داعش د ابوالحسین القریشي وژل کېدل او د هغه د ځایناستي نوم اعلان کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د سوریې په شمال کې د خپل مشر ابوالحسین الحسین القریشي وژل تائید کړي دي. دغه ډله وايي، ابوحفص الهاشمي القریشي نومی سړی یې د هغه ځایناستي په توګه ټاکلی دی.
دا خبر د داعش نوي ویاند ابو حذیفه انصاري په یوه غږیز پیغام کې تائید کړی، چې په ټیلګرام خواله رسنۍ کې خپور شوی دی. نوموړی په دې پیغام کې وايي، چې ابوالحسین القریشي په ادلیب سیمه کې د ترکیې څارګرو ادارو له ''عواملو'' سره په نښته کې وژل شوی دی.
داسې ښکاري چې دا په ادلیب سیمه کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت وسله والې سخت دریځې مخالفې ډلې هیات تحریر الشام ته اشاره ده.
داعش ویاند وايي، له وژل کېدو وروسته د داعش ډلې مشر مړی ترکیې ته سپارل شوی دی. د یادونې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان درې میاشتې مخکې د ترکیې استخباراتو په عملیاتو کې د ابو الحسین القریشي وژل کېدو خبره کړې وه.
- ابوعمر البغدادي: عراقی او د دولت اسلامي ډلې ''امیر'' چې اصلي هویت یې څرګند نه دی او د ۲۰۱۰ کال د عراق په تکریت کې ووژل شو.
- ابوبکر البغدادي: ابراهیم عواد ابراهیم البدري القریشي هم عراقی و، چې د عراق او شام د دولت اسلامي نومې ډلې مشر او د دې ډلې لومړنی ''خلیفه'' و. دی د سخت دریځو ډلو له خورا ځواکمنو مشرانو یو بلل کېده او د خلافت له اعلانه شپږ کاله وروسته ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په ادلیب کې ووژل شو.
- ابوابراهیم الهاشمي القریشي: امیرمحمد عبدالرحمان مولي صلبي، هم د عراق اوسېدونکی و، چې د دې ډلې دویم خلیفه و او ۲۰۲۲ کال کې امریکايي ځواکونو د سوریې په شمال کې وواژه.
- ابو الحسن القریشي: نورکریم المطني عراقی جهادي وسله وال و چې د داعش درېیم خلیفه په توګه له اعلان څو میاشتې وروسته د سوریې یاغي وسله والو په برید کې ووژل شو.
- ابوالحسین الحسین القریشي: د داعش ډلې څلورم خلیفه چې رهبري ته له رسېدو څو میاشتې وروسته ووژل شو. د نوموړي په هکله خورا لږ معلومات خپاره شوي دي.
- ابوحفص الهاشمي القریشي: د داعش د نوي مشر په هکله تر اوسه ډېر معلومات نه شته.
د داعش ډلې نوی ویاند وايي، د دې ډلې مخکینی ویاند ابو عمر المهاجر هم د ترکیې ځواکونو نیولی دی. د یادونې ده چې ابوالحسین القریشي د تېر کال نومبر کې د داعش ډلې مشرتابه ته رسېدلی و. دی د دې ډلې درېیم مشر دی چې ځان ته پخپله (خلیفه) وايي او له دوو کلونو په کمه موده کې وژل کېږي. نوموړي په تېرو څو میاشتو کې چې د دې ډلې مشري یې کوله هېڅ پیغام نه و خپور کړی.
د داعش نوی ویاند د دې ډلې له پلویانو غوښتي چې له نوي مشر سره ''بیعت'' رسماً اعلان کړي. د یادونې ده، چې ابوحفص هم هغسې یو مستعمار نوم دی، چې د دې ډلې مخکینیو مشرانو د ځان لپاره غوره کول.
داعش وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې او عراق پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، پولي واحد، پاسپورټ او خپل قضايي نظام یې فعال کړ او ځان یې یو نړیوال خلافت باله.
که څه هم دا ډله د هغه وخت پرتله اوس ډېره کمزورې شوې، خو د افغانستان په ګډون یې په ځینو هېوادونو کې لا هم وسله وال غړي فعال دي او اندېښنې یې راپورته کړې دي.





















