قطر کې افغان زدکوونکې: که افغانستان ته ستنې شو، په کور به ناستې یو

    • Author, عالیه رجایي
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

قطر کې افغان زدکوونکې وايي، د زدکړو د دوام لپاره د امریکا د مالي مرستو بندېدو سره افغانستان ته د ستنېدو له امله "نهیلۍ او وېرې" په مخه کړې دي.

د طالبانو واکمنېدو سره کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون بند شو او زدکوونکي یې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا یوسېډ د تحصیلي بورسونو ترلاسولو سره د زدکړو د دوام لپاره په منځنۍ اسیا، عراق، قطر او عمان کې ورته امریکايي پوهنتونونو ته ولاړل.

نژدې دوه سوه زدکوونکي قطر ته ولاړل او اوس ۷۰ زدکوونکې په دې تحصیلي بورسونو قطر کې درس وايي.

څه مهال مخکې امریکايي رسنیو راپور ور کړ، چې د ډونلډ ټرمپ په امر د یوسېډ ختمېدو پسې هغه تحصیلي بورسونه هم ختم شول چې دې ادارې د افغانستان امریکايي پوهنتون زدکوونکو ته ورکړي وو.

په رپوټونو کې راغلي چې د اپرېل پر پنځمه دغو زدکوونکو ته ویل شوي چې له بورسونو یې د امریکا مالی ملاتړ ډېر ژر پای ته رسېږي.

د امریکا عمومي ملي رادیو یا اېن پي ار هم د اپرېل پر اتمه په رپوټ کې ویلي چې اوس "۲۰۸ افغان زدکوونکې" له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

خو د افغانستان امریکایي پوهنتون یو چارواکی له نوم اخیستو پرته بي بي سي ته دا رپوټ نه تائیدوي او وايي چې، د بورسونو مالي سرچینې "برابرې شوې دي او زدکوونکې له قطره وتلو ته اړې نه دي. "

قطر کې د افغانستان امریکايي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د اووم سمسټر زدکوونکې زحل (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل، "څه مهال مخکې د لنډ وخت لپاره زموږ درسونه وځنډېدل،خو اوس ټولګي په عادي ډول روان دي."

قطر کې د افغانستان امریکايي پوهنتون ډېری افغان زدکوونکي نجونې دي، چې هڅه کوي کار پیدا کړي یا هم تحصیلي بورسونو سره نورو هېوادونو ته لاړې شی او افغانستان ته ستنېدو ته اړ نه شي.

نژدې یوه میاشت مخکې په عمان کې له افغان نجونو زدکوونکو سره وغږېدم، هلته نژدې ۸۰ زدکوونکو ورته حالت درلود.

دوی وايي، افغان زدکوونکو ته د امریکا د بورسیو د ختمېدو خبر له خپرېدو وروسته له نامعلوم برخلیک سره مخ شوې.

د مارچ پر ۱۹ د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته په عمان کې وویل، چې د بورسونو مالي ملاتړ د جون تر پایه نوی شوی دی.

یوې افغان زدکوونکې له نوم ښودلو پرته هیله وښوده چې د زدکړو د دوام لپاره به یې مالي ملاتړ وغځېږي.

"نه غواړو هیلې مو په اوبو لاهو شي"

زحل وايي، "له افغانستانه قطر ته په راتلو سره ډېرې خوشاله و، چې د زدکړو لپاره چانس را ته پیدا شوی دی، خو اوس له ګونګ حالت او تیاره راتلونکي سره مخ یو. "

هغه یاتوي، "که افغانستان ته ستنې شوو، د ټولو ښځو په څېر به په کور کېنو، موږ زحمت وباسه، زدکړې مو وکړې، زموږ ستنېدل د هېچا په ګټه نه دي، که نور نه وي چې په قطر کې هم کار پیدا کړو، کورنیو ته مو ګټه رسېږي."

