بريتانيا افغانستان کې د مېشتو محصلینو لپاره د چيونینګ تحصیلي بورسونو غوښتنلیکونو لړۍ بیا پیل اعلان کړ

محصلین

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

بريتانيا له څو میاشتې ځنډ وروسته افغانستان کې د مېشتو محصلینو لپاره د چيونینګ تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو لړۍ د بیا پیلولو اعلان کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته یوازې درېیمو هېوادونو کې مېشتو افغانانو کولی شوای د لوړو زدکړو دغه پروګرام ته غوښتنلیک ولېږي، خو دغه پرواګرم د روان کال له اګسټ میاشتې راهیسې په بشپړ ډول د افغان محصلانو منل ځنډولي وو.

د چيونینګ پروګرام ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ''موږ په خوښۍ اعلان کوو، چې د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ تحصیلي کال لپاره له افغانستان څخه د چيونينګ تحصیلي بورسونو لپاره غوښتنلیکونه منو او لېوال کسان کولای شي د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۴مې نه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر دویمې پورې د بریتانیا په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره غوښتنلیکونه ور کړي.''

دغه پروګرام زیاته کړې، د منل کېدو د تېر کال معیارونه یې بدل کړي او اوس باید غوښتونکی افغان وي، په افغانستان کې مېشت وي او د دغه پروګرام عمومي شرایط پوره کړي.

په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د افغان محصلانو لپاره د چيونینګ بورسونو پروسه اغېزمنه شوه.

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغان لېوال محصلان اړ وو د چيونینګ بورسونو د رسمي پړاوونو پر مخ وړلو لپاره ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران ته لاړ شي.

خو د بي بي سي د راپور له مخې، دغه بورسونه د روان کال له اګست میاشتې راهیسې د افغان محصلانو لپاره چورلټ ځنډول شوي وو.

د چیونینګ بورسونو یو شمېر افغان فارغ محصلانو له دې مخکې د بریتانیا حکومت ته لیکونه استولي وو او د افغانستان لپاره یې د دغې لړۍ د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

د چیونینګ پروسه، چې معمولا د بریتانیا د بهرنیو چارو او دولت ګډ دفتر له خوا تمویلیږي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره محصلانو ته هر کال د بریتانیا په پوهنتونونو کې د زدکړو فرصت برابروي.

دا بورسونه په بشپړ ډول په برتانیا کې د زدکړو، ژوند او روغتیا بیمې لګښت تر پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان لپاره د چیونینګ سکالرشیپونه داسې مهال بیا پرانیستل کېږي چې په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې پر نجونو او ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بند کړي او نجونې او ښځې یې پوهنتون ته تلو راګرځولي دي.