تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مارچ اتمه، اته ښځې؛ دا نړیواله ورځ ځينو افغانو ښځو ته په څه معنا ده؟
- Author, هیله پسرلی
- دنده, لیکواله
- د خپرېدو وخت
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لیکوالې هیلې پسرلۍ په دې لیکنه کې له ځينو افغان مېرمنو سره خواله کړې چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دا ورځ ورته په څه معنا ده. د امنیتي خوندیتوب لپاره په لیکنه کې ځینې نجونې او ښځې په مستعارو نومونو یادې شوې دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱: سبا: د ښځو نړیواله ورځ زموږ لپاره نه ده
سبا د پوهنتون په دوهم کال کې وه چې طالبانو کابل ونیو. دې ادبیات لوستل، اوس باید فارغه وای خو په کور ناسته ده او "امر ثاني" ته سترګې په لار ده.
سبا مې وپوښتله کله چې د ښځو د نړیوالې ورځې، د مارچ د اتمې خبره کېږي څه احساس کوي. دې راته ولیکل:
"زېړ لمر پر کابل لمن غوړولې خو د کب مياشتې ساړه لا شته. په زړه کې مې يوه خوشالي ده؛ خو دليل یې نه شته. کله به چې پسرلی رانژدې کېده، ورځ تر بلې به زما زړه خوشالېده، دليل یې د ښوونځي او پوهنتون بیا پيلېدل وو. تېر کال د کب مياشت همداسې راباندې تېره شوه، زړه مې خوشاله و، هيله مې وه چې پوهنتون ته به ځم. نوی کال شو خو ښوونځي او پوهنتونونه زموږ لپاره بند پاتې شول. اوس بیا هم همغه خوښي احساسوم. ځکه چې زما په زړه، ذهن او لاشعور کې د تېرو کلونو هم هغه خوشالي لا ژوندۍ ده خو دليل یې اوس نه شته. زه په داسې وطن کې اوسېږم چې حتا د تعلیم غوندې طبیعي حق رانه اخیستل شوی دی. نو د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه څه احساس ولرم؟ کله چې د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه فکر کوم، د خپلو هيلو تر څنګ مې د خپل هېواد نجونې سترګو ته درېږي. نه یوازې زدکړې بلکې نور ډېر حقونه دي چې ډېری افغانې مېرمنې ترې برخمنې نه دي. دې ټولو خبرو ته په پام، زه نه شم کولی داسې فکر او احساس وکړم چې ګواکې دا ورځ "د ښځو نړيواله ورځ" دې زموږ لپاره وي، ځکه چې دلته موږ له خپلو حقونو بې برخې یوو، او دا اوس لرې خبره ده چې د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه مثبت فکر او احساس ولرو."
۲: اسما: له زدکړو منع کول داسې دي لکه پر ځمکه د چا ژوندي خښول
اسما د پوهنتون په درېیم کال، پینځم سمستر کې وه چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. اسما راته وویل، "نظر مې په خپل نوم خپور کړه"
بیا یې وپوښتلم چې کوم جنجال راته جوړ نه شي؟ او بیا یې وویل "په مستعار نوم یې راواخله"
اسما او ډېرې افغانې ښځې حتا دا خبره هم په خپل نوم نه شي کولی چې ظلم راسره کېږي.
