روسیې روانه میاشت نهم ځل د اوکرایین پر پلازمېنه توغندیز برید کړی

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې روانه میاشت د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف نهم ځل هوايي بریدونه کړي. د کیېف ښاروال ویټالي کلیتڅکو د برید پای ته رسېدو له اعلانه مخکې وویل، د ښار په یوه څنډه کې د پاتې شونو راغورځېدو له کبله اور لګېدلی.
د اوکرایین په مرکزي سیمو وینیتڅا، خمیتلیتڅکي او ژیتومیر سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د کیېف پوځي اداره وايي، د دوی لومړي معلومات ښيي چې د ښار لور ته ویشتل شوي ټول توغندي هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.
پر ټیلیګرام خواله رسنۍ یوه پیغام کې ښاروال کلیتڅکو لیکلي اور د دارنیتڅا سیمې په یوه ګاراج کې لګېدلی، خو په وینا یې هېڅوک ټپي شوي نه دي.
د کیېف ملکي پوځي ادارې مشر وايي، د روسیې لخوا پر کسپین سمندر سخته بمباري شوې.
سیرهی پوپکو وايي، ښايي په دې بریدونو کې کروز توغندي هم کارول شوي وي او په وینا یې روسیې له هوايي بریدونو وروسته د کیېف هوا کې کشفي ډرون الوتکې هم ځای پر ځای کړې دي.
د رپوټونو له مخې د چهارشنبې پر ورځ خیرسون ښار ته نژدې اته کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۷ نور کسان ټپیان شول، چې دواړو لوریو پر یوه بل تور پورې کړ، چې پر ملکي سیمه یې ګوزارونه کړي دي.
بل لور لوېدیځ چارواکي وايي، اوکراییني ځواکونه پر روسي پوځیانو د ځواب لپاره ''پرلپسې چمتوالی زیاتوي'' چې له ډېره وخته یې انتظار کېده.
د دوی په وینا دې لړ کې اوکراییني ځواکونه ټانکونه، پوځي وسایط او پوځي انجینران ځای پر ځای کوي، ماینونه پاکوي، پر سیندونو پلونه چمتو کوي او دغه راز د لېرې واټن بریدونه کوي.
دوی وايي، روسي ځواکونه په ظاهره د بې ثباتۍ په حال کې ښکاري، خو په وینا یې په اوکرایین کې د روسیې دفاعي کرښې ''اصلاً خورا خطرناکې'' دي او د ګڼ شمېر ماینونو له لارې یې ساتنه کېږي.
له دې کبله دوی په دې اند دي چې د اوکرایین ځوابي برید به نه یوازې د ځمکې بېرته ترلاسه کولو پر بنسټ تلل کېږي، بلکې دې ته به هم پام کېږي، چې ایا اوکرایینیان توانېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په خپله ستراتيژۍ کې بدلون ته اړباسي او که نه.





















