تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نورستان کې د غره ښوېدنې له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي
د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د واورې او غره ښوېدنې له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق په وینا دغه پېښه د نورګرام ولسوالۍ په نقرې کلي کې شوې ده.
د ښاغلي سایق په وینا په دې پېښه کې اته تنه ټپيان شوي هم دي. دغه راز له پنځلسو تر شلو کورونه په بشپړ یا هم جزیي توګه ویجاړ شوي دي.
بل پلو له پنجشېر ولایته راپورونه وايي تېره شپه د دغه ولايت خېنچ ولسوالۍ په مکني دره او يو شمېر نورو سيمو کې د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوى دی.
ښاغلی سایق وايي په پنجشېر ولایت کې له یوه کان سره نژدې د واورې ښووېیدنې له امله پنځه تنه کان کېدونکي ورک دي، چې پلټنې پسې روانې دي.
دغه راز په کونړ، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې د واورې اورېدو له امله ځینې لارې هم تړل شوې دي.
سږ ژمی افغانستان کې واورې او رښتونه ډېر نه ول او په یو شمېر ولایتونو کې لومړنۍ واوره او بارانونه شاوخوا درې اونۍ مخکې وشول.
تېر ځل په کونړ، ننګرهار او نیمروز کې د ورښت اټکل تر ډېره نه و شوی، خو دا ځل په نژدې ټولو ولایتونو کې واوره او بارانونه شوي دي.
په افغانستان کې چې سږ کال تر دې دمه یې ژمی وچ و او په راتلونکي کې د وچکالۍ وېره هم خپره وه دا یې د کال دویمه واوره ده.
د وچ ژمي له کبله د افغانستان ډېرو سیمو په ځانګړي ډول د کابل هوا ډېره ککړه شوې وه او خلکو له ناروغیو هم شکایتونه لرل.
وړاندې تر دې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د سینديزو حوزو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې د ناڅاپي سېلابونو راوتلو ته چمتو واوسي او د خوندیتوب لپاره تدابیر په پام کې وساتي.