاره هوکړه کړې چې له خپلې کورنۍ سره په چين کې وګوري.
د محکمې د اسنادو له مخې نوموړي د چين د حکومت مخالفت له کبله زندانيشوی و.
سي بي اېس راپور ورکړی چې ده په ۱۹۸۹ کال کې د چين کمونست ګوند پر ضد لاريونونو کې هم ګډون کړی و.
د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې نوموړی په ۲۰۰۲ کال کې له چينه تايوان ته تښتېدلی او وروسته یې په امريکا کې سياسي پناه اخيستې وه.





















