د بریتانیا کورنیو چارو وزیره: رونډا د کډوالو لپاره خوندي ده

د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې سوېلا براېورمن ټینګار کړی چې رونډا د کډوالو استولو لپاره خوندي هېواد دی.
اغلې براورمن ویلي قاضیانو دا منلې چې رونډا خوندي ده.
د بریتانیا حکومت تېر کال اعلان وکړ چې هغه کډوال رونډا ته استوي چې له ناقانونو لارو دغه هېواد ته راځي.
بریتانیا په دې تړاو رونډا سره هوکړه هم لاسلیک کړې ده.
خو دا پرېکړه د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړو ډلو له نیوکو سره مخ ده.
تازه د بریتانیا بهرنیو چارو وزېرې ویلي حکومت باید د قانوني ننګونو لارې په ډراماتیک ډول راکمې کړي.
هغې دا څرګندونې یکشنبه په دې تړاو د بي بي سي د لورا کوېنسبرګ د پوښتنې ځواب کې کړې.
کوېنسبرګ که څه هم د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې ته په ۲۰۱۸ کال رونډا کې د پولیسو لخوا په ډزو د ۱۲ کډوالو د وژل کېدو بېلګه یاده کړه چې د ژوندانه د ناوړه وضعیت له کبله یې احتجاج کړی و، خو نوموړې بیا هم ډاډ وښود او ویې ویل چې ګواکې اوس وضعیت بدل شوی دی.

د عکس سرچینه، PA Media
اغلې براورمن وویل چې رونډا ته د وروستي سفر پر مهال ورته مالومه شوې چې دغه هېواد تر سل زره ډېرو کسانو ته پناه ورکړې او دا چې دغه کسان له وضعیت راضي دي.
د بریتانیا لوړې محکمې تېر ډسمبر کې دا پلان تائید کړ چې له ناقانونه لارو دغه هېواد ته تلونکي کډوال دې رونډا ته واستول شي.
که څه هم تر اوسه د دغه پلان له مخې څوک عملآ رونډا ته نه دي استول شوي، خو د بریتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي دا لړۍ ښايي له را روان اوړي پیل شي.





















