تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوډان شخړه: په کور د ننه بېځایه شوي تر ۷۰۰ زرو اوښتي
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله په کور د ننه بېځایه شویو خلکو شمېر تېره اونۍ شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته – یعنې دوه برابره لوړ شوی دی.
د وګړو بې ځایه کېدو دا وېرې پیدا کړې که په سعودي کې د ښکېلو پوځي ډلو ترمنځ پر خبرو او اوربند سربېره تاوتریخوالی لا هم زیات شوی دی.
لا هم پلازمېنه خرطوم د هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو شاهده ده.
له ځینو کلیو ټول استوګن تښتېدلي او خپل کورونه او هر څه یې پرېښي دي.
د خرطوم د نفوس شمېر ۵٫۴ میلیونه و،خو د اپرېل پر ۱۵مه له جګړې پیلېدو راهیسې دا ارام ښار د ویجاړیو خوا ته روان دی.
یوې استوګنې بي بي سي ته وویل، د سې شنبې په ورځ یې له ګڼو خواوو د ډزو او لیرې هوايي بریدونو غږونه واورېدل.
نورو بیا ویلي چې د پوځ اړوندو جنګي الوتکو د خرطوم پر سوېلي برخو الوتنې کړې دي او د حي الصحافة په نامه کلي کې چې د منځنۍ کچې خلک پکې اوسېږي او تړل شوي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه پروت دی، سخته جګړه روانه ده.
دا جګړه د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ روانه ده چې مشري یې عبد الفتاح البرهان او محمد حمدان دقلو کوي چې وروستی یې په حمیدتي مشهور دی.
تر اوسه د سوډان په شخړه کې تر ۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شپږ زره نور ټپیان شوي دي.
خبرونه وايي چې خرطوم ته څېرمه په بحري او أم درمان او همدارنګه په لوېدیځ دارفور کې هم سخته جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند پاول دیلون ویلي "ګڼ په کور د ننه بې ځایه شوي له خپلوانو سره اوسېږي، خو نور بیا په ښوونځیو، جوماتتونو او عامه ودانیو کې ځای پرځای شوي".
دی وايي پیسې او د سونتوکو په شان اساسي مرستې ختمې شوې دي.
تېره اونۍ ملګرو ملتونو وویل، چې د سوډان له جګړې نه ګاونډیو هېوادونو ته نژدې ۱۰۰ زره کسان تښتېدلي او که جګړه ونه درېږي، نو دا شمېر به تر ۸۰۰ زرو هم واوړي.
د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ مخامخ خبرې د سعودي په جده ښار کې اوربند ته د رسېدو او د خبرو له لارې د جګړې د ختمېدو هڅې کېږي.
البرهان د مصر له (القاهرة الاخباریة) تلوېزیون سره خبرو کې ویلي مخکې له دې چې د سیاسي برابرۍ لپاره خبرې پیل شي، باید خرطوم کې "تلپاتې اوربند" اعلان شي.
د چټک غبرګون ځواکونه د پلازمېنې پر ډېرو برخو واکمنه شوې ده او پر پوځ یې هوايي بریدونه دوه برابره کړي او د مرستو رسېدو لارې یې پرې بندې کړې دي.