ما په هغو هوټلونو کې چې پناهغوښتونکي پکې مېشت دي څه وموندل؟

- Author, سو میچل
- دنده, د بيبيسي فایل ان ۴ اېنوېسټېګېټس برخه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې
په دغه رپوټ کې هوټل مېشتي او هلته کارکوونکي د خوندیتوب لپاره په مستعارو یا بدلو نومونو یاد شوي دي.
په تشناب کې پخه شوې ډوډۍ مې چې خوړله نو پوه شوم چې په یوه هوټل کې هلته د مېشتو پناهغوښتونکو ژوند څه ډول روان دی.
ما ته د قادر کورنۍ مېلمستیا کړې وه خو ډوډۍ خوړلو ته یې د هوټل خوړنځي ته نه بلکې پاس خپلو هغو کوټو ته ور وغوښتم چې دی پکې له خپلې مېرمنې میرا او درېیو بچیانو سره اوسېده.
د برېښنا یو مزی چې ربړټېپ هم ترې تاو دی، د تشناب تر وره یوې برقي بخارۍ ته ور غځېدلی دی. د دروازې شا ته میرا د حمام تر فوارې لاندې اېښي دېګ باندې ورټيټه ده چې څه پکې پخوي. دېګ بیخي په حمام کې اېښودل شوی او دا یې لړي.
له غوړیو ډک دېګه څړیکې الوځي او ما سره اندېښنه ده چې د هوټل په خونو کې لګېدلې د لوګي پېژندنې اله غږ ونه کړي. خو زه باید دې ته نه وای اندېښمن شوی ځکه چې هغه اله یې په پلاستیک پوښلې وه.
دا کار له قانونه سرغړونه ده او خطر هم لري. خو قادر راته وویل چې مجبور دي دا خطر په ځان ومني او په هوټل کې د پخېدونکې وړیا ډوډۍ پر ځای ځان ته په خپله خواړه برابر کړي.
هغه وایي چې "چېپس او د چرګ له غوښې جوړل نګېټ" یې نه خوښېږي او هوټل کې مېشتو کسانو شکایت کړی چې خواړه یې دوی ناروغوي.
په دهلیزونو کې د مسالو له بویه داسې برېښېدل چې دا یوازې دغه کورنۍ نه وه چې په خپلو کوټو کې خواړه پخوي.
قادر ادعا کوي او وايي چې، "ټول په خپلو خونو کې همداسې ځان ته اخلی پخلی کوي. خو دا هر څه په پټه کوو."

زه سږ کال اووړی د بيبيسي څېړنیزې برخې 'فایل ان ۴ اېنوېسټېګېټس' ته په څلورو هوټلونو راګرځېدلی یم چې پوه شم هلته د مېشتو خلکو او د کارکوونکو ژوند څنګه تېرېږي.
دوه هوټلونه کورنیو ته ځانګړي شوي وو او هغه نور مجردانو ته چې تر ډېره نران وو. خو په څلورو واړو کې کیسه یو ډول وه.
هلته مې له ځینو کورنیو واورېدل چې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې په بریتانیا کې خپلو 'کېسونو' ته په تمه پراته دي او ځينو خو ان د دې ناسم باور له مخې بچي زېږولي دي چې دا به دوی ته په اتومات ډول د بریتانیا پاسپورټ اخیستلو ته لاره برابره کړي.
د انساني روحیې د لوړولو ځينې په زړه پورې کیسې هم وې. لکه یو عمر خوړلی سړی او ښځه یې چې په خپله له جدي روغتیايي ستونزو کړېدل خو لا یې هم په هوټل کې مېشتو نورو کورنیو ته خواړه ورکول او هم یې له رواني پلوه هغوی سره مرسته کوله.
خو په همدې حال کې له ځينو نښو نښانو راته ښکاره شوه چې د هوټلونو یو شمېر اوسېدونکي په ناقانونه ډول "تور کار" کوي او دا هم چې ځينې پناهغوښتونکي ډېر په موټرونو کې ځي راځي.
د بریتانیا حکومت ویلي چې د ۲۰۲۹ کال تر پایه نور د کډوالو لپاره د هوټلونو کارول بس کوي. اوسمهال د ټولې بریتانیا په کچه په هوټلونو کې نږدې ۳۲ زره تنه مېشت دي او دا شمېر په ۲۰۲۳ کې ۵۱ زره کسه و.
