یونیسف افغانستان کې د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړوي

د خپرېدو وخت

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي غواړي د افغانستان په هغو ولایتونو کې هم نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زدکړو لپاره محلي ټولګي جوړ کړي چې تر اوسه په کې دغسې ټولګي نشته.

یونیسف وايي، د افغان ماشومانو د روزنې لپاره به د روان میلادي کال تر نیمايي پورې - چې دا دی ډېر وخت ورته نه دی پاتې د محلي یا سیمه ییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.

اوس مهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې دغسې ۱۷۶۵۳ ټولګي شته چې په کې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومان چې ډېر شمېر یې د نجونو دی لومړنۍ زدکړې کوي.

په کابل کې د یونیسف ویاند سلام الجنابي بي بي سي ته وویل هیله‌من دي چې دغسې ټولګي په ټول افغانستان کې جوړ کړي چې ورسره لا ډېرو ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابره شي.

" یونیسف د دې محلي ټولګیو شمېر په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۲۱ زرو ته لوړوي، هیله‌من یو چې دا کار د روان کال تر نیمايي پورې وکړو. له دې سره به څه باندې ۶۶۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شي".

ښاغلي الجنابي زیاته کړه چې د ټولنو لخوا د محلي ټولګیو د جوړولو غوښتنه ډېره وه ځکه نو دوی له خپلو همکارو موسسو سره په ګډه پرېکړه وکړه چې شمېر یې ۲۱ زرو ته لوړ کړي. خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د پوهنې وزارت ټیک یوه میاشت مخکې کندهار او هلمند کې د پوهنې ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې په دې لایتونو کې د ټولو تعلیمي موسسو فعالیتونه په "موقت ډول" وځنډوي.

د ټولو تعلیمي بنسټونو موقتاً بندول

په دې هکله د دغه وزارت لخوا په یوه صادر شوي مکتوب کې راغلي چې دا ګام د "تحقیق او ولسي تایید" په موخه اخیستل شوی خو دا نه دي ویل شوي چې له تحقیق نه یې موخه څه ده.

دا مکتوب د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا لاسلیک کړی، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته له ډېرو نږدو کسانو ګڼل کېږي. یونسېف وايي د دې پرېکړې امله هغه محلي ټولګي بند شوي چې د دوی د همکارو موسسو لخوا پرمخ بیول کېدل.

ښاغلی الجنابي زیاتوي: "د یونیسف په مرسته محلي ټولګي تقریباً په ټول افغانستان کې فعال دي خو څو اونۍ وړاندې په کندهار او هلمند کې زموږ همکارو موسسو ته وویل شول چې محلي ټولګي تر بل امر پورې بند کړي. دا چې زه وایم زموږ همکارې موسسې، دا هغه موسسې دي چې یونیسف یې ملاتړ کوي، یونسېف مخامخ د زدکړو په برخه کې چارې په خپله نه ترسره کوي، بلکې موږ د همدې همکارو نادولتي موسسو له لارې په دې برخه کې فعالیت کوو خو هغوی ته ویل شوي چې د زده کړو محلي ټولګي په کندهار او هلمند کې بند کړي".

د یادونې ده چې د یونیسف په مالي لګښت جوړ شویو محلي ټولګیو کې په منظم ډول هغو نجونو او هلکانو ته لومړنۍ زدکړې ورکول کېږي چې د لېري واټن، بې وزلۍ، ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي اندېښنو او په دولتي ښوونځیو کې د ځای د کمښت له امله له زده کړو بې برخې پاتې وي.

د خلکو په کورونو یا هغو ځایونو کې چې د ټولنو لخوا مشخص شوي جوړو شویو دې ټولګیو کې هغو ماشومانو ته داخله ورکول کېږي چې عمرونه یې له شپږو تر نهو کالو وي او ترڅنګ یې هغه هم منل کېږي چې له لسو تر ۱۵ کلونو عمر ولري او د بېلا بېلو لاملونو له امله له زده کړو بې برخې پاتې وي.

یونیسف دا محلي ټولګي ټولو ماشومانو او په تېره بیا نجونو ته ډېر ګټور بولي ځکه چې په وینا یې په نورو ښوونځیو کې د هلکانو پرتله نجونو ته ځای کم وي.

دې ټولګیو ته درسي مواد هم یونیسف د خپلو ملاتړو نړیوالو ادارو په مرسته برابروي او د ښوونکو تنخواګانې او هغوی ته روزنه هم د یونیسف لخوا ورکول کېږي.