د بريتانيا د کورنيو چارو وزير روانډا ته د ناقانونه کډوالو د استولو نوی تړون لاسليک کړ

کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر جېمز کلورلي روانډا ته د ناقانونه کډوالو د استلو نوي تړون لاسليکولو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.

له نوي تړون سره به بریتانیا ته تللي په کښتیو کې غيرقانوني کډوال روانډا ته لېږل کېږي او له هغه ځایه به یې د پنا غوښتو قضیې پر مخ وړل کېږي.

نوي تړون کې دا ماده هم شامله ده چې روانډا به هغه کسان چې وراستول کېږي له خپل هېواده نه وباسي. دا یوه له هغو اندېښنو وه چې د بریتانیا سترې محکمې راپورته کړې وه.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر چې د دې تړون لاسلیکولو لپاره په روانډا کې دی وايي، دا تړون به د سترې محکمې اندېښنې ځواب کړي.

د روان کال په نومبر میاشت کې د بریتانیا سترې محکمې روانډا ته د کډوالو د لېږدولو د حکومت پلان "غیر قانوني" اعلان کړی و.

د بريتانيا حکومت د روانډا له حکومت سره د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره مالي تړون ته هم رسېدلی.

کډوال

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سونک ویلي، د "کښتیو بندول" د راتلونکو عمومي ټاکنو مخکې د هغه د حکومت له پنځو اصلي لومړیتوبونو څخه دي.

په عین وخت کې د بریتانیا حکومت دې هېواد ته پر کډوالۍ یو لړ نوي ګامونه هم اعلان کړي دي.

په دغو ګامونو کې يو دا دی چې د بریتانیا پارلمان ته اجازه ورکړل شي چې دې ته رايه ورکړي چې رونډا د کډوالو لېږلو لپاره یو خوندي هېواد دی.

رونډا ته د کډوالو لېږلو پروګرام له پیله د اپوزيسيون ګوندونو او د بشري حقونو ډلو له خوا له سختو نيوکو سره مخ و او تر دې دمه کوم کس رونډا ته نه دی استول شوی خو د بريتانيا حکومت وايي، دا پاليسۍ يې د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جوړه کړې ده.

د بریتانیا د کډوالو شورا د راپور له مخې روان کال هغه کسان چې په وړو کښتیو کې له انګرېز تنګي تېر شوي او بریتانیا ته داخل شوي يو زيات شمېر يې افغانان دي.

په وروستيو کلونو کې په افغانستان، منځني او يو شمېر افريقايي هېوادونو کې د اقتصادي، اقليمي او امنیتي ستونزو له کبله د اروپا وچې ته د کډوالۍ پېښې ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، سږ کال د اوبو له لارې له ۱۸۰ زرو ډېر کسان اروپا ته اوښتي او کابو ۲۵۰۰ کسان پر دغه لاره سمندر کې ډوب او یا هم لادرکه شوي چې د پام وړ شمېر يې افغانان دي.