"زه وینم چې شپه ورځ نجونې څومره زیار باسي، درس وايي، موږ ټولې دلته اسانه نه یو رسېدلې، نو بیا ولې هغه ځای ته ستنې شو، چې هیلې مو په کې له منځه لاړې شي."

د افغانستان امریکايي پوهنتون یوه بل چارواکي هم له نوم ښودلو پرته وویل، "په دې اړه هېڅ نظر نه لرم. د پوهنتون دا سمسټر د جون تر پایه له بدلون پرته دوام کوي او د زدکوونکو درس به ونه ځنډېږي. "

د امریکا د مالي مرستو د بندېدو تر اعلان وروسته د قطر حکومت د دې زدکوونکو د یوه سمسټر لګښت په غاړه اخیستی دی.

قطر کې له افغان زدکوونکو سره په اړیکه کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، په دې وروستیو کې ډېر ټولګي انلاین شوي نو ځکه دوی ته ویل شوي چې افغانستان ته ستنې شي او له هغه ځایه درس ووايي.

مستعار نومې مریم هم د څلورم سمسټر زدکوونکې ده او له افغانستان په انلاین بڼه درس وایي. هغې بي بي سي ته وویل، چې د تحصیلي بورس د ختمېدو په هکله کوم برېښنالیک نه دی ورته شوی.

خو د انلاین زدکړو زدکوونکي وايي، اندېښنه دې ته کوي چې د دوی تحصیلي سند به د هغو زدکوونکو له تحصیلي سند سره برابر ارزښت ونه لري چې حضوري درس وایي.

څوک د افغانستان امریکايي پوهنتون د بورسونو ملاتړ کوي؟

د ښځو د زدکړو ملاتړ یا (WSE) د امریکا د نژدې شپږ زرو پروګرونو له ډلې یو دی چې یوسېډ یا د متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي اداره یې مالی چارې پرمخ بوولې.

د امریکا د عمومي رادیو یا اېن پي ار د رپوټ له مخې، پر ۲۰۱۸ کال دغې ادارې د ټګزاس پوهنتون بنسټ ته ۵۰ میلیون ډالر ورکړل چې د افغان نجونو د زدکړو لپاره یې وکاروي.

دغه پروګرام کې ښکېل یو چارواکی له دې راډیو سره خبرو کې وايي، چې دا پنځوس میلیونه ډالري پانګه لا هم پر ځای پاتې ده او له پانګې یوازې ترلاسه شوې ګټه یا سود یې د بورسونو، ښوونکو او نورو خدمتونو د لګښت لپاره کارول شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې "د دې پروګرام پر دوام د امریکايي مالیه ور کوونکو کوم اضافي لګښت نه راځي" او یواځې دې ته اړتیا ده چې د دې پانګې له سود د استفادې وخت تر ۲۰۳۰ کاله وِغځېږي.

"د دې پانګې سود د ۲۰۸ نجونو لګښت برابروي."

د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز په توګه د شریف فایض له خوا د بیروت امریکايي پوهنتون په سبک په انګریزي ژبه تاسیس شو.

ښاغلی فایض په ۲۰۱۹ کال کې ومړ. هغه د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر پرځېدو وروسته د افغانستان د لوړو زدکړو لومړنی وزیر و او له وزارت چې ګوښه شو، نو د افغانستان امریکايي پوهنتون بنسټ یې کېښود او د یوه بنسټ اېښودونکي په توګه یې د دې پوهنتون د ځلولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دې پوهنتون د لیسانس او ماسټرۍ دورې او د کار او ژبې د زدکړو او مهارتونو تدریس کاوه.

امریکايي پوهنتون په کابل کې د طالبانو د بریدونو یو مهم هدف و.

طالب وسلوالو او دوو ځانمرګو یې پر ۲۰۱۶ کال پر دې پوهنتون برید وکړ چې له امله یې ۱۶ کسان ووژل او ۲۰۰ نور ټپيان شول چې له هغې وروسته پوهنتون هم پنځه میاشتې بند شو.