تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د کورنیو رسنو لپاره ټولې پخوان مالیاتي جریمې بښلې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د کورنیو رسنیو لپاره یې ټولې پخوانۍ مالیاتي جریمې بښلې او دوی ته یې خبر ورکړ چې تر راتلونکو دریو کلونو دې خپلې پخوانۍ باقیداري تحویل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، پر رسنیو د څار کمیسیون مشر مولوي عبدالحق حماد بي بي سي سره خبرو کې وویل چې رسنۍ کولی شي خپل باقیات په څو قسطونو کې تحویل کړي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په داسې حال کې د رسنیو د ټولو جریمو او مالیاتي جریمو د بخښلو خبر ورکوي چې په افغانستان کې ډېری رسنۍ د خپل عاید له کمېدو سر ټکوي.
په افغانستان کې دننه هغه رسنۍ چې لا پرانیستې دي وايي له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي موسسو او خصوصي پانګوالو او سوداګرو چې پخوا به یې پر دوی خپل سوداګریز اعلانات خپرول نور یې په هغه کچه نه خپروي. نور د دوی عاید کې د پام وړ کموالی راغلی.
تر دې وړاندې د رسنیو ځینو ملاتړو بنسټونو غوښتي ول چې اقتصادي ستونزو ته په کتو باید د کورنیو رسنیو یو کلن باقیات دې وبخښل شي او د فعالیت اجازه لرونکو رسنیو ته دې وخت ورکړل شي چې خپل قانوني اسناد تمدید کړي.
د دوی په وینا اوسمهال د رسنیو ګټه وټه د دوی لګښت ته نه بس کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، پر رسنیو د څار کمیسیون مشر مولوي عبدالحق حماد وايي دې ټولو وړاندیزونو ته په کتو او د ستونزو له په پام کې نیولو سره دوی داسې پرېکړه وکړه چې کورنیو رسنیو ته فعالیت آسانه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي د دغو پیسو ټولټال له دوی سره نشته چې څومره کېږي، دا د مالیې وزارت ته معلوم دی.
د افغانستان خبریالانو مرکز وايي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته سره له دې چې سلګونه خبریالان له هېواده ووتل خو تر ۴۰ سلنې ډېرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو او لګېدلو محدودیتونو له امله تړلې شوي.
د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه وايي تر طالبانو وړاندې ۵۷۹ رسنۍ فعالې وې چې اوس یې شمېر ۱۹۲ ته راټیټ شوی دی.
دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې د هغو رسنیو دوسیې یې محکمې ته استولي چې د جوازونو قانوني موده یې پوره شوې وه او په اړه یې شکایتونه شوي دي.
دوی وايي، په دوی کې تر ډېره هغه رسنۍ شاملې دي چې مسؤلین یې له هېواده بهر اوسېږي او خپل جوازونه نه غځوي.
د رسنیو ځینې ملاتړې ادارې وايي مالي فشار د وینا پر آزادۍ اغېز کولی شي. په تېرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې کافي ډېرې رسنۍ فعالې وې، ګڼ شمېرو یې له بهرنیو سرچینو فنډ ترلاسه کاوه.
هغو رسنیوته چې له خپل عایده چلېدل ځان بې پرې او خپلواک ساتل هم اسانه و، خو د هغو ګڼو رسنیو بې پرې والی تل تر پوښتنې لاندې راته چې له بهرنیو هېوادونو او یا همه نامعلومو سرچینو تمویلېدلې.