هغه تبصره چې اسما له ډاره په خپل نوم نه خپروله داسې وه:
"یوویشتمه پېړۍ ده خو تر اوسه افغانې مېرمنې ځورول کېږي او د دوی حقوق تر پښو لاندې کېږي، له تعلیم، لوړو زدکړو او کار کولو منع کېږي. د کابل تر سقوط مخکې کلونه کلونه دا ورځ لمانځل کېده خو اوس چې مو هغه شته شیان هم له لاسه ورکړي، څه شی ونمانځو؟ ښوونځي مو بند دي، پوهنځي مو بند دي، کورنۍ کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی. کله چې یوه ښځه په خپل کور کې د خبرو کولو، خپل فکر بیانولو اجازه نه لري نو دا به بهر څنګه د امنیت احساس وکړي. اسلام په کومه برخه کې ویلي چې خپلې وړې لوڼې سپین ږیرو ته په نکاح کړئ، په کوم ځای کې یې ویلې دي چې په بدو کې یې ورکړئ، ما په خپلو سترګو لیدلي چې وړې نجونې د خپل پلار د واده لپاره په بدل کې ورکړل شوې دي. داسې چې پلار یې د بل چا وړه لور ځان ته په نکاح کړې ده، په بدل کې یې خپله وړه لور بل سپینږیري ته ورکړې ده، دا خو په اسلام کې نه دي راغلي. د اسلام په کومه برخه کې راغلي چې خپلې خویندې لوڼې له تعلیم نه راوګرځوئ او له زدکړو یې منع کړئ؟ د ښوونځيو او پوهنځیو تړلو کورنی خشونت نور هم ډېر کړی دی. موږ افغانې ښځې هم هغه حقوق غواړو چې تر اسلام مخکې ښځو غوښتل او اسلام ورکړل. په یوویشتمه پېړۍ کې چې ښوونځی او پوهنځی دې نه وي داسې ده لکه څوک چې دې ژوندۍ ښخه کړي. له سقوط څخه وروسته مې له یوې ملګرې سره خبرې کولې، راته ویل یې حقیقت دا دی چې په افغانستان غوندې هېواد کې د لور لرل ډېر سر خوږی لري. دې خبرې وځورولم خو له دې خبرې وروسته مې تل په هغو کورنیو فکر کاوه چې ډېرې لوڼې لري او د خپلې کورنۍ ښه راتلونکی یې د خپلو لوڼو په تعلیم پورې تړلی و خو اوس یې لوڼې د تعلیم او کار له حقه محرومې دي. د کابل له سقوط وروسته مې ډېر کله له ځان سره فکر کړی چې په تېرو درو کلونو کې به څومره مېندو او پلرونو خپلو مستعدو لوڼو ته کتلي وي او په زړه کې به یې ور تېر شوي وي چې کاش هلکان وای او د څومره نجونو په زړه کې به ورتېره شوې وي چې کاش نجونې نه وای؟"
د کابل یوه داسې کورنۍ مې، چې پیغلې نجونې پکې ډېرې دي، وپوښتله چې د مارچ د اتمې په هکله څه احساس لري له اتو خویندو دریو راته ځواب ولیکه.
۳: ښکلا: د دنیا نجونې پرواز کوي خو موږ قفس کې بندې یو
کله چې زه د ښځو د نړیوالې ورځې نوم اورم نو زما خپل ماشومتوب یادېږي چې په مدرسې کې قاري صاحب راته ویل چې د مور ورځ یا د ښځو د ورځې لمانځل ګناه لري. په دې وطن کې د ښځو ورځ لمانځل هم ګناه ده. د هغوی له کوره وتل هم ګناه ده. که په لاره کې څوک ورته ګوري بیا هم د ښځې ګناه ده. ښوونځي ته نه شي تلی، حتا د خپل زړه د خوشحالولو لپاره پارک ته هم نه شې تلی. کله چې د مارچ د اتمې نوم اورم داسې احساس کوم لکه یوه سپینه کوتره چې په قفس کې بنده وي او له لرې نورې کوترې ویني چې په لوړو غرونو پرواز کوي او دا په تمه ده چې یو څوک به راشي، دا به هم وژغوري خو هېڅوک د دې ژغورلو ته نه راځي. نورې کوترې له خپلې ازادۍ خوند اخلي. داسې احساس کوم لکه هغه په غرونو چې پرواز کوي ها د نورې دنیا نجونې دي او هغه په قفس کې بندې موږ افغانانې یوو"
