چین تایوان کې پر 'مهمو اهدافو' د بریدونو تمرین کړی

تایوان

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

چین د پوځي مانورو پر دویمه ورځ تایوان او د دغه ټاپو شاوخوا اوبو کې پر مهم اهدافو د دقیقو بریدونو خاکه یا تمرین ترسره کړې.

بېجېنګ دغه پوځي تمرینات امریکا ته د تایوان د ولسمشرې د سفر غبرګون کې پیل کړې او د 'توند خبرداري' نوم یې ورکړی دی.

تایوان وايي د چین لږترلږه ۷۱ جټونو د شنبې پر ورځ د دغه ټاپو شاوخوا الوتنې کړې.

تایپي زیاتوي چې له دغو جنګي الوتکو ۴۵ له تنګي ور اوښتي او یا سویل لوېدیځ کې د دغه ټاپو ځانګړي هوايي دفاعي زون ته ورننوتي دي.

پر دې سربېره د چین ۹ بېړۍ هم کتل شوې.

بېجېڼګ ویلي چې دا مانورې به تر دوشنبې دوام وکړي.

د تایوان دفاعي چارواکي وايي، چین امریکا ته د ولسمشرې 'څای اېنګ وېن' د سفر په پلمه د دغو مانورو په پیلولو سره د سیمې سوله، ثبات او امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی.

د چین یوې جنګي بېړۍ د دغو تمرینونو پر لومړۍ ورځ پېنګتان ټاپو ته څېرمه د تېرېدو پر مهال، چې تایوان ته تر ټولو نږدې برخه ده، ډزې هم کړې.

بلخوا په داسې حال کې چې د چین د تایوان د پوځي کلابندۍ تمرین کوي، امریکا ترې د زغم غوښتنه کړې ده.

بېړۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي هېواد یې د بېجېنګ اقدامات له نږدې څاري.

هغه وايي متحد ایالتونه سیمه کې د دې لپاره کافي اندازه سرچینې او وړتیا لري چې سوله او ثبات ډاډمن او خپل د ملي امنیت ژمنې عملي کړي.

د تایوان حیثیت له ۱۹۴۹ کال راهیسې چې کورنۍ جګړه د کمونیست ګوند په ګټه واوښته او پخوانی واکمن حکومت دغه ټاپو ته په شا شو، ګونګ دی.

تایوان ځان یو خپلواک دولت ګڼي، چې خپل اساسي قانون او مشران لري.

خو بېجېنګ ورته د یوه جلا شوي یاغي ټاپو په سترګه ګولي چې بالاخره به یې تابع کړي.

چین په بیا بیا خبرداری وکړی چې که اړتیا پېښه شي، نو دې هدف ته رسېدو لپاره به زور هم وکاروي.