د بابر اعظم او افریدي په ګډون څلور پاکستاني لوبغاړي د انګلند خلاف د پاتې دوه ټېسټ لوبو کېنول شوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېرو اتو کالونو کې دا لومړۍ ځل دی چې بابراعظم له ټېسټ لوبو کېنول کېږي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان کرېکټ بورډ نن (یکشنبه) د انګلند خلاف د پاتې دوه ټېسټ لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې پکې ژور بدلون ښکاري.

د پاکستان کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د غوراوي کمېټې غوره بللې ځينې مشهورو لوبغاړو ته د بېلګې په ډول پخواني لوبډلمشران بابر اعظم او سرفراز احمد او همداراز پیاوړي چټک توپ اچوونکي شاهین شاه افریدي او نسیم شاه ته ارام ورکړل شي.

د دوی پر ځای نوي لوبغاړي حسیب الله، مهران ممتاز، کامران غلام او چټک بالر محمد علي غوره شوي دي.

پاکستانۍ لوبډله کې دا بدلون له انګلنده په لوی توپیر د لومړۍ ټېسټ لوبې له بایللو وروسته راغلی دی.

پاکستان د جمعې په ورځ پخپل کوربتوب د ټېسټ لومړۍ لوبه انګریزې لوبډلې ته د ۴۷ منډو او یوې پاڼۍ په لوی توپیر بایللې وه.

په هغې لوبه کې انګلنډ په یوه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۸۲۳ منډې جوړې کړې وې چې پاکستانۍ لوبډلې په دواړو پاڼيو کې پوره نه شوې کړی.

پاکستان چې ډېر کله په خپلو توپ اچوونکو نازېږي په دې لوبه کې یې دوه انګریز لوبغاړو پر وړاندې د ۴۵۴ منډو ریکاډ ملګرتیا وکړه.

له دې مخکې پاکستان د سپتمبر په ۲۴مه د انګلنډ خلاف د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړی و، د دغه لوبلړ له منځه بابر اعظم، شاهین شاه افریدي او نسیم شاه په لومړۍ لوبه کې هم غوره شوي وو، خو سرفراز احمد بیا له کومې لوبې پرته له پاتې لوبلړۍ ایستل شوی دی.

په پاکستانۍ لوبډله ډېرېدونکي نېوکې

کرېکټ

د عکس سرچینه، pcb

د عکس تشریح، د انګلنډ او پاکستان تر منځ د دریو ټېسټ سیالیو لوبلړۍ د پاکستان په کوربتوب روانه ده

پاکستانۍ لوبډله له تېر کال راهیسې له ډېرو ټېټو او جېګو تېرېږي، په نړیوالو جامونو کې له افغانستان، امریکا او هند څخه له ماتې خوړولو وروسته تېره میاشت بنګله‌دېش په کور کې تاریخي ماته ورکړه.

دې حالت پاکستان کې د کرېکټ مینه وال او تبصره کوونکي هم ناهیلي کړي او نن د پاکستانۍ نوې لوبډلې له اعلان سره هم یو ځل بیا غبرګونونو زور اخیستی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ پر پاڼه چېرې چې د لوبډلې د دغه بدلون اعلان شوی ځینو خلکو دا پرېکړه ستایلې او ځینو د فساد بېلګه بللې.

ځينو لیکلي بابراعظم او نور نامتو لوبغاړي ارام ته اړتیا لري چې که بېرته پیاوړي راوګرځي خو ځینو ادعا کړې چې د پاکستان د کرېکټ بورډ نوی مدیریت هڅه کوي خپل لوبغاړي د لوبډلې برخه وګرځوي.

بابر اعظم چې د کرېکټ په ډګر کې یو نامتو لوبغاړی یادېږي او وخت نا وخته یې په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام هم ګټلی تېره اونۍ یې له هر ډول لوبډلمشرۍ هم لاس واخیست، هغه ویلي وو چې غواړي ټول تمرکز په خپل کرېکټ وکړي خو یوه اونۍ او له یوې ټېسټ لوبې وروسته دا فرصت هم ورنه واخیستل شو.

نوموړي په ۲۰۱۶م کال د وېسټ اڼډیز خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه او له هغې راهیسې په پرلپسې ډول د لوبډلې برخه او تر یوې مودې لوبډلمشر و.

د دې تر څنګ د شاهین شاه افریدي او نسیم شاه چې په خټه پښتانه دي داسې یوناڅاپي کېنولو هم پوښتنې ولاړې کړي دي.

د درېیو ټېسټ سیالیو په لوبلړۍ کې دا مهال انګلنډ د یوې لوبې له ګټلو سره مخکښ دی، د مهالوېش له مخې پاکستان او انګلنډ د اکتوبر له ۱۵ تر ۱۹ دویمه ټېسټ لوبه په ملتان او ورستۍ هغه یې د اکتوبر له ۲۴ تر ۲۸ مې په راولپنډۍ کې کوي.