وروسته له هغه چې د اېسېکس د ایپېنګ سیمې په یوه هوټل کې مېشت کس پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ، هغه هوټلونه سږکال دوبی د اعتراض کوونکو له نیوکو او کله بیا له تاوتریخجنو مظاهرو سره مخامخ شول. په دوی کې هغه هوټلونه هم شامل دي چې زه ورغلی یم.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ژورنالېستانو ته ډېر کله دغو هوټلونو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي خو ما ته ځینو هغو کډوالو هلته د ورتګ لاره برابره کړه چې له فرانسې د انګلیس تنګي له لارې دلته راغلي دي.
دا هوټلونه پخوا هېڅکله د داسې څه لپاره نه دي کارول شوي. پر انټرنټ یې چې عکسونه ووینئ نو کوټې یې ډېرې پاکې ښکاري، صوفې پکې اېښودل شوې دي، تلویزونونه پکې لګېدلي، دوه دوه د خوب کټونه یا تختونه پکې پراته دي او په کوټه کې دننه حمامونه او تشنابونه پکې دي. هر څه پکې شته او د سړي زړه غواړي چې څومره به ښه وای چې یو څو شپې یې پکې تېرې کړې وای.
خو څه چې په هغو عکسونو کې نه ښکاري هغه دا دي چې تر میاشتو او کلونو پرله پسې اوسېدو وروسته هلته شته توکي او شتمنۍ څومره خرابېږي او زیانمنېږي.
چیرې چې یو وخت د معلوماتو خونه یا ریسېپشن و، اوس هلته امنیتي کسان کېني. بهر د خبرداري لیکدړې لګول شوې دي چې عام خلک هلته د ننوتلو اجازه نه لري.
په هغو هوټلونو کې چې کورنۍ پکې مېشتې دي، د معلوماتو خونې ته څېرمه د موټرو او د ماشومانو ډېر شمېر ته حیران شوم. په ډېر واړه ځای کې په تشو دهلیزونو کې ماشومان لوبو کولو ته پرېښودل شوي وو.
په یوه هوټل کې کورټېس نومي امنیتي ساتونکي یوه لاره راوښودله چې ده د ګاډو په یوه تمځي کې جوړه کړې وه چې اوس موټر نه پکې درېږي او ماشومان پکې هغه بایسکلونه ځغلوي چې ده تر خرابېدو وروسته بېرته ورته جوړ کړي دي.
کله مې چې د کورنیو چارو وزارت وپوښت چې تر اوسه د پناهغوښتونکو په هوټلونو کې څومره ماشومان زېږېدلي دي نو هغوی راته وویل چې داسې کومې شمېرې له دوی سره نه شته.
لومړنی ماشوم چې ما ولید او پلار لوړ په لاسونو کې نیولی و، هغه همدا یوه اوونۍ مخکې له سومالیا راغلي وو. پلار یې راته وویل، دا مې "بریتانوی ماشوم" دی، د "بریتانیا پر خاوره" زېږېدلی. دی په دې باور و چې یوه ورځ به د بریتانیا پاسپورټ واخلي.
خو په حقیقت کې کیسه داسې نه ده. د کورنیو چارو وزارت هغه پناهغوښتونکي هم ایستلی شي چې اولادونه یې په بریتانیا کې زېږېدلي وي خو د کډوالو شورا کارکوونکي جان فیټونبي وايي چې له دې سره یو اضافي خوندیتوب رامنځته کېږي چې په زور د دوی ایستل ورسره ستونزمنېږي.

د عکس سرچینه، Joe Dixie/BBC
د قادر او میرا چې ما ته یې خواړه پخول، هم یو ماشوم په بریتانیا کې پیدا شوی دی. قادر وايي، دی، ښځه او دوه ماشومان یې د خپل هېواد عراق پرېښودو ته مجبور شوي وو. د ده په وینا، په خپل وطن کې یې د ژباړونکي په توګه دنده لرله خو جنایت کارانو په نښه کړی و.
له تېرو نهو کلونو راهیسې چې دا کورنۍ دلته رارسېدلې، د بریتانیا په بېلابېلو هوټلونو کې مېشته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت یې په تېر کې کېس د ثبوتونو د کمښت له امله رد کړی دی. ورپسې یې دوه ځلې اپيل یا د قضیې بیا کتنه هم ناکامه شوې. اوس یې درېیم ځل هم قضیه روانه ده.
