له یوه ترکي شرکت سره جوزجان کې د سیمنټو تولیدي فابریکې تړون لاسلیک شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال وايي، له ۷۷ترکي شرکت سره یې په جوزجان کې د سیمنټو تولیدي فابریکې تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون له مخې به ترکي شرکت د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د فابريکې په جوړولو ۱۶۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پېټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري په وینا، دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري. ښاغلی بدري زیاتوي، " نوموړی شرکت به له خپلو تعهداتو سره سم د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، ګټې اخیستنې او ټولنیزو خدماتو په برخو کې شاوخوا ۱۶۳میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کوي، دا شرکت به د اکتشاف په مرحله کې ۵۰ کسانو ته او د ګټې اخیستنې په مرحله کې ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابروي."

دا چاره د ۳۰ کلونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د سیمنټو په برخه کې د هېواد په ځان بسیاینې په موخه، له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سیمنټو پروژو تړونونه هم له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د خورا ډېرو ودانیزو چارو لپاره افغانستان هره ورځ نژدې ۱۶ زره ټنه سیمنټ کارول چې تر ۹۵سلنه یې له ګاونډیو هېوادونو او پنځه سلنه اړتیا یې په کور دننه پوره کېده.

افغانستان کې د جبل السراج او غوري سیمنټو فابریکې څه باندې شپېته کاله مخکې جوړې شوې وې. چې هره ورځ یې زرګونه بوجې سیمنټ تولیدول.

د هرات سیمنټو فابریکه هم چې پنځه لسیزې مخکې جوړه شوې وه، د جګړو له امله له فعالیت مخکې سقوط سره مخ شوه.

په افغانستان کې د ودانیزو چارو شننونکو په وینا په دغه هېواد کې د سیمنټو تولید لپاره شرایط ښه جوړ دي. او که پوره پام ورته وشي، ښايي په کور دننه د سیمنټو اړتیا ورسر پوره شي.