تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه الوتکه چې ۵ میلیون ډالر، د سرو زرو تقلبي خښتې او وسلې په کې دي خو هېڅوک یې د مالکیت دعوا نه کوي
د زامبیا په پلازمېنه لوساکا کې یوه خصوصي الوتکه د څېړنو په مرکز اوښتې ده.
په دې الوتکه کې له ۵۰ لکو زیات ډالر، د سرو زرو تقلبي خښتې، توپانچې، مرمۍ او باروت په کې دي.
د څېړنو په لړ کې دومره معلوه شوې، چې دا الوتکه ۱۵ ورځې وړاندې د مصر له پلازمېنې قاهرې څخه راالوتې او په زامبیا کې یې ناسته کړې ده.
د حیرانتیا وړ خبره دا ده، تر دې دمه نه په مصر کې او نه هم په زامبیا کې چا د دې شخصي الوتکې او په هغې کې د شته څیزونو د مالکیت ادعا کړې.
د دې الوتکې او په کې شته څېزنو په اړه ډیرې ګنګوسې خپرې شوې دي.
لکه، ایا په دې پیښه کې ښکېل کسان د مصر یا زامبیا لوړ رتبه سیاسي یا نظامي شخصیتونه دي؟ ایا دا یوازېنی الوت و یا دا چې دا ډول سلګونه الوتنې ترسره کېږي؟
هغه څه چې تر دې دمه په ټوله قضیه کې معلوم شوي هغه د دې الوتکې سپاره پنځه مصریان او شپږ زامبیایان دي چې په دا وروستیو کې د پلازمېنې لوساکا په یوه محکمه حاضر کړلی شوي دي.
دې مصریانو او زامبیایانو دواړه باندې د قاچاق او فساد تورونه لږول شوي دي.
خو په زامبیایانو باندې د جاسوسۍ تورونه هم لږول کېږي.
د زامبیا وګړي، چې محکمې ته وړاندې شوي، د دولتي ماڼۍ یو چارواکی، د ولسمشر د رسمي استوګنځي او د دفتر یو چارواکی پکې شامل دي.
ښايي نړۍ له دې هر څه ناخبره پاتې شوې وای که چېرې یوه ژورنالیست په خپله وېبپاڼه 'میټداتش' کې د دې پېښې اړوند د مصري چارواکو ښکېلتیا نه وای بربڼده کړې.
له عام محضر څخه د خبریال ورکېدل
د دې پېښې په اړه د حقایقو له خپریدو سمدستي وروسته د مصر امنیتي ځواکونو په ساده جامو کې د کریم اسد په نوم یو مصری خبریال له خپل کوره ونیوه.
په لومړي سر کې هیڅوک نه پوهېدل چې چیرې تری تم شو.
د اسد په اړه هیچا نه شوی ویلی، چې ولې او چیرې یې وړی دی.
مصري خبریالانو بیا په ټولنیزو رسنیو کې داسې اسناد خپاره کړل چې پکې د زامبیا د پولیسو لخوا د یادې الوتکې په تړاو توضیحات وو.
د راپورونو له مخې په نیول شویو کسانو کې درې مصري پوځي افسران او یو لوړ پوړی پولیس شامل دی، چې د کریم اسد لخوا لږول شوي تورونه په ډاګه کوي.
د کریم اسد ملګرو په ټولنېزو رسنیو کې خپل غږ پورته کړ او یو لړ لاریونونه یې پیل کړل، چې دوه ورځې وروسته اسد ازاد کړلی شو.
دا چې کریم اسد په کومه قضیه کې او ولې ونیول شو دا تر دې دمه یو راز دی.
مصري چارواکي یوازې دومره وايي، چې د اسد په ویب پاڼه کې یاده شوې الوتکه یو شخصي ملکیت دی چې یوازې په قاهره کې یې فعالیت کاوه.
په بل عبارت، داسې ویل کېدای شي، چې یاد هېواد او د هغه چارواکي په دې قضیې کې هیڅ ښکېل نه دي.
دې الوتکې ته هغه وخت پام ور واوښت، چې کله د زامبیا په پلازمېنه لوساکا کې په ځمکه کښېناسته.
په هرحال، داسې ښکاري چې د زامبیا یو وګړی چې ادعا کېږي له سرو زرو ډکې کڅوړې یې لېږدولې، د هوایی ډګر له امنیتي برخې په ارامه تېرشوی او الوتکه کې ناست مصري وګړو سره د لیدو اجازه ورکړل شوې وه.
