شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځول شوي

د عکس سرچینه، SM
ناپېژانده کسانو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي دي.
د میرعلي تحصیل په موسکي کلي کې د 'ارواښاد ډاکتر نور محمد جنت ګل' او د همدغه تحصیل په خسوخیل کلي کې د 'یونس' په نوم ښوونځی په نښه شوی.
رپوټونه وايي په چاودنو کې د دغو ښوونځیو ودانۍ 'په بشپړ ډول' ړنګې شوې دي.
په دغو ښوونځيو کې سلګونو نجونو زدکړې کولې.
شمالي وزیرستان او نورو پخوانیو قبایلي سیمو کې اوس هم بېلابېلې توندلارې ډلې فعالې دي.
خو، د نجونو پر دغو ښوونځیو د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
شمالي وزیرستان کې د پاکستان امنیتي ادارو او نورو چارواکو هم تر اوسه پر دې پېښې غبرګون نه دی ښودلی.
خو ځايي اوسېدونکو او فعالانو دغه بریدونه غندلي.
په دې لړ کې د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ یوه غړي 'عادل دوړ' پر خپله ټویټر لیکلي چې "خسوخیل کې په بمونو الوځول شوی ښوونځي له پوځي چوڼۍ نیم کیلومتر واټن لري. دا د ټول وزیرستان پر راتلونکې برید ګڼل کېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عادل دوړ زیاتوي چې 'پاکستاني جرنیلانو قبایلي سیمې پر دوزخ اړولې او د خپلو موخو لپاره کاوري – قبایلو کې ترهګري ودروئ.'
د پاکستان پر پوځ او استخباراتو پخوا هم پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو کې د توندلاو پیاوړتیا او واکمنولو کې د نقش درلودو تورونه لګول شوي، خو دوی وايي دغلته د توندلارو د ځپلو او د امنیت د ټینګښت هڅې کوي.
د یادونې ده چې خسوخیل کې د 'یونس نجونو ښوونځي' ته څو کاله مخکې ګواښونه هم شوي وو.
تر هغې وروسته دا ښوونځی د څه مودې لپاره تړلی و او بیا د حکومت او ځايي مشرانو په همغږۍ بېرته پرانیستل شو.
د افغانستان بېلابېلو سیمو په څېر، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پښتونخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د نجونو پر ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه بې مخینې هم نه دي.

د عکس سرچینه، SM
په ۲۰۲۱ کال د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد نړیوالې مبارزې له پیل په راوروسته کلونو کې پر دغو سیمو د توندلارو وسله ولاو د واکمنېدو پر مهال سلګونه ښوونځي په نښه او یجاړ شول، چې ډېر پکې د نجونو وو.
په ۲۰۱۲ کال سوات کې په همداسې یوه برید کې د نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم مرګونې ټپې شوې وه.
د پاکستاني ځواکونو له پراخو پوځي عملیاتو وروسته که څه هم دغه سیمې چاڼ او نسبي امنیت پکې ټینګ شو، خو اوس یې ځايي اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي یو ځل بیا دغلته توندلارې په پیاوړې کېدو دي.





















