تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبان حکومت کابینه کې بدلون؛ هدایتالله بدري د کانونو او پېترولیم وزارت سرپرست ټاکل شوی
- Author, راصد ځواک
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده په افغانستان کې د دوی د حکومت ځینې مهم چارواکي بدل کړي دي.
په دغو نویو بدلونونو کې تر ټولو مهم د کانونو او پېترولیم وزارت د سرپرست شهاب الدین دلاور پر ځای د طالبانو په حکومت کې د افغانستان بانک د مشر ملا هدایتالله بدري ټاکنه ده.
ښاغلی بدری د تېر کال مارچ کې د افغانستان بانک د سرپرست تر ټاکل کېدو مخکې د طالبانو په لنډمهاله حکومت کې د مالیې سرپرست وزیر و.
شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ کال له نومبر راهیسې د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پېترولیم وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
دوی اوس د طالبانو د مشر د نوي فرمان له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کانونو او پېترولیم وزارت د ښاغلي دلاور تر سرپرستۍ لاندې د کانونو د استخراج برخه کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه وزارت د طالبانو حکومت د عایداتو یوه مهمه سرچینه بلل کېږي.
د سرې میاشتې ټولنې مخکینی سرپرست مولوي مطیعالحق خالص بیا د چاپېریال ساتنې ادارې او په سره میاشت کې د نوموړي مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست ټاکل شوی دی.
د افغانستان بانک سرپرست مشري د همدغه بانک مخکیني لومړي مرستیال نور احمد اغا ته سپارل شوې ده.
د طالبانو حکومت د چارواکو په مسؤلیتونو کې تغییر او بدلونونه یو اصل کڼي.
دوی وايي، چې مشرتابه یې دغه بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د خیر او فلاح په موخه راولي.
د دغو نویو بدلونونو په لړ کې همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکينی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی.
د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکینی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغان سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه.
او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکینی مرستیال ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال توګه ټاکل شوي دي.