ایران او پاکستان: که شرایط هر ډول وي د افغانانو ملاتړ مو "مذهبي او بشري" مسولیت دی

پاکستان

د عکس سرچینه، ForeignOfficePk

د خپرېدو وخت

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې د خپلمنځي اړیکو تر څنګ د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی، د خپل سفر پر دویمه ورځ اسلام اباد کې د بلاول بوټو زرداري سره په ګډه خبري غونډه کې افغانستان د خبرو د اجنډا مهمه برخه وبلله.

د ښاغلي عبداللهیان په وینا " د افغانستان او اکراین په مسایلو خبرې زمونږ د اجنډا مهمه برخه وه."

نوموړي وویل ایران او پاکستان په دې سلا شول چې که شرایط هر ډول وي د افغانستان له خلکو به ملاتړ ته دوام ورکوي ځکه چې د ده په وینا دا " زموږ مذهبي او بشري مسولیت دی."

عبدللهیان او بلاول بوټو زرداري د افغانستان امنیت او ثبات د ایران او پاکستان له امنیت سره تړلی وباله او په وینا یې د افغانستان حالت تر بل هر هېواده پر تهران او اسلام اباد ډېر اغېز کوي.

د افغانستان د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه "سیمه‌ییز چوکاټ" کې له افغانستان سره همکاري هم مهمه یاده کړې.

پاکستان

د عکس سرچینه، ForeignOfficePk

په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان په هکله ځينو څرګندونو د طالب چارواکو غبرګونونه پارولي، په دې غونډه کې له افغانستان سره پر نږدې پاتې کېدو ټينګار وکړ.

ښاغلي زرداري وویل "مونږ په دې هڅه کې یو چې په سیمه کې خپله همکاري او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره فعالیت ډېر کړو."

بلاول بوټو زرداري وویل له ایراني سیال سره په دې هم سلا شوی چې د افغانانانو د هوساینې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپل رول ډېر کړي.

ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې مخکې د طالبانو مهم ملاتړي بلل کېدل خو تر اوسه یوه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې وروستیو کې وخت نا وخت پاکستان افغان خوا تورنوي چې د دوی ضد وسله والې ډلې پکې مېشتې دي‌ او ایران بیا د اوبو پر سر ناندرۍ ورسره کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

همدا راز پاکستان د پاکستاني طالبانو غورځنګ او ایران د داعش وسله واله ډله د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي او څو ځلې یې پر افغان لوري تور پورې کړی چې د دوی اندېښنې یې نه دي لېرې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ډېر کله د افغانستان په اړه د دوی د همکاریو هر کلی کړی خو هغه اندیښنې یې وار وار بې ځایه بللې چې تهران او اسلام اباد پرې د طالبانو حکومت تورنوي.

طالب چارواکي وايي دوی هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.