داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې سوریه کې پر پوځي بس برید کې ۲۳ سرتېري وژلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې له ختیځې سیمې رپوټونه وايي چې د پوځیانو پر یوه لېږدوونکي بس برید کې لږ تر لږه ۲۳ سرتېري وژل شوي.
د برید ادعا پر داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې شوې ده.
په سوریه کې د بشري حقونو څارونکی بریتانیا مېشتی بنسټ وايي، د دې ډلې وسله والو د سوریې ختیځ ولایت دیر الظهور کې د اردو یو بس لومړی کلابند او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
ویل کېږي، په دغه برید کې تر لسو ډېر سرتېري ژوبل شوي او ګڼ نور تری تم دي.
د اسلامي دولت یا آی.ایس وسله والو له لوري دا د روان کال تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی دی.
له هغه راهیسې چې دې ډلې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې خپلې ولکه کړې وروستۍ سیمې هم له لاسه ورکړې دي، د دغه هېواد په پراخه دښته کې پټنځي لري او تر ډېره له هماغه ځایه وخت نا وخت غلچکي بریدونه کوي او کمینونه نیسي.
د ثناء په نوم د سوریې دولتي اژانس د یوې ځايي پوځي سرچینې له قوله ویلي چې "ترهګرې" ډلې پرون پنجشنبه د دیر الظهور ښار سویل او د عراق پولې ته د څېرمه سیمې د سړک پر غاړه له دښتې پر پوځي بس برید وکړ چې د اردو یو شمېر سرتېري پکې ژوبل او وژل شوي دي.
دا هغه ځای دی چې د 'ټي-۲' په نوم د عراق-سوریې لویه د تېلو نل لیکه ترې تېره شوې او د داعش وسله والو اصلي پټنځی و چې بیا په ۲۰۱۷ کې سوريايي اردو ترې ونیو.
'داعش ډلې د سوریې په شمال او شمال ختيځ کې بریدونو ته زور ورکړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
په سوریه کې د بشري حقونو څارنوکی بریتانیا مېشتی بنسټ وايي، ښايي د وژل شویو سرتېرو شمېر لوړ شي. دغه بنسټ په سوریا کې په پراخه کچه له بېلابېلو سرچینو د دې ډلې د فعالیتونو په اړه مالومات راټولوي او څاري یې.
د دغه بنسټ د مالوماتو له مخې، د دې اوونۍ په سر کې هم اسلامي دولت نومې ډلې په رقه کې د سوریې ملاتړو ځواکونو په ګډون لس پوځیان په یوه جګړه کې ووژل. رقه هم هغه ولایت دی چې یو وخت داعش پکې ډېر ځواک درلود.
دې ډلې په دې وروستیو کې د سوریې په شمال او شمال ختيځ کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
د یادولو ده چې په سوریا کې د داعش وسله والو مخکېنی مشر ابو حسین القریشي تېره اپرېل میاشت د ترکي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
آی.ایس.ایس یا اسلامي دولت نومې ډلې یو وخت په سوریا کې عراق ته څېرمه له شمالي سيمېو رانیولې بیا د سوریې تر شمال ختیځه ۸۸ زره مربع کیلومتره سيمه ولکه کړې وه او هلته یې پر شاوخوا اته میلیونه خلکو خپله "ظالمانه" واکمني مسلطه کړې وه.
دې وسلې والې ډلې نه په ۲۰۱۹ کې په سوریا کې خپله وروستۍ سیمه هم له لاسه ووتله خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې داعش په دغه هېواد کې یو دوامداره ګواښ دی.





















