د اکتوبر دویمه د عدم تشدد ورځ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد ورځ ده. ملګرو ملتونو د هند د مهاتما ګاندي په یاد د هغه د زوکړې ورځ (د اکتوبر دویمه) په نړۍ کې د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده.
د ده ملګری او پښتون مبارز، پاچا خان یا خان عبدالغفار خان هم د همدې لارې مخکښ و چې نن یې ګڼ پښتانه لارویان دی.
پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو افغانانو چې د عدم تشدد لارویان دي په ډنمارک کې د پاکستان سفارت مخې ته ټول شوي ول او د پاکستان پر حکومت یې یو ځل بیا غږ وکړ چې د دوی په وینا د افغانانو ځورول ودروي.
موهنداس کرمچند ګاندي به ویل، عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو غوره ځواک دی چې انسانان یې لري.
ده به ویل چې عدم تشدد په نړۍ کې تر ټولو له ځواکمنې ویجاړوونکې وسلې هم ډېر اغېزناک دی.
د دې ورځې د لمانځلو موخه په نړۍ کې د بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو هڅه ده چې پکې انساني ټولنه له ځاني زیان او ویجاړۍ پرته موخو ته د رسېدو تکل وکړي.
که څه هم د ګاندي په موده کې خونړۍ دویمه نړیواله جګړه وشوه او بیا د ده د هېواد او افغانستان ترمنځ د پاکستان د رامنځته کولو په بهیر کې میلیونونه انسانان وکړېدل، خو شلمې پیړۍ په اوږدو کې او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې نړۍ تر ټولو خونړۍ جګړې ولیدې.
ملګري ملتونو د اکتوبر پر دویمې تل ټینګار کړی چې په نړۍ کې امن له تاوتریخوالي سره نه شي راتلی.
په پېښور کې د باچا خان مرکز څېړونکی سید اختر علي شاه وايي "امن او عدم تشدد له یو بل سره تړلي دي. دا دواړه له یو بله جلا کېدلی نه شي."
دی زیاتوي "که اوسني وخت کې تاسې یو سیاسي تحریک مخته وړل غواړئ، د اوږدمهال لپاره په کار ده چې د عدم تشدد پر لا به ځې."
پر عدم تشدد بحث د دغې فلسفې د مهم سرلاري باچا خان ژوند او مبارزې څخه پرته نیمګړی دی.
خدايي خدمتګار باچان خان ټول عمر مبارزه وکړه چې سیاسي وضعیت داسې بدل کړي چې قام یې په امن کې پوهه او علم ترلاسه کړای شي.
خو د ده تر مړینې کابو څلور لسیزې وروسته په هغه سیمه کې چې خدايي خدمتګار په کې د عدم تشدد مبارزه پیل کړې وه، لا هم تر ټولو ډېر تاوتريخوالى روان دى.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د باچاخان له لارویانو یو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ "پيټيایم" دی چې په نړیواله کچه د پښتنو پر خاورې د زورزیاتي ختموونکو غوښتنې سوله ییز احتجاجونه یې بې ساري دي.
د منظور پښتین په مشرۍ د دغه غورځنګ ډېرې سترې، له مایوسۍ او قهره ډکې غونډې او احتجاجونه چې د پاکستان د ایسټبلېشمنټ پر ضد ډېر توند شعارونه هم په کې ورکړل شوي، بې تاوتریخوالي پرمخ تللي.
د پښتون ژغورني غورځنګ غړو پرون هم د ډنمارک په کوپنهاګن ښار کې د پاکستان سفارت مخته احتجاجي لاریون وکړ.
د دغه غورځنګ د هالنډ همغږي کوونکي امین پښتون بيبيسي ته وویل "موخه په پاکستان کې د پيټياېم د ملګرو خلاف د روانو اقداماتو او د ملګرو د نیونې غندل وو. په خاصه توګه د مساپرو افغانانو چې له قانوني اسنادو له درلودو سره سره نیول کېږي."

د عکس سرچینه، SM
د پاکستان حکومت تل د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه رد کړي خو د پي ټي اېم د دوامداره احتجاجونو او غوښتنو په مقابل کې یې ځینې مهال بندیان خوشې کړي او د تګلارو بدلولو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي د افغان ښځو سوله ییز لاریونونه چې د کار او زدکړې غوښتنه کوي خو د حکومت له خوا په زور زیاتي ټکول کېږي، د عدم تشدد تګلارې د غوراوي بله بېلګه ده.
د عدم تشدد د فلسفې یو لیکوال پروفیسر جین شارپ وايي، له عدم تشدده هغه خلک کار اخلي چې د حالاتو د فشار له امله سر ټیتولو ته چمتو نه دي او په مبارزه باور لري، خو د روان وضعیت په اړه له تاوتریخوالي پرته اختلاف او شخړه کوي.





















