په غزه کې د حماس روغتيايي چارواکي وايي د خوارځواکۍ له کبله ۱۱ تنه نور مړه شوي

د عکس سرچینه، EPA
په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکي وايي د غزې په تړانګه کې د خوارځواکۍ له کبله د ۱۱ تنو تازه مړينو راپور ورکړل شوی دی.
له دې تازه مړينو سره د هغو فلسطينيانو ټول شمېر چې د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي ۲۱۲ تنو ته رسېدلی دی. په دوی کې ۹۸ تنه ماشومان دي.
په همدې مهال د غزې روغتیايي چارواکو ويلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلو بریدونو کې ۳۸ تنه وژل شوي او ۴۹۱ نور ټپيان کړي دي.
د مړينو د شمېر زياتوالی په داسې حال کې اعلان شوی چې د اسرائيلو کابينې د جمعې په ورځ د غزې ښار د نيولو پلان تصويب کړ. د راپورونو له مخې اسرائيلو د غزې ښار اوسېدونکو ته دروان کال د اکټوبر تر اوومې نېټې وخت ورکړی چې له ښاره ووځي.
د اسرائيلو پلان چې په نړيواله کچه غندل شوی د جګړې د پايته رسولو پنځه "اصول" په کې ذکر شوي دي.
د حماس بې وسلې کول، د ټولو یرغملو بېرته راستنول که هغه مړه دي او که ژوندي. د غزې تړانګه له پوځي حضوره پاکول. پر غزې تړانګې د اسرائیلو امنیتي کنټرول. د یوه داسې بدیل ملکي حکومت شتون چې حماس او یا فلسطینۍ اداره باید نه وي.
په غزه کې د جګړې د غځولو په اړه د اسرائيلو پرېکړه د ملګرو ملتونو، بریتانیا، فرانسې او کاناډا په ګډون څو هېوادونو غندلې او جرمني یې هڅولی چې اسرائيلو ته د پوځي اکمالاتو مخه ونیسي.
حماس بیا د غزې اشغال طرح غندلې او دا یې یو ''بشپړ جنایت'' بللی. د حماس په وینا ''اسرائیل به د دې درنه بیه پرې کړي.''
په همدې مهال يوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي بي بي سي ته ويلي چې قطري او مصري منځګړو يو نوی پلان وړانديز کړی چې که پلی شي د غزې ښار د اشغال مخه به ونيسي. د دې پلان په اړه نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
ويل کېږي منځګړو د خپل پلان مسوده امریکايي چارواکو ته سپارلې ده.
بل پلو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي سټيو وېټکاف د قطر له لومړي وزير سره ليدلي خو دا روښانه نه ده چې د سولې خبرو په لاره کې شته خنډونه به څنګه او کله لرې کړل شي.
د اسرائیل له هغه اعلان وروسته چې د غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو پلان یې تصویب کړی، یو شمېر نړیوالو مشرانو ویلي چې له دې پلان سره به روانه جګړه لا توده شي، لا ډېره وینه به تویه شي او ګڼ شمېر فلسطینیان به د خپلو مېنو پرېښودولو ته اړ شي.





