په هوټل کې دې کورنۍ ته دوه کوټې ورکړل شوې دي. په یوه کې قادر او میرا او تي خوری ماشوم یې اوسېږي او په بله کې یې ۱۲ کلنه لور شایان او ۱۴ کلن زوی رومان اوسېږي.
قادر وايي چې غواړي کار وکړي خو په غیر قانوني ډول یې نه کوي. دی وايي، د هوټل ګڼ داسې نور اوسېدونکي پېژني چې بهر کار کوي او هڅه کوي پر هغو ۹.۹۵ پاونډو یو څه نورې پیسې هم ځان ته ور اضافه کړي چې د حکومت له لوري هره اوونۍ ورکول کېږي.
قادر زه له محمد سره اشنا کړم چې څو اوونۍ مخکې له افغانستانه راغلی دی.
هغه وايي چې محمد د بریتانیا پر خاوره له قدم اېښودو د مخه ځان ته دنده پیدا کړې وه ځکه چې یو د تره زوی یې دلته و چې په ناقانونه ډول کار کوي. هغه اوس د ورځې ۲۰ پاونډه ګټي چې کله د ورځې لس ساعته او کله ان تر دې هم ډېر کار کوي.
ما محمد وننګاوه چې ولې قانون تر پښو لاندې کوي؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې بله لاره نه لري ځکه چې کورنۍ یې قاچاقبرو ته پیسې پور کړې وې او اوس یې باید ورکړي. دا داسې یوه کیسه ده چې ما له نورو پناه غوښتونکو هم اورېدلې ده.
محمد خپلې مېرمنې ته پیسې ورلېږي او هیلهمن دی چې که یو ځل دی قبولي واخلي نو ښځه به هم بریتانیا ته راوستلی شي.
په هغو ټولو څلورو هوټلونو کې چې زه یې کتو ته ورغلی یم، داسې ښځې او سړي مې لیدلي چې په ځينو داسې وختونو کې له هوټله وځي چې ښکاري، کوم ځای کار کولو ته ځي. کله هغه موټرسایکلونه هوټل ته څېرمه ولاړ وي چې خلکو ته ډوډۍ وروړي یا ډېلوري کوي او یو شمېر هغه موټر هم چې سورلۍ وړي راوړي.
په تېره جولای میاشت کې د کورنیو چارو وزارت په ټوله بریتانیا کې په ناقانونه ډول د ډوډۍ وړونکو یا ډېلوري کوونکو پر ضد عملیات وکړل. دغه وزارت وايي چې ټولټال یې ۱۷۸۰ کسان درولي، پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې دي چې په ترڅ کې یې ۲۸۰ تنه د ناقانونه کار کولو له امله نیول شوي. د دوی له ډلې یې د ۵۳ کسانو د مالي ملاتړ برخې ته بیاکتنه روانه ده چې معلومه کړل شي چې په ریښتیا هم د حکومت د مالي مرستې مستحق دي او که نه.
د هوټل کارکوونکو راته وویل چې دا د دوی کار نه دی چې وګوري څوک څه کوي. خو امنیتي ساتونکی کورټېس وايي چې دې کیسو ته حیران نه دی او زیاتوي، "تاسې د دغو کسانو د نیولو لپاره هېڅ هم نه لرئ. نو معلومه خبره ده چې دوی بهر ځي او کار کوي."
څلورو واړو هوټلونو ته قطار قطار ټېکسیانې ورننوځي او ترې راوځي او د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی نه دي خبر چې د پناه غوښتونکو په هوټلونو کې په ټېکسیو څومره پیسې لګېږي. خو په همدې حال کې هوټل مېشتو ته هره اوونۍ د یو ځل تګ راتګ لپاره بس پاس یا د بس ټېکټ ورکول کېږي او ډاکټر ته د ورتګ په څېر د ځينو نورو اړینو سفرونو یا اپاینټمنټونو لپاره ټېکسي ورته راغوښتل کېږي.
د راتلونکو اپاینټمنټونو یا له ډاکټر سره د کتنې ثبوت باید د هوټل د معلوماتو خونې سره شریک کړل شي چې بیا د یوه اتومات سیسټم له لارې موټر ورته کرایه شي. دوی ته د عامه ټرانسپورټ د کارولو او یا د کتنې ځای ته په پښو د تګ سپارښتنه نه کېږي.
