تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ځينو ښارونو کې سخت ورښتونه، بارانو ۱۱ تنه مړه کړي او د نورو د ژغورنې هڅې پيل شوې
پاکستاني چارواکو ویلي په پلازمېنه اسلام اباد کې د سخت باران پر مهال پر خلکو دېوال غورځیدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا دا پېښه په اسلام اباد کې د پېښور پر سړک 'ګولړه' نومې سیمه کې د یوه جېګ دېوال غورځېدو له کبله رامنځته شوې ده.
دا ځای د قایداعظم په نوم مشهور روغتون ته ورڅېرمه دی.
د معلوماتو له مخې یوه ډله خلک چې حکومت کاریګر بللي د یوې خیمې لاندې ویده وو چې د باران له کبله پرې د بلې خوا دېوال وغورځید.
په مړو شویو کسانو کې یوه ۱۱ کلنه ماشومه هم ده.
د پاکستان د ژغورنې ملي ادارې ویلي له پېښې وروسته د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسیدلي او ۱۱ مړي یې راوباسلي دي.
ژغورن ډلو د پېښې له ځایه پنځه کسان په ټپي حالت ژوندي هم باسلي او د مړو شمېر د ډېرېدو اندېښنه هم شته.
په ورته مهال له پاکستان رپوټونه وايي چې هلته ځای ځای د سختو ورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د خلکو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی دی.
په دې لړ کې اسلام اباد ته نږدې پنډۍ تر ټولو ډېره زیانمنه بلل شوې او ویل کیږي د مرستو په موخه د پاکستان پوځ ځینو سیمو ته رسیدلی دی.
ځايي سرچینو دا هم ویلي چې په راولپنډۍ کې د کټاریا او ګوالمنډۍ له سیمو په خوندي ډول د خلکو ویستلو بهیر هم پیل شوی دی.
په راولپنډۍ کې یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي د هر ډول بیړني حالت لپاره د پاکستان د پوځ ځينو کنډکونو ته د چمتو اوسیدو ویل شوي او په وینا یې ځواکونه به د انساني زیان کمېدو په موخه له نورو مسولو ادارو سره څنګ په څنګ ولاړ وي.