تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عربي او اسلامي هېوادونو ډنمارک کې د قرآن کریم سوځېدل غندلي
عراق، عربي او ځینو اسلامي هېوادونود ډنمارک (ډاینچ پرټیوټ) یا "ملي پالو ډنمارکیانو" ښي اړخې ډلې له لوري د دوشنبې په ورځ د قرآن کریم سوځول غنندلي.
دوی د ډنمارک پلازمېنه کوپن هاګن کې د عراق سفارت مخې ته قرآن کریم وسوځاوه.
دغې سخت دریځې ډلې پر فېسسبوک پاڼه د جمعې په ورځ د ورته پېښې ژوندۍ صحنې هم خپرې کړې دي.
نژدې ۱۰۰۰ لاریون کوونکو له پېښې وروسته بغداد کې ډنمارک سفارت ته د ځان رسولو هڅه کړې ده.
تېره اونۍ، بغداد کې د سویډن سفارت ته ځینو کسانو وروسته تر هغه اور ورته کړ چې یوه عراقي کډوال د سویډن سټاکهولم کې قرآن کریم وسوځاوه.
دوو اسلامضد مظاهره کوونکو د دوشنبې په ورځ ډنمارک کې لومړی پر قرآن کریم پښې کېښودې او بیا یې په یوه قاب کې د عراق د بیرغ تر څنګ هغه ته اور ورته کړ.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډول اعمال د "سختدریځۍ او کرکې وېروس" ته اجازه ورکوي چې "د ټولو په منځ کې په سولهییز ډول ژوندانه ته واقعي ګواښ" پېښ کړي.
ترکیې پر قرآن کریم دا یو "له سپکاوي ډک برید" بللی او د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک سفیر او د سویډن د سفارت چارې سمبالوونکی ور غوښتي چې ددغو اعمالو د غندلو شکایت ورته وکړي.
ایران هم د شنبې په ورځ دا ډول پېښې غندلې دي. په قطر کې سیمه ییزو رسنیو ویلي، د هېواد تر ټولو لوی بازار (سوق البلدي) کې د احتجاج په توګه د سویډن تولیدات راټول شوي دي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي: "ډنمارک نن د یوه کوچنۍ ډلې له لوري د قرآن کریم سوځېدل غندي".
دغه وزارت زیاتوي: "دا ډول له سپکاوي ډک اعمال د ډنمارک د حکومت د نظر څرګندويي نه کوي".
په بغداد کې امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځو د ډنمارک سفارت ته د لاریونیانو د رسېدو د مخنیوي لپاره اوښلن ګاز کارولی دی.
هلته زرغونې سیمې ته- چې ګڼ بهرني سفارتونه پکې دي، ټولې تللې لارې او پلونه تړل شوي.
د جمعې په ورځ، سویډن وروسته تر هغه له بغداده د خپل سفارت کارمنان ورغوښتي، چې تر ډېره د شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر پلوي لاریونیانو د سفارت پر ودانۍ برید وکړ. د عراق حکومت د سویډن سفیر هم شړلی دی.