امریکا کې د دغې اغېزناکې کورنۍ تر ټولو مهم غړي څوک دي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سیاست نړۍ ته تر ننوتلو دمخه، ډونلډ ټرمپ د څو میلیونو ډالرو میراث په لرلو، یو سوداګریز نوم، او د قیمتي ملکیتونو ټولګې سره یوه پیاوړې کورنۍ جوړه کړې وه.

اوس دا نښه او نوم د جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړل شوی او د ټرمپ کورنۍ مختلف غړي په ګوند کې د پام وړ نفوذ لري.

دلته د دې کورنۍ خورا مهم غړي معرفي شوي، چې د جمهوريپالو په ملي غونډه کې حاضر وو.

ډونلډ ټرمپ جونیر

له سپینې ماڼۍ د ډونلډ ټرمپ تر وتلو وروسته د هغه مشر زوی ډونلډ ټرمپ جونیر، په وروستیو کلونو خورا مهم رول لوبولی دی.

هغه دا حقیقت او راز پټ نه کړ چې مېرمن یې جي ډي وېنسا د اوهایو ایالت سناتورۍ لپاره د هغه لومړی انتخاب و، او د دې اوونۍ په پیل کې یې هیله هم ریښتیا شوه.

ډونلډ ټرمپ جونیر مخکې له وېنسا ټرمپ سره واده کړی او پنځه ماشومان لري.

اریک ټرمپ

اریک ټرمپ د ډونلډ ټرمپ درېیم زوی دی. اریک هم د خپل ورور په څېر، هڅه کړې چې د هغو مسلو په اړه د خپل پلار نظر ترلاسه کړي چې د هغه لپاره مهم دي.

هغه د خپل مشر ورور پرتله لږ عامه ځایونو کې راڅرګند شوی، خو د ټرمپ کورنۍ سوداګرۍ کې د پام وړ رول لري.

ایوانکا ټرمپ او جیرډ کوشنر

ایوانکا ټرمپ او جیرډ کوشنر د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د پخواني ولسمشر د کورنۍ تر ټولو با نفوذه او اغېزمن غړي وو. دوی دواړو چې په ۲۰۰۹ کال کې واده کړی، درې ماشومان لري. ایوانکا ټرمپ د خپل پلار د ولسمشرۍ پر مهال څو ځله د ډونلډ ټرمپ او د هغه د کابینې د استازې په توګه راڅرګنده شوې وه.

جیرډ کوشنر د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د سپینې ماڼۍ لوړ پوړی سلاکار و.

ټیفاني ټرمپ

ټیفاني د پخواني ولسمشر څلورم ماشوم او د ټرمپ له دویمې مېرمنې مارلا مېپلز یوازنۍ لور ده.

ټیفاني د خپل پلار د ټاکنیزو کمپاینونو او په سپینه ماڼۍ کې د واک پر مهال سیاسي رول نه دی لوبولی. هغې په ۲۰۲۲ کال کې له مایکل بولوس سره واده وکړ.

کیمرلي ګیلفویل

کمبرلي ګیلفویل او ډونلډ ټرمپ جونیر شپږ کاله سره یو ځای وو او په ۲۰۲۰ کې یې کوژده وکړه.

هغه د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د فاکس نیوز ویانده وه.

کمبرلي ګیلفویل، د خپل کوژدن په څېر، د پخواني ولسمشر یوه څرګنده ملاتړې وه، په ځانګړې توګه په تلویزیوني خپرونو کې.

هغې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د کالیفورنیا له اوسني والي ګیوین نیوسام سره واده کړی و.

لارا ټرمپ

لارا ټرمپ، د ایریک مېرمن، د کورنۍ مخ په شهرت ستورې ده، په ځانګړې توګه کله چې هغې د جمهوري غوښتونکي ملي کمیټې د مشرې په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ایریک ټرمپ سره دوه ماشومان لري.

هغه د جمهوري غوښتونکو په یوه غونډه کې د دې په اړه خبرې وکړې چې پخوانی ولسمشر یې څه ډول یو خسر دی.

ميلانیا ټرمپ

پخوانۍ لومړۍ مېرمنې ميلانیا ټرمپ په ۲۰۰۵ کال کې له ډونلډ ټرمپ سره واده وکړ. هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال په عامه ځایونو کې لږ لیدل کېده. خو وروسته تر هغه ډېره لږ راڅرګنده شوې ده.

که څه هم هغې تېر کال د جمهوري غوښتونکو لپاره د مالي مرستو په راټولولو کې فعاله ونډه لرله.

۱۸ کلن بارون ټرمپ، د ملانیا او ډونالډ ټرمپ یوازینی ماشوم دی.

بارون ټرمپ

بارون ټرمپ په دې وروستیو کې له خپل پلار سره د ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې راڅرګند شو، خو هغه تر ډېره د خلکو له سترګو لېرې پاتې شوی دی.

دوه میاشتې مخکې، رپوټ ورکړل شوی و، چې هغه به د جمهوري غوښتونکو ملي غونډه کې د فلوریډا له استازو څخه وي، خو یوه ورځ وروسته یې مور اعلان وکړ چې دا وړاندیز یې رد کړ.

هغه د مې میاشت کې د پالم بیچ ، فلوریډا اکسبریج له اکاډمۍ فارغ شوی او د ټرمپ په وینا ، په راتلونکي مني کې به کالج ته ولاړ شي. خو کورنۍ یې نه دي ویلي چې کوم پوهنتون یې غوره کړی دی.

کای ټرمپ

کای ټرمپ د ډونلډ ټرمپ جونیر لور او پخواني ولسمشر مشره لمسۍ ده. دغه ۱۷ کلنه نجلۍ د ګلف له لوبې سره مینه لري او د جمهوري غوښتونکو په غونډه کې یې په دې هم خبرې وکړې چې نیکه یې څه ډول سړی دی.