روسي ځواکونو د زېلېنسکي پر پلرني ښار د توغندیو درانه ګوزارونه کړي؛ ۱۱ کسان پکې وژل شوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Dnipropetrovsk Regional Military Administration via Reuters

د خپرېدو وخت

روسي ځواکونو د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي پر پلرني ښار 'کریویې ریه' د توغندیو درانه ګوزارونه کړي دي.

رپوټونه وايي‌ په دغو بریدونو کې د ملکي استوګنې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ په ګډون بېلابېل ملکي تاسیسات په نښه شوي.

چارواکو ویلي په دغو بریدونو کې لږترلږه یولس ملکي کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.‌

د 'کریویي ریه' ښاروال دا خبرداری هم ورکړی چې یو شمېر کسان ښايي لا په نښه شویو ودانیو کې تر ویجاړیو لاندې ایسار پاتې وي.

دغه ښار په دنیپرو-پېتروفسک سیمه کې پروت دی.

د دې سیمې والي 'سرهي لیساک' دغو بریدونو کې د رامنځته شوې ویجاړۍ ځینې تصویرونه پر خپل ټلېګرام خپاره کړي‌ دي.‌

هغه له دغو عکسونو سره لیکلي "مرګژوبله اوښتې"، وضعیت اوس هم "خطرناک" دی او دا چې خلک باید د هوايي بریدونو د خبرداري زنګ بابیزه ونه ګڼي.‌

اوکرایین

د عکس سرچینه، National Police of Ukraine

پر کریويي ریه سربېره د اوکرایین له پلازمېنې کیېف او شمال ختیځ‌ کې له خارکیفه هم د ډرون بریدونو رپوټونه ورکړ شوي.

د خارکیف ښاروال 'اېهور تېرېخوف' ویلي چې د تېرې شپې په دغو بریدونو کې په کیویسکي سیمه کې د ملکي خدماتو یوې کمپنۍ او په سالتيوڅکي سیمه کې یوه زېرمتون ته زیان اوښتی دی.‌

د دنیپرو-پېتروفسک په ګاونډیو ډونیسک او پولتاوا سیمو کې هم د هوايي بریدونو د خبرداي‌ زنګ کړنګول شوی.‌

مسکو تر اوسه پر دغو بریدونو تبصره نه ده کړې، خو د اوکرایین ولسمشر یې په غبرګون کې ویلي چې ګوندې روسیه د ولسي خلکو پر خلاف جګړه پر مخ وړي.

ښاغلي زېلېنسکي پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې "روسي وژونکي د استوګنیزو ودانیو، عادي ښارونو او عامو خلکو خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوي."

هغه دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې "ترهګر به هېڅکله ونه بښل شي" او دا چې "د هر توغولي توغندي حساب به ورسره کېږي."

اوکرایین کې جګړه او د کیېف ځوابي عملیات

اوکرایین

د عکس سرچینه، United Press Center of the Defense Forces of the Tauriy Region

د اوکرایین پر بېلابېلو ښارونو دغه تازه خونړي بریدونه داسې مهال شوي، چې د دغه هېواد حکومت له روسيې د خپلې اشغال شوې خاورې د بېرته نیولو لپاره ځوابي‌ پوځي عملیات پیل کړي‌ دي.‌

کیېف وايي همدا تېره ورځ د دغو عملیاتو په لړ کې له روسي پوځیانو سره ۲۶ نښتې شوې دي.

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې ډېرې نښتې د ختیځ‌ په ډونېڅک او لوهانسک سیمو کې شوې او دا چې روسي ځواکونه یې له ځینو کوچنیو کلیو په شا تمبولي دي.

ویل کېږي روسي ځواکونه په زاپوریژیا او خېرسون سیمو کې هم د نیول شویو سیمو دفاع کوي.‌

روسیه

د عکس سرچینه، Reuters

روسي اړخ تر اوسه د اوکراییني‌ ځواکونو پرمختګ نه دی تایید کړی.

خو دفاع وزارت یې د ټېلېګرام په یوه پیغام کې ادعا کړې چې ځواکونو یې اوکرایین ته د لوېدیځو هېوادونو لخوا یو شمېر ورکړ شوي ټانکونه نیولي دي.

د روسیې دفاع وزارت یوه ویډیو هم خپره کړې د جرمني لیوپارډ او امریکايي برېډلي‌ جګړه ییز ګاډي پکې لیدل کېږي.‌

بي‌بي‌سي د دې ویډیو په ارزونه بوخته ده خو تر اوسه یې په خپلواک ډول کره والی نشي تاییدولی.

د اوکرایین نورې پېښې او پرمختګونه

اوکرایین

د عکس سرچینه، Maxar Technologies

د عکس تشریح، د سټلایټ دغه عکس کې لیدل کېږي چې کلي اوبو لاندې کړي‌

اوکراییني چارواکو روسي ځواکونو تورن کړي‌ چې دغه هېواد کې یې د اوبو یو بل کوچنی بند هم الوځولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کاخوفکا په نوم د اوبو ستر بند ماتېدو درانه زیانونه واړول.

دا بند په خېرسون کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمه دی، او دواړو خواو یې د ماتېدو پړه پر یو بل اچوي‌.

اورکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

تازه رپوټونه دا دي‌ چې د کاخوفکا بند د ماتېدلو له کبله لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.‌

له دوی ۱۲ تنو په ګولاپریستان او ۵ نورو په اولیشکي ساحلي سیمو کې خپل ژوند بایللی.

خو اوکرایین کې له دغو خونړیو بریدونو، نښتو، جګړې او نورو پېښو سره هممهاله د کیېف او مسکو ترمنځ بندیان هم تبادله شوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وايي د دې تبادلې په لړ کې تازه ۹۵ نور اوکرایین راخوشې شوي دي.