افغانستان کې وروستیو سختو واورو له امله د مړو شمېر ۳۹ تنو ته رسېدلی

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan2
د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق بي بي سي ته وویل، په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله ۳۹ کسان مړه شوي دي.
په افغانستان کې د سختو واورو ورېدو د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړي او د خټو د کورونو د نړېدو او د زرګونو څارویو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
ښاغلي سایق وویل په ټول هېواد کې ۳۹ تنه مړه شوي، ۳۰ تنه ټپیان شوي، ۶۳۷ د استوګنې کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۴ زره څاروي هم له منځه تللي دي.
د سالنګ تونل د څلورمې ورځې لپاره هم بند پاتې دی
د سالنګ لویه لار چې کابل او جنوبي ولایتونه د افغانستان له شمال ختیځ سره نښلوي، د سختې واورې ورېدو له امله د څلورمې ورځې لپاره هم تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د واورې د ورښت، تېز باد او محدود لید له امله دا لاره لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او د لارې د خلاصون لپاره د واورو د ایستلو کار روان دی.
نوموړي په اېکس (پخوا ټوېټر) کې ليکلي، چې د یکشنبې په ورځ لږ واوره ورېده او د سالنګونو په بېلابېلو سیمو کې د واورې ضخامت له ۱٬۵ مترو څخه تر ۳ مترو پورې رسېږي.

د عکس سرچینه، RTA
د نوموړي د خبرو پر اساس، تر اوسه په دې لویه لاره ۲۵ ځله واوره ښویېدنې رامنځ ته شوې ده.
دی سپارښتنه کوي چې د دې لويې لارې تر پرانيستلو پورې دې خلک د سالنګ دواړو غاړو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
په بامیان، دایکندي، غزني، نورستان او وردګو کې هم د بندو لارو د واورو د ایستلو او پاکولو کار روان دی.
باختر خبري اژانس د پنجشېر ولايت د سيمهييزو چارواکو له خولې ویلي چې په دغه ولايت کې د زياتو واورو او سړې هوا له امله د استوګنې لس کورونه ويجاړ شوي او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي .
له دې مخکې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ریاست د هېواد په ولایتونو کې د ۹ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي او لوېدېځې سیمې د واورو او باران درنو او کم سارو ورښتونو شاهدې وې.
د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې ویلي وو، ښایي ورښتونه نور هم زیات شي چې ورسره به د اوبو سطحه لوړه او په ځينو سیمو کې ښایې د سېلابونو راوتلو لامل وګرځي.
د ژمي ساړه موسم په وروستۍ میاشت کې دا ورښتونه داسې مهال پیل شوې چې د دې فصل دوې لومړۍ میاشتې وچې تېرې شوې دي.





















