د سوریې پر پلازمېنه دمشق د اسراییلو برید ۱۳ کسان وژلي

د خپرېدو وخت

د سوریې پوځ وايي، د یکشنبې په ګهیځ د اسراییلو یوه توغندیز برید دمشق کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکو ویلي، پر کفر سوسه کلي بمباري شوې چې څلور ولسي وګړي او یو عسکر پکې وژل شوي.

دا ګڼ مېشته سیمه د امنیت له پلوه ډېره خوندي ګڼل کېږي.

بله خوا، د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د اسراییلو پوځ د برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

اسراییلو وړاندې له ایران او حزب الله لبناني ډلې سره د تړاو له لرلو په تور پر سوریه بریدونه کړي، خو ډېر کم وخت د بریدونو مسؤلیت مني.

په کفر سوسه کې ګڼل سوري چارواکي اوسېږي، خو ځینو ودانیو کې یې ولسي خلک هم ژوند کوي.

سوري چارواکي وايي، برید په ځايي وخت ۰۰:۲۲ بجې (۲۱:۲۲ ګرینویچ) بجې شوی او دمشق کې یې له کبله ځینې کورونه سوځېدلي دي.

د سوریې دفاع وزارت ویلي توغندي د دمشق له سوېل لوېدیځې جولان تړانګې توغول شوي. ‌دا هغه سیمه ده چې په ۱۹۸۱ اسراییلو له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشر حقونو د څار ادارې ویلي، د وژل شوو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېدلی چې ولسي وګړي هم پکې دي.

ددغې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د یکشنبې ورځې دا برید پر پلازمېنه دمشق د اسراییلو تر ټولو خونړی هغه دی.‌

د سوریې پوځ وايي، دا برید یوه میاشت وروسته تر هغه برید شوی چې اسراییلو د دمشق نړیواول هوايي ډګر پکې په نښه کړی و او د دوو پوځیانو په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي وو.

اسراییلو وړاندې ویلي وو چې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي.‌

سوریه او اسراییل ځینې وخت د دوښمنۍ حد ته رسېږي، په تېرو څو کلونو کې دواړو هېوادونو پر یو بل د مقابل لوري پر ځینو ځایونو بریدونه کړي خو مسؤلیت یې نه دی منلی.