هیڅوک نه پوهېږي، چې چا هغه ته د دې کړنو اجازه ورکړې وه، خو د زامبیا د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ لږو پیسو هغه ته زمینه برابره کړه چې دا هرڅه ترسره کړي.
ادعا کېږي چې په الوتکه کې له سپرېدو وروسته یاد کس یو څه سره زر وپلورل چې الوتکې ته رسېدو کې ورسره مرسته وشوه خو ورنه تمه شوې وه چې نور سره زر هم وپلوري.
هغه څه چې لا روښانه نه دي هغه دا دي، چې ایا په الوتکه کې سپرو کسانو ته دا معلومه شوې وه، کوم سره زر چې یاد کس پلورل هغه بدل سره زر وه؟
داسې ښکاري چې الوتکه کې د سپرو کسانو نیول دومره اسانه نه و لکه څنګه چې ښکاري.
بېلابېل امنیتي کسان په دې تورن دي چې الوتکې ته یې د الوت زمینه برابرولو کې یې تر ۲ لکو ډالرو پیسې اخیستې وې.
دا کسان اوس تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
داسې ادعا کېږي، دا د هغو انعام و، چې الوتکې ته یې له کومې تلاشۍ او پوښتنې پرته د الوت زمینه برابره کړې وه.
خو کله چې معلومه شوه، الوتکه کې د پیسو راکړه ورکړه روانه ده، یوې بلې امنیتي ډلې پر الوتکه برید وکړ او سپاره کسان یې ونیول.
د سرو زرو خښتې یا معما
تورنو کسانو ته دا ستونزمنه ده، چې تشریح کړي په لکونو ډالر، توپانچې،مرمۍ او ۱۰۰ کیلو ګرامه سرو زرو خښتو سره یې په الوتکه کې څه کول؟
په ځانګړې توګه د سرو زرو خښتې خورا حیرانونکې دي.
داسې بریښي چې په الوتکه کې مصریان کېدای شي له یوې لویې دوکې/ فریب څخه ژغورل شوي وي.
د زامبیا یو وکیل چې د نیول شویو ۱۰ کسانو څخه د یوه وکیل دی وايي، بله د پام وړ خبره دا ده چې امنیتي کسان په خپل بیان کې ولې دومره کمزورې او زړه نازړه دي؟
مکبي زولو بي بي سي ته وویل، د پولیسو په لومړنیو څرګندونو کې ویل شوي چې دوی ۱۱ میلیونه ډالر موندلي، وروسته یې شاوخوا ۷ میلیونه ډالرو ته راټیټ شول او په پای کې یې په ۵،۷ میلیونو ډالرو بسنه وکړه.
ښاغلی زولو د تورنو کسانو له نیول کېدو راهیسې د هغوی د چلند په اړه هم اندېښمن دی.
د بشري حقونو لپاره غږ پورته کول
د نوموړي په وينا، يو زامبيايي تبعه او درې نور بهرنيان په محکمه کې له يوې ورځې انتظار وروسته زندان ته ولېږدول شول، خو شپږ مصري وګړي په يوه مېلمستون کې ساتل کېږي.
په تیرو څو ورځو کې یو شمېر نور زامبیا یان د جعلي سرو زرو جوړولو په فابریکه کې نیول شوي وو او کېدای شي نور هم ونیولی شي.
داسې ادعاوې کېږي چې په مصر کې شاوخوا ۳۰۰ شرکتونه د پیسو د مېنځلو په چارو بوخت دي.
ځینې وايي، چې نهه کاله وړاندې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په واکمنېدو سره په لویه کچه پیسې له هېواده بهر قاچاق کېږي.
که دا خبره رېښتیا وي نو ایا یاده الوتکه د هغو سلګونو الوتکو څخه یوه ده چې ورته الوتنې کوي؟
ځینې په دې ګمان دي چې په مصر کې لوړ پوړي پوځي چارواکي او سوداګر، د ولسمشر سیسي د حکومت د نسکوریدو له ویرې، له هېواده د خپلو پیسو د ایستلو په لټه کې دي.
که څه هم معما ته ورته دې قضیه کې هیڅوک نه شي کولی دا ووايي چې رېښتیا څه دي؟
تمه دا ده، ډېرې پوښتنې به ځواب پیدا کړي چې کله محاکمه ترسره شي.