تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نادولتي ادارو په اړه د طالبانو نوې تګلاره؛ مدني ټولنه یې اندېښمنونکې بولي
د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت افغانستان کې د غیر دولتي ادارو د فعالیت او دغو ادارو سره د دولتي کارکوونکو د کار په اړه د خپلې نوې کړنلارې جزییات خپاره کړي دي.
دغه طرز العمل کې راغلي غیر دولتي ادارې، موسسې او شرکتونه نشي کولی د حکومت د اړوندو ادارو له هوکړې پرته د هغوی مسلکي کارکوونکي وګوماري او که د دولتي ادارو کوم کارکوونکی خپلې اړوندې ادارې سره له موافقې پرته دنده پرېږدي، نو تر دوو کلونو په غیر دولتي موسسو کې کار نشي کولی.
د دې کړنلارې له مخې هغه دولتي کارکوونکی هم تر دوو کلونو پورې موسسو او انجیوګانو کې دنده نشي اخیستی، چې دولتي اداره کې د غیر حاضرۍ او یا کوم جرم پر بنسټ له خپلې دندې منفک شوی وي.
د طالبان حکومت ویلي دا کړنلاره د "پروژو د ښه تطبیق او د بشري مرستو د عادلانه وېش' په هدف د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو د فعالیت د تنظیم او د چارو سمون لپاره په دریو فصلونو او یوولسو مادو کې ترتیب شوې. د طالبانو حکومت کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي دا کړنګلاره د غیر دولتي ادارو چارو کې د روڼتیا لپاره ترتیب شوې او د افغانستان د کار له قانون سره اړخ لګوي.
نوموړی وايي تمه دا ده چې د دې کړنلارې پلي کېدو سره به یې د موسسو او اړوند سکتوري ادارو ترمنځ هوکړې، اړیکې او همغږۍ پراخې شي.
خو د افغانستان د مدني ټولنې ګډه کاري ګروپ بیا دا محدودیتونه اندېښمنوونکي بولي.
د دغه ګروپ غړې نګینې یاري بي بي سي ته وویل چې دا رنګ محدودیتونه د ملي او نړیوالو بنسټونو پر کار منفي اغېز کولی شي.
نوموړې زیاته کړې چې، دا ډول محدودیتونه د تېر جمهوريت پر مهال هم وو خو اوس د طالبانو لخوا لا ډېر شوي.
دا طرز العمل په تلې/میزان کې ترتیب او د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن منظور کړی دی.
په دغه طرز العمل کې ویل شوي غیر دولتي ادارې او موسیسې مکلفې دي چې ځانونه له اقتصاد وزارت سره ثبت او د فعالیت جواز ترلاسه کړي، سروې او پروژې له سکتوري ادارو سره په مشوره او همغږۍ ترتیب او تطبیق کړي او دا چې که د دواړو خواو ترمنځ د سروې محل او د بشري مرستو د مستحقو خلکو د تشخیص برخو کې اختلاف پیدا شي، نو د سکټوري ادارې نظر ته به ترجیح ورکول کېږي.
د دغه طرز العمل نور مهم ټکي
• هېڅ غیردولتي موسسه او انجیو حق نه لري چې د اقتصاد وزارت له جواز او د سکټوري ادارې له تفاهمنامې پرته فعالیت وکړي.
• موسسې او این جیوګانې نه شي کولی هغو شرکتونو او انجیوګانو ته پروژې ورکړي چې فعالیت یې تر پوښتنې لاندې وي.
• موسسې او این جیوګانې به د اړتیا وړ توکي له داخلي سرچينو برابروي.
• که د پروژو د تطبیق پر مهال نیمګړتیاوې تشخیص شي، نو د اړوندې سکټوري ادارې له لارې به یې د اصلاح هڅه کېږي.
• عاجلې او اضطراري پروژې دې په چټکه توګه له سکټوري ارګانونو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې له ادارې سره په همغږۍ انتخاب او تطبیق شي، اړوند سکټوري اداره به هڅه کوي چې پنځلسو کاري ورځو کې د تفاهمنامې پړاوونه ترسره او لاسلیک کړي.
په دې کړنلاره کې دا هم راغلي چې هېڅ سکتوري اداره نه شي کولی، چې د اقتصاد وزارت له معرفي لیک پرته له غیردولتي موسسو او انجوګانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړي. د افغانستان په تېر جمهوري دولت کې د دولتي ادارو ګڼو کارکوونکو له دې کبله موسسو او غیر دولتي ادارو سره هم همکاري درلوده چې د دولتي ادارو تنخواګانې عمومآ کمې وې.
په دوی کې د دولتي پوهنتونو ګڼ شمېر استادان هم وو چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدکړو موسسو سره یې همکاري درلوده.
اوس د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند د هغو کسانو اړه چې دولتي ادارو کې د دندو ترڅنګ موسسو سره همکاري لري وايي، چې دوی په اضافه وخت کې موسسو سره د همکارۍ پر ځای خپل شخصي او ازاد کاروبار کولی شي.
په دې وروستیو کې ګڼو نادولتي مؤسسو د طالبانو د هغه فرمان له امله چارې درولې وې چې له مخې يې په دغو بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی و.
خو ځینو مؤسسو وروسته وویل چې دوی خپلې چارې بېرته پیل کړې.