تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې باران او سېلابونو ۶۶ او پاکستان کې ۴۹ کسان وژلي
له افغانستان او پاکستانه رپوټونه وايي، چې وروستیو سېلابونو دغو دواړو هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو اورښتونو له امله دغلته ۶۶ کسان مړه شوي، او ۳۶ نور ژوبلېدلي دي.
د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت چارسمبالي پرون د مرستندویه بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې وویل، چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۲۳ ولایتونه زیانمن کړي دي.
د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، په افغانستان کې له کمکي اختر راهیسې سیلابونو او بارانونو نژدې ۷۰ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
ددغه وزارت د چارواکو په خبره، فراه، هلمند، کندهار، روزګان او زابل ولایتونه د نورو سیمو پرتله وروستیو سېلابونو ډېر ځپلي دي.
د راپورونو له مخې، وروستیو اورښتونو او سېلابونو په پاکستان کې هم د ۴۹ کسانو ژوند اخیستی دی.
په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د هوا پېژندنې ځايي اداره بیا وايي، له سې شنبې ورځې به د بارانونو نوې لړۍ پیل شي. پېښو ته د رسېدو ځايي اداره (پي ډي ایم اې) وايي، د سېلابونو له کبله ۳۳۰ ودانیو ته زیان رسېدلی دي، چې دې کې ۵۳ ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې دي.
چارواکي وايي، د ګڼو بارانونو له کبله په خیبر، کوز او بر دير، چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مومند، ملکنډ، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، بونیر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي وزیرستان، کوهاټ او اورکزیو سیمو کې د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
د دې ادارې مسوولین وايي، په ټول هېواد کې د همدې بارانونو له کبله له ۱۲ اپریل راهیسې ۴۹ کسان وژل شوي دي.
د پي ډي ایم اې چارواکو په خبره په پنجاب ایالت کې د تندر غورځېدو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي دي.
بل لور د پاکستان هوا پېژندنې ادارې مسوولین وايي، د روانې اپریل میاشتې له ۱۷مې وروسته به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو لړۍ پیل شي، چې له کبله یې په سیندونو، خوړونو کې د سېلابي څپو راتګ او ځمکې ښووېدنې احتمال هم شته.
د هوايي پېژندنې ادارې دغه راز ویلي د چټکو بادونو، تندر، ژلۍ او ګڼ باران له کبله په کروندو کې ولاړو حاصلاتو او دغه راز د برېښنا ستنو او د لمریزې برېښنا پېنلونو ته د زیان رسېدو خطر هم شته.
د هوا پېژندنې ادارې له کروندګرو غوښتي چې د خپلې سیمې موسمي وضعیت په کتو سره په ځانګړې توګه د غنمو لو معمولات ترتیب کړي. چارواکو له سېلانیانو هم غوښتي چې له اړتیا پرته له سفر کولو ډډه وکړي.