د پاکستان له زندانونو ۵۶ نور افغان بندیان را خوشي شوي

د عکس سرچینه، @HafizZiaAhmad1
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ثور/غوايي پر ۹مه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه ۵۶ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هېواد ته را ستانه شول.
دغه وزارت زیاتوي، وړاندې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر ۲۲۷۶ پورې افغان بندیان د طالبانو په هڅو راخوشي شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر ټویټر کراچۍ کې د طالبانو حکومت جنرل کونسل مولوي عبد الجبار یوه وېډیويي وینا خپره کړې چې پکې وايي، هغه افغان بندیان چې له پاکستاني زندانونو د اپرېل پر ۲۹مه راخوشي شول، د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
عبدالجبار زیاتوي ددغو بندیانو شمېر ۵۶ تنه دی، چې ماشومان هم پکې دي.
په یاد وېډیو کلیپ کې د را خوشي شویو بندیانو منځ کې تنکي زلمیان او ماشومان هم لیدل کېږي.
دی وايي، مخکې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۲۰ کسان را خوشي شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عبدالجبار وايي، د طالبانو حکومت ددغو بندیانو د خلاصون لپاره ټول لګښتونه- چې د مدافع وکیل فیس، د دوی جرمانه او د لارې کرایه پکې راځي - کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ په مټ ورکړي دي.
دی وايي، ځینې عناصر چې ادعا کوي ددغو افغان بندیانو د خلاصېدو لپاره یې وکیلان نیولي او لګښتونه یې ورکړي، بې بنسټه خبرې دي.
کراچۍ کې جنرل کونسل وايي، د پاتې افغان بندیانو د را خوشي کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.





