۴: ځلا: هېڅ ښځه دې په دې ونه ځورول شي چې ښځه ده
"د مارچ اتمه راته خپلې ټولې نیمګړې هیلې رایادوي چې د یوې ښځې په صفت ترې محرومه یم. زه له هغو افغان ښځو یم چې تل ورسره جاهلانه مخالفت شوی او په هېڅ شي کې حق نه دی ورکړل شوی. په دې ټولنه کې ښځه د ظلم او جبر لومړنۍ قرباني ده او بې له هېڅ ګناه ګنهګاره ده او هر کله چې یې هڅه کړې په خپلو پښو ودرېږي، یوازې په دې جرم چې ښځه ده، مخه یې نیول شوې ده. هر کله مې چې هڅه کړې یو ښه کار وکړم خو یوازې د دې لپاره چې ښځه یم، ښه کار مې هم بد ګڼل شوی دی. زما لپاره به د مارچ اتمه هغه ورځ وي چې هېڅ ښځه په دې ونه ځورېږې چې ښځه ده"
۵: ډیوه: د مارچ اتمه خپلې نیمګړې هیلې رایادوي
"د مارچ اتمې په اړه چې خبرې کېږي نو زما خپل اتم ټولګی یادېږي چې خیر که ډېره کوچنۍ وم خو موږ پکې ډېرې لویې هیلې درلودې، ما غوښتل چې ساینسپوهه شم او تر ستوریو او سپوږمۍ مزل وکړم خو خبره نه وم چې ښوونځي ته تګ به هم راباندې بند شي. د مارچ اتمه یوازې خپلې او د خپلو همځولو نیمګړې هیلې رایادوي"
۶: ملالۍ: تر سقوط وروسته ښځو په خپل کور کې ارزښت بایللی
ملالۍ۱۴ کاله د افغانستان په یو جنګځپلي ولایت کې د ښځو او ځوانانو لپاره کار وکړ. څو میاشتې مخکې یې راته وویل چې هغه د کلونو کلونو زحمتونه او کار مې هېڅ ارزښت او معنا نه لري.
ملالۍ راته کیسه کوله چې، "تر سقوط مخکې مې په خپل ولایت کې خپلو خلکو ته کار کاوه. دا احساس مې کاوه چې واقعا د دې وطن یوه لور یمه چې یو څوک ارزښت راکوي، یو څو کسان مې پېژني. اوس چې حالاتو ته ګورم هېڅ د ښځینه توب احساس نه لرمه چې خپل احساس درسره شریک کړم. پخوا به دا ورځ د دولت او نورو موسسو له خوا لمانځل کېده. دې هغو ښځو ته چې فعالیت یې کاوه ، روحیه ورکوله. موږ به په کور کې هم دا ورځ لمانځله. ورور به مې تحفه راکوله، مېړه به مې د مارچ په اتمه پخلی کاوه او په دې ورځ به د کور له کارونو بې غمه وم. په کور او په بهر کې به مې د یوې داسې ښځې په صفت چې کار کوي، ښه احساس درلود. زما لور نوې پیدا شوې وه، ورور مې راته ویل سږ کال به دې لورکۍ ته هم ډالۍ اخلم. هغه وخت خوشحاله وم چې له ما سره زما لور هم وه خو اوس ځورېږم او په زړه کې وایم چې لور مې کاشکې په داسې شرایطو کې نه اوسېدای او په یو داسې وطن کې پیدا وای چې ښځو ته پکې د انسان په سترګه کتل کېدای. له سقوط وروسته د ښځو لپاره یوازې ټولنه په زندان نه ده بدله شوې بلکې ښځو په خپلو کورونو کې هم ارزښت له لاسه ورکړی دی"
۷: میمونه: ما ته د قوت، مبارزې، لوېدو او بیا پاڅېدو ورځ ده
میمونه د وروستي کال محصله وه چې پوهنتون یې بند شو خو دا لکه د ډېرو نورو افغانو ښځو تسلیم نه شوه، د ځان رسولو هر کوچنی او لوی فرصت چې ومومي استفاده ترې کوي. د مارچ د اتمې په هکله یې راته وویل:
"زما لپاره د ښځو ورځ یعنې د قوت، مبارزې، اوښکو، لوېدو، بیا پاڅېدو او پیاوړتیا ورځ. دا ورځ ماته د وطن هغه ښځې رایادوي چې د څلورو دیوالو بندیوانې دي او په دې هم نه دې خبرې چې د ښځو په نوم یوه ورځ هم شته. هغه ښځې چې د ټولنې له ټولو حقونو محرومې دي. هغه انسان چې د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي، نو څه چې د ښځې له ورځې خبره شي؟ او که خبره هم شي نو له ځان سره به ووایي چې څه ګټه به راته ورسوي، کوم درد به مې دوا کړي او کوم حق به مې راکړي؟ په دې ورځ ځینې خلک د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په خواله رسنیو کې د ښځو د ورځې یادونه کوي او بیا بیا یی په حقونو ټینګار کوي خو خپه کېږم په دې چې دا هر څه د یوې ورځې لپاره وي. په مجازي نړۍ کې به د مبارکۍ پوسټونه کوي خو د کور مېرمنې یی اصلا له دې ورځې نه وي خبرې او له خپلو ټولو حقونو څخه به محرومې وي"
۸: کامله: دا ورځ باید هله ونمانځل شي چې د نړۍ ټولو ښځو ته برابر حقونه ورسېږي
کلونه کېږي چې د کاملې له شاعرۍ او لیکنو سره بلده یم. کلونه کېږي چې لولم یې او تل مې خوند ترې اخیستی دی. د دې لیکنې لپاره مې وپوښته چې ایا پخوا یې پوهنتون لوست؟
دې راته وویل، "ما پوهنتون څه چې مکتب لا نه دی لوستی"
په خپلې پوښتنې ډېره زیاته پښیمانه وم، یو ډول د ګناه احساس مې کاوه. څو میلیونو نجونو به په تېرو درېیو کلونو کې له ځانه سره حساب کړی وي چې کې مې ښوونځی بند شوی نه وای اوس به فارغه وای اوس به لېسه کې وای.
کامله مې د مارچ د اتمې په هکله وپوښته راته ویې لیکل:
" تر ټولو سخته دا ده چې شته حقونه، د حقونو د لرلو په هیلې بدل شي او اوس هیله هم ورو ورو تتېږي او هېرېږي. سختۍ چې سختریني شي عادي شي، دغه عادیتوب مې له ژونده مانا وړي او په بدل کې یې خاموشه ژبه، بې حسه زړه او هرڅه راته بې رنګه کړې دي. راتلونکی چې څنګه زما په فکر کې انځور و، تت شوی، اوس هېڅکله په دې اړه فکر نه کوم چې وروسته به څنګه یم؟ څه مې غوښتل؟ څه به کېږي؟ بس هر سهار له پاڅېدو سره ژوندۍ کېږم او ماښام له ويده کېدو سره مرم، ځکه چې د سبا لپاره هدف نه شته او دې پوښتنې ته هېڅ ځواب نه لرم چې ولې ژوندۍ یم؟ اوس که د ښځو نړیواله ورځ وي، زه څه احساس نه لرم. ډېر کلونه کېږي دا ورځ پېژنم، خو تر اوسه یې پر مثبت اغېز نه یم پوهېدلې، په دې ورځ زموږ ښځې او نارینه د ښځو د حق ډېرې نارې وهي، بیا هم دا د ولاړو اوبو ډنډ ته د شګو ورخطا کول دي. زما ذهن ته څو خبرې راځي؛ دا د څو محدودو ښځو ورځ ده، دلته چې ښځې تر هر چا ډېرې سختۍ تېروي، ترې ناخبره دي، بیا څنګه نړیواله ورځ ورته ووایو؟ دا ورځ باید هغه وخت ولمانځو چې د نړۍ ټولو ښځو ته برابر حقونه رسېدلي وي، بیا به خوشالۍ کوو، خپلې کامیابۍ به شمېرو او د ترخو ورځو به یوازې تجربې را یادېږي. خو بیا هم دا ورځ ده چې موږ ته موږ را یادوي، د ښځو مقام لوړوي، خپلو حقونو ته مو ورپام کوي او یوه څپه دې په زړه راځي چې دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړې، ولې یم؟"