پولیسو پر عمران خان د برید 'اېف ای ار' ثبت کړی؛ خو د هغه لخوا په ګوته شوي کسان پکې نشته

Imran khan

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پنجاب پولیسو بالاخره د دغه هېواد پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان د برید 'اېف ای ار' ثبت کړی دی.

خو دغه اېف ای ار کې د هغو کسانو نومونه نشته، چې د تحریک انصاف ګوند مشر پرې د دغه برید د پلانولو تور پورې کړی او د هغوی خلاف یې د دوسیې پرانېستل کېدو غوښتنه کړې وه.

عمران خان دې قضیه کې د لومړي وزیر شهباز شریف، کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځي استخباراتو ادارې 'ای اېس ای' د یوه جنرال 'فیصل نصیر' نومونه اخیستي او د هغوی د استعفا غوښتنه یې کړې.

خو د پنجاب د وزیر اباد ښار د پولیسو په مدعیت دا 'اېف ای ار' بیا د مشکوک بریدګر 'نوید' خلاف درج شوی. دغه کار تحریک انصاف ګوند مشران غوسه کړي.

عمران خان او ملګرو یې وړاندې له دې کبله پر حکومت او پولیسو نیوکه کوله چې پر برید د څو ورځو له تېرېدو سره سره د دوی 'اېف ای ار' نه ثبتوي.

د یادونې ده چې د پاکستان سترې محکمه کې د دوشنبې پر ورځ پر دې قضیې غونډه وشوه او قاضي القضات عمر عطا بنډیال د 'اېف ای ار' ثبتېدو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړ.

Scourt

د عکس سرچینه، Getty Images

د پنجاب پولیسو مشر 'فیصل شاهکار' محکمې ته ویلي و چې د 'اېف ای ار' ثبتېدو مخه د دغه ایالت اعلی وزیر پرویز الهي نیولې.‌

خو د پرویز الهي زوی مونس الهي بیا د دې موضوع تر مطرح کېدو وروسته د خواله رسنۍ پیغام کې په دې اړه ولیکل چې پلار یې د 'ناپېژانده کسانو' په نوم د اېف ای ار ثبتېدو مخه نیولې.

د پنجاب اعلی وزیر د محکمې تر پرېکړې وروسته لاهور کې له عمران خان سره دوه ځله وکتل او د اېف ای ار په اړه یې ورسره سلا مشوره وکړه.‌

خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو تر دغو لیدنو کتنو وروسته د پولیسو لخوا پر درج شوي 'اېف ای ار' توند غبرګون ښودلی.

Imran Parwez

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان (کیڼ) د پنجاب اعلی وزیر پرویز الهی سره

د دغه ګوند یوه مشر فواد چودري ویلي "تحریک انصاف خپل دریځ روښانه کړی.

زموږ لخوا درې په ګوته شوي کسان چې پکې شامل نه وي، اېف ای ار د منلو نه دی. موږ لپاره داسې اېف ای ار یوازې د کاغذ یوه ټوټه ده."

د دغه ګوند یوې بلې مشرې مسرت جمشید چیمه هم ویلي چې د ګوند پر مشر یې د مرګوني برید ثبت شوې قضیه رد ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هغې دا ډول ایف ای ار د وخت ضیاع او د قضیې لا پیچلې کولو په مانا بللی.

د پنجاب د پولیسو اېف ای ار کې د ترهګرۍ په ګډون مختلفې مادې شاملې دي.