همدا لامل دی چې کله ډېر اوږده او کله لنډ سفرونه په موټر کې کېږي.
د بېلګې په ډول، کله چې کډوال له یوه هوټله بل ته لېږدول کېږي نو ځينې وختونه یې ډاکټر یا جيپي نه بدلېږي او د اېناېچاېس هماغه یو ډاکټر د دوی درملنه کوي. قادر وايي چې د زنګون ستونزې لپاره هغه ته ویل شوي وو چې خپل پخواني روغتیايي مشاور ته ورشي چې د ده له سیمې د ټېکسي ۲۵۰ میله لرې و. دی وايي چې د ټېکسي چلوونکي ورته ویلي وو چې د سفر دوه طرفه کرایه یې ۶۰۰ پاونډه کېږي.
قادر وايي، "ښه به نه وای چې د کورنیو چارو وزارت د دې پر ځای ما ته د ټرېن ټېکټ راکړی وای؟ دا به یې اسانه لار وه او دوی پوهېږي چې ډېرې زیاتې پیسې مصرفوي. موږ هم پوهېږو چې دا بیخي لیونتوب دی، خو څه وکړو، بله لار نه لرو."
زه له میرا او شایان سره په ګډه هغه درملتون ته لاړم چې دوی ترې د خپلې نسخې دوا را اخیستله. دا ښايي له هغه څه سره سره د دوی زړهورتیا وښيي چې اعتراض کوونکي چغې ورته وهي چې "خپل کور/هېواد ته لاړ شئ." دوی په داسې حال کې ځوړند سر روانې وې چې پولیسو هم بدرګه کولې.

وروسته ما له ۱۲ کلنې شایان وپوښتل چې د اعتراضونو په اړه څه فکر کوي.
هغې راته وویل چې غواړي له اعتراض کوونکو سره مخامخ شي خو خپه دې ته ده چې د هوټل کارکوونکي هغې ته د داسې څه کولو اجازه نه ورکوي. هغې راته وویل، "زه او ملګرې مې هر وخت غواړو چې دوی پسې ورشو او مخامخ خبرې ورسره وکړو. دا هم ترې وپوښتو چې له ماشومانو سره څه ستونزه لرئ؟"
شایان او د هغې ورور وايي چې دوی ډېر کله د ښوونځي په هغه بس کې له تلو راتلو ډډه کوي چې دوی مکتب ته پکې ځي. هغه وايي، "څوک نه پوهېږي چې هغوی [مظاهرهچیان] به له بس سره څه وکړي" او زیاتوي چې له دې سره وېره وي چې هسې نه کوم یو یې بس ته ور وخېږي.
هغه وايي چې غواړي په بریتانیا کې پاتې شي خو تر اوسه یې ژوند په ناڅرګندو شرایطو کې تېر شوی دی.
دا زیاتوي، "موږ چې یو ځل په یو ځای کې ځای پر ځای شو نو دوی مو بیا بلې سیمې ته ولېږدوي. هلته چې لږ بلد شو، په نوي ښوونځي کې شامل شو او نوي ملګري پيدا کړو نو دوی مو بیا بېرته بل ځای ته ولېږي."
له هغه راهیسې چې ما د قادر له کورنۍ سره د پناهغوښتونکو په هوټل کې خبرې کړې دي، دوی ته ویل شوي چې یو ځل بیا به په بېلابېلو ښارونو کې دوو مختلفو هوټلونو ته ولېږدول شي. قادر او د هغه وړې لور ته یو هوټل او ښځې میرا، لور شایان او زوی رومان ته یې یو بل هوټل وړاندیز شوی چې دواړه یې له یوه او بله نږدې ۲۰۰ میله لرې دي.
خو دوی هلته له تګه انکار کړی. قادر ته وار دمخه ویل شوي چې د حکومت اوونیزې پیسې نورې نه ورکول کېږي او د دې احتمال شته چې دا کورنۍ به په قصدي ډول ځان له بېکورۍ سره مخامخ کړي.
د دې کورنۍ برخلیک هم د ډېرو نورو پناهغوښتونکو په څېر، له نامعلوم حالت سره مخ